<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-22 19:52:47    
د پاکستان امنيتی ځواکونه له يو ځان مرګي بريد سره مخامخ شول.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند بريد جنرال شوکت سلطان د جنورۍ په دوه ويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد امنيتی ځواکونو د شمالی وزيرستان په قبايلی سيمه کې له يو ځان مرګی بريد سره مخامخ شول چې له امله يی دوولس تنه پاکستانی سرتيري ووژل يا ټپيان شول. دا په تېر کال کې د پاکستان او وسله والو قبايلی کسانو ترمنځ د سوله ايز تړون له لاسليکېدو راهيسی د پاکستان پر امنيتی پوځ لومړنی بريد دی.

نوموړي څرګنده کړه چې د پاکستان د پوځ د ګزمې کاروان د شمالی وزيرستان د مير علی ښار ګوټي ته نژدی د پلټنې له يوې پوستی سره له يوې ځان مرګی بمی چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يی دری تنه سرتيري ووژل او نهه تنه نور ټپيان شول. اوس د پاکستان امنيتی ځواکونه د نوموړې پېښې په پلټنه بوخت دي.