<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-21 18:37:32    
د چين د راډيويی هنری ډلی له خوا ويل شوی مشهوری بهرنۍ سندری

cri

د چين د نړيوالې راديو درنو اوريدونکو زه ليلا مو په سلامونو هر کلی کوم! دا دی يو ځل بيا د چيني او بهرني موسيقي د خپريدو وار رارسيدلی دی،نن به په دغه برخه کې تاسو ته د چين د راډيويی هنری ډلی له خوا ويل شوی مشهوری بهرنۍ سندری وړاندی کړم٠ لومړی به مونږ په ګډه د دوی له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چی نوم يی دی د پسرلی غوښتنه٠

( سندره ١)

دغه سندره د المان د سندرو جوړونکی لودويګ ون بيسون يوه مشهوره سندره ده چی شعر يي په دې ډول دی

پسرلی دی ژر راويښ شی

په پراخه دښته کې

هغه وخت راغلی دی

چې له ژمنی خوبه راويښ شی

نوې جامې مو واغوندي

چې په دښته کې ګلان غوړيږي

د چين راډيويی هنری ډله په ١٩٥٣ کال کی جوړه شوی چی د هيواد په دننه اوبهر کې ډېره مشهوره ده٠ د لارښوونکي ني جونګ مينګ په مشرۍ دغی ډلی ډېری زياتی سندری راغونډی او ډېر شمېر البومونه خپاره کړی٠ د دغی ډلی نغمه غږونکی د سندرو په ويلو کی ډېره تکړه دی چی د دغه ډول سندرو د ځانګړی سبک له امله يی زيات شمېر اوريدونکی راجلب کړی٠

( سندره ٢ )

درنو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د چين د راډيويی هنری ډلی له خوا ويل شوی يوه سندره واوريده چی نوم يی په هېواد کی کورنۍ وو٠ دغه سندره د امريکا د سندرو جوړونکی ستيفن کولينس فوستر له خوا ليکل شوی چی د هېواد د يادولو احساسات څرګندوی٠

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه يوه روسيی سندره واورو چی نوم يی دی سور ګل٠

( سندره ٣ )

درانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد٠ستاسو د برياليتوب په هيله٠