<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-21 18:39:19    
په افريقا کی د انسان وژونکی جهيل

cri

په دی وروستيو ورځو کی د چين په جنوب لويديځ د سی چوان په ولايت کی د نفتو د څاه څخه د زهرجن ګاز د راوتلو او خوريدلو له امله زيات تلفات رامنځته شويدی٠ داسی ورته پيښی په نورو هېوادونو کی هم وليدلی شوی مثﻵ د تېری پيړۍ په اتمه لسيزه کی په کامرون کی د انسان وژونکی جهيل په نامه پيښه وشوه٠ د مانوان په نوم انسان وژونکی جهيل د اورغورځونکی غره په څوکه کی پروت دی او منظره يی ډېره ښکلی ده٠ د ١٩٨٤ کال د اګست په شپاړسمه نېټه سهار په شپږو بجو ناڅاپه د جهيل له أرامی سطحی نه د لړی په شان لوګی راووتل هغه چا چی دا لوګی تنفس کړ نو له امله يی د بی هو ښۍ احساس کاوه په پای کی يی د پزی او خولی نه د وينو د بهيدو له کبله مړه شول٠ د تحقيقاتو له مخی هغه سياحان چی د همدی ورځی د يوولسو بجو نه مخکی جهيل ته نژدی رسيدلی ؤ٠ پرته له يوه کشيش نه څه نا څه ټول مړه شول٠ دغه کشيش ددی پيښی د يادونی په وخت کی وويل چی د همدی ورځی سهار ده او دده څو تنه ملګری د موټر په واسطه ددی جهيل غاړی ته نژدی ورسيدل او ويی ليدل چی لوګی ډېر دی، نو د موټر سرعت يی کم کړ او د لوګی د خپريدو وروسته نوموړی موټر د جهيل د غاړه سړک ته ورسيد٠ کله چی دوی د جهيل غاړی ته ورسيدل ، و يی ليدل چی د لاری په غاړه په يوه دريدلی موټر کی څو تنه به خوب ويده ښکاری ، خو دا د دوی د پاملرنی او توجه وړ ونه ګرځيدل، موټر يی بيا څو سوه متره واټن وواهه او يو موترسيکل يی وليده او چلونکی هم په خپل موترسيکل باندی ويده معلوميده٠ کشيش او دده ملګری ډېر هک پک پاتی شول ، ور نژدی شول او و يی ليدل چی د موترسيکل چلونکی مړ شوی او له پزی او خولی نه يی وينی بهيدی٠

په دی وخت کی يو عجيب تريخ بوی د دوی تر پوزو شو او سمدلاسه يی ټول وجود له کمزورتيا سره مخامخ شو٠ يو ملګری يی تر څو قدمونو وروسته په ځمکه پريوت، نو کشيش نورو ته په لوړ أواز غږ وکړ چی پورته ځای ته په منډه راشی٠ خو له بده مرغه دوی ټول پر ځمکی پريوتل او يوازی کشيش يوی غونډی ته پورته شو او ويی ليدل چی په سړک يا د سړک په غاړه له لسو نه زيات موټرونه دريدلی او څو موټرونه حتی جهيل ته لويدلی دی٠ څرګنده ده چی دغو ټولو سياحانو له دنيا څخه سترګی پټی کړی وی٠ په دی پيښه کی اوه دېرش تنه د زهرجن ګاز د تنفس له امله مړه شول، د يوولسو بجووروسته لوګی ورو ورو ليری شو، د مانوان د جهيل په غاړه ژوندی ژوی چی حشرات هم پکی شامل وو، ټول مړه او د ونو پاڼی او واښه هم مړاوی شوی ؤ٠

دوه کاله وروسته د ١٩٨٦ کال د اګست د يو ويشتمی نېټی په ماښام د مانوان جهيل نه په سلو کيلو متری کی د نيوس په نامه له هغه جهيل څخه چی د اورغوځونکی په څوکه کی پروت دی هم داسی زهرجن ګاز راووتل او ګاز په سرعت سره شاوخواوو دريو کليو ته خپور شو چی په نتيجه کی يو زرو اوه سوه شپږ څلويښت تنه کليوال او ډېر کورنی حيوانات د سترګو په يو رپ کی مړه شول٠ د متخصصانو په نظر د دغو دوو جهيلونو په تل کی زياته اندازه د اوکيسد کاربن او سولفيت هيدروجن ګازونه ذخيره کيږی او د اور غورځونکی غره د فعاليت په وخت کی د بخار د چاودنی په اثر ذخيره شوی د اوکسيد کاربن او سولفيت هيدروجن ګازونه سمدلاسه خوشی کيږی٠ که څوک دغه زهرجن ګازونه تنفس کړی، نو ډېر ژر مړه کيږی٠ ددی ډول زهرجن ګاز د

مخنيوی لپاره به دا ښه وی چی خپله خوله او پوزه په لوند شوی د سمال بنده کړو څو چی کم تر کمه د زهرجن ګاز له تنفس څخه ځان وژغورو او له نوموړی ځای څخه په بيړه ليری شو٠