<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-22 19:32:05    
د چين د مشهورو نښو لرونکی موټرونه په بيجينګ کې د موټرونو په نړيوال نندارتون کې د پاملرنې وړ و

cri

ګرانو اوريدونکيو،په ٢٠٠٦ کال کې په بيجينګ کې د موټرونو نړيوال نندارتون په وروستيو ورځو کې پای ته ورسيد . په دغه نندارتون کې د چين مشهورو نښو لرونکی موټرونه د پاملرنې وړ و ځکه چې نه يوازی شمير يی د ښودل شويو موټرونو يوه په دريمه برخه نيولی وه بلکې تصديو يی د ماشين په شمول د مهمو تکنالوژيو په برخه کې پرمختګ کړی دی .

دغه نندارتون چې په ١٩٩٠ کال کې پيل شوی ،په چين کې په دغه برخه کې لومړی لوی نندارتون ګڼل کيږي .تير کال په دغه نندارتون کې يو شمير نړيوالو تصديو په جلا جلا توګه خپل توليدات وښودل او ويې غوښتل چې په چين کې يې د توليداتو بازار لا پراخ شی .په همدی وخت کې د چين بڼه لرونکی موټرونو تصديو چې پخوا يی د ټيټې کچې توليدات ښودل ،په دغه نندارتون کی د لوړې کچې توليدات هم ښودلي دي .

د شانګهای د موټرونو ډلې په غرفه کې چی په چين کې د موټرونو په توليد کې له دريو لويو تصديو څخه بلل کيږي ، زمونږ خبريال د ژونګ وی په نامه د دغه شرکت د مشهورې نښې لرونکی موټر وکوت .د دغې ډلې مشر هو ماو يوان وويل

(اواز...............) مونږ پردغو اصولو باندی ټينګار کوو چې د موټرونو د ديزاين او څيړنې په بهير کې د بهرنيو تصديو له ګډون سره مخالفت نه کوو او د پوهنې د ملکيت له حق څخه سرغړونه نه کوو او نړيوالې سرچينې کاروو چې له امله يی زمونږ توليدی بهير چټک او پانګونه مو لږ او د کيفيت په هکله له نړيوالو توليداتو سره واټن ژر کم شی .

زمونږ خبريال په دی اړه معلومات تر لاسه کړل چې اوس په نړۍ کې يوازی څو لويی نړيوالې تصدۍ د موټرونو د ماشين او جنريټر د توليد په برخه کې عصری تکنالوژی لري او د ګڼ شمير دغو موټرونو په توليد يی پيل کړی دی .په دغه نندارتون کې د شانګهای د موټرونو ډلې په شمول د مشهورو نښو لرونکو موټرونو څو تصديو ٩ نوموړی عصری موټرونه وښودل چې په دی ترڅ کې د شانګهای د موټرونو ډلې د دغه ډول موټرونو د الکترونيکی کنترول د سيستم په شمول د زياترو برخو ديزاين پای ته رسولی او د دغه ډول موټرونو په توليد به پيل وکړي .

په دغه نندارتون کې د چين د مشهورو نښو لرونکو موټرونو له ښودلو څخه دا هم څرګنديږي چې په دغه برخه کې د چين تصدي د نوی بازار د پراخوالی په برخه کې ټينګه اراده لري .کارپوهان وايي چې د انرژۍ د کمښت او د چاپيريال د ککړتيا په شمول د يو شمېر ستونزو په وړاندی د هغو موټرونو پرمختګ چی انرژی سپموي او د چاپيريال ساتنې لپاره ګټوروي ،د چين د موټرونو په چارو کې د دايمی پرمختګ يوه ستراتيجی ده .

د دغه نندارتون بل ځانګړيتوب داو چې د چين تصديو د موټرونو د مهمې تکنالوژۍ په څيړنه کې پرمختګ کړی مثلأ د چين د چی ژوی ډلې د نوی تکنالوژی لرونکی ماشين ښودلی چې له نړيوال ميعار سره سمون خوري .

د دغه نندارتون د کتونکيو ترمنځ د بهرنيو موټرونو تصديو تخنيکی پرسونلونو د چين د تصديو د مهمې تکنالوژۍ لرونکو توليداتو سره علاقه څرګنده کړه . الماني هانس چې د موټرونو د نويو چارو په تر سره کولو لاس پوری کوي ،خبريالانو ته وويل چې د چين د موټرونو د تصديو ځواک دی حيران کړی دی .

(اواز...........) په نوموړی نندارتون کې ګڼ شمير چينايی تصدۍ يو داسی موټرونه ښودلي چې بڼه يی فيشني ده او د چينايانو اړتياوې پوره کوي .

په ريښتينی توګه د تېر کال له پيل څخه په بازار کې د ځانګړی مشهورو نښو لرونکو موټرونو برخه زياته شوې او د تير کال په لومړی نيمه کې د دغو موټرونو پرمختيايی انډول په سلو کې ٥١ ته رسيدلی چې دغه انډول د ګډو پانګو لرونکيو تصديو د پرمختيايی انډول په سلو کې له ٣٦ څخه زيات و .د کارپوهانو د اټکل له مخې به په راتلونکيو څو کلونو کې د دغه ډول موټرونو د پلورنې اندازه په بازار کې په سلو کې ٣٠ برخه ونيسی او له اوسنۍ پرمختيايی حالت څخه څرګنديږي چې د چين د موټرونو په بازار کې به د تصديو سيالي سخته وي.

ګرانو اوريدونکيو ،زمونږ نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد .خوشحاله اوسی .