<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-22 20:15:34    
د پاکستان سوداګر جميل اختر بوت په هکله کيسه

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د هاما په نامه د چين د شينجيانګ د وروموچی په ښار کښی د مسی مصنوعاتو شرکت د پاکستانی مصنوعاتو پلورلو شرکت دی چې خاوند يې يو پاکستانی سوداګر او دده ميرمن تان يو يونګ د چين د شينجيانګ اصلی اوسيدونکې ده٠ اوس د دوی شرکت شپږ دکانونه لری او معاملات يې ډير تاوده دي٠ د ٌ شينجيانګ ته کتنې ٌ په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د دوی دواړو په هکله کيسې وکړو٠

د پاکستان هغه مصنوعات چې پر مسو، لرګيو او ډبرو څخه حکاکی شوي ، لرغونی تاريخ لری او ډير ښکلی دی چې په چين کښی تود بازار لری٠ د جميل اختر بوت او تان يو يونګ په دکانونو کښی دغه توکی پلورل کيږی٠

جميل اختر بوت د پاکستان د ګجرانواله ښار اوسيدونکی دی٠ هغه په ١٩٨٨ کال کښی هغه د شل کلنۍ په وخت کښی لومړی ځل چين ته راغی او له يو بل پاکستانی سوداګر سره يو ځای يې د چين په ګوانګ جو او هانکانګ کښی په سوداګرۍ لاس پوری کاوه ، خو څو کلونه وروسته شينجيانګ ته هم ولاړ٠ هغه خبريال ته وويل :

( غږ ) ٌ ما د چين په ګوانګ جو او هانکانګ کښی پنځه کلونه تير کړی وو٠ ولی شينجيانګ ته راغلی يم ؟ ځکه چې دغه سيمه د ګڼ شمير مسلمانانو د اوسيدو ځای دی، د دوی خوراکونه زما ډير خوښيږی او په شينجيانګ کښی د ژوند چاپيريال له پاکستان سره برابر دی٠

په شينجيانګ کښی څه دپاسه لس مليونه مسلمانان اوسيږی٠ ښاغلی جميل اختر بوت د دې سيمې د ژوند له چاپيريال او انسانی اړيکو سره ډير عادی شوی او د خپلې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره يې په شينجيانک پوهنتون کښی د چينی ژبې په کورس کښی د نيم کال لپاره زده کړې وکړه چې له چينائيانو سره يې د معاملاتو لپاره ښه بنسټ ايښی دی٠

څرنګه چې جميل اختر بوت له خپلو خپلوانانو څخه د ليروالی پر مهال په چين کښی په سوداګرۍ لاس پوری کاوه، نو کله نا کله يې يوازيتوب احساساوه، هر کله به يې چې په زړه کښی خپلوان ياد يدل ، د وروموچی يو هغه ميلمستون ته چې زيات پاکستانی سوداګران پکښی اوسيدل، ورته او له خپلو هېوادوالو سره يې خبرې کولې ٠ په دې بهير کښی هغه د دې ميلمستون له چينی خدمت ګارې تان يو ژونګ سره اشنا شو او کله نا کله يې له هغې څخه د چينی ژبې زده کړه کوله٠

تان يو ژونګ يوه کنجاوه او زيرکه نجلۍده او د بهرنيو سوداګرانو لپاره د ښه خدمتونو ترسره کولو په موخه يې په فارغ وخت کښی د انګليسی ژبې د زده کړې په کورس کښی ګډون درلود٠ څرنګه چې دغه کورس عمومأ د ماښام لخوا زده کوونکو ته درس ورکاوه ، نو ښاغلی جميل اختر بوت کله نا کله د شپه لخوا نجلی تان يو ژونګ له کورس څخه د هغې تر کور پوری بدرګه کوله٠ تان يو ژونګ وويل : هغې لا تراوسه هم د سختو واورو اوريدو يوه شپه نده هيره کړې٠

( غږ ) ٌ هغه شپه چې هوا ډيره سړه وه ، کله چې زه د انګليسی ژبې په کورس کښی له زده کړې نه وروسته د بس سټيشن ته خوځيدم، جميل اختر بوت زما په پسی راروان و او زما څخه يې پوښتنه وکړه چې ته ولی ما ته کتنه نه کوی؟ ما يې په ځواب کښی وويل : په واټ کښی دومره زيات لارويان شته ، ما ته نه ګوری٠ له هغې شپې نه وروسته ما له هغه سره مينه پيدا کړه ٠ ٌ

تان يو ژونګ وويل : زمونږ د دواړو عقيدې او د ژوند دودونه توپير لری ، خو د جميل صداقت او حوصلې زما زړه ونيوه او زمونږ مينه ورځ په ورځ ټينګه شوه٠ خو د هغې د کورنۍ ټولو غړو د دوی له مينې سره سخت مخالفت کاوه٠ په تيره د هغې پلار ور ته وويل : که ته له جميل سره مينه لری، نو بيرته کور ته رانشی٠

تان يو ژونګ وژړل ، خو د هغې په أند جميل د باور وړ ځوان دی او هغې ته نيکمرغی رسولای شی٠ د ١٩٩٧ کال په دسمبر کښی دوی د واده تصديق پاڼه په اخيستلو سره خپل کور جوړ کړی دی ٠ له واده نه وروسته تان يو ژونګ له پخوانی کار څخه استعفا وکړه او له جميل اختر بوت سره يو ځای د شرکت په اداره کولو پيل وکړ٠ څرنګه چې دوی په عدالت او صداقت سره په سوداګرۍ لاس پوری کوی ، نو معاملات يې ورځ په ورځ تاوده شويدی ٠

اوس جميل اختر بوت او تان يو ژونګ دوه زامن او يوه لور لری او نيکمرغه ژوند تيروی٠ که څه هم تان يو ژونګ کله نا کله له خاوند سره د سوداګرۍ او ژوند په هکله خپل خپګان بيانوی، خو جميل په حوصلې سره اوری٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ که څه هم مونږ دواړه کله کله يو له بل څخه خپه کيږو، خو يوه ورځ او حتی يو ساعت وروسته زمونږ پر مخونو بيا خندا ليدل کيږی٠ ځکه چې مونږ يو له بل سره ژوره مينه لری٠ٌ

اوس د ميرمن تان يو ژونګ درو کشرو وروڼو او د جميل يو ورور هم د دوی په سوداګرۍ کښی برخه اخيستی دی٠ د تان يو ژونګ پلار ، مور او نورو ټولو کورنی غړو له جميل سره خپله رويه بدله کړېده٠ د تان يو ژونګ د وروڼو په أند جاميل د دوی ښه اوښی دی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو په شينجيانګ د پاکستانی سوداګر جميل اختر بوت او د ده چينی ميرمن په هکله کيسې واوريدلې٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د هاما په نامه د مسی مصنوعاتو د شرکت خاوند څوک دی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب ورکړی٠