<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-23 20:03:45    
په چين کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کمېټې جګ پوړی استازي لي هونګ

cri

درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ . ټولو ته معلومه ده چې په ٢٠٠٨ کال کې به د اولمپيک سپورتي لوبې په بېجينګ کې تر سره شی . مېرمن لي هونګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې د دغو لوبو د نړيوالې کمېټې په اداري کچه کې د لومړنۍ چينايۍ په توګه په بېجينګ کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د تياری په بهير کې مهم رول لوبولی دی ، نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن لي هونګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

لي هونګ په ١٩٩١ کال کې د چين د چينګ هوا پوهنتون له ساختماني څانګې نه فارغه شوه. له دې وروسته يی د امريکا د هاروارد په پوهنتون کې د صنعتی او سوداګريزو چارو په ادارې کې زده کړې وکړې . په ٢٠٠٣ کال کې مېرمن لي هونګ په بېجينګ کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې د نمايندګی د جګ پوړی استازې په توګه چين ته بېرته راستنه شوه او سر بيره پردې يې په بېجينګ کې د دغې کميټې د تلويزيون او بازار د استخراج په اړه د شرکت د مشرۍ دنده هم په غاړه درلوده.

لي هونګ زمونږ خبريال ته وويل : د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيواله کميټه په بېجينګ کې د اولمپيک سپورتي لوبو ته ډېره پاملرنه کوی . په بېجينګ کې د

اولمپيک د سپورتي لوبو پر ځای کول به نه يوازی د چين پرمختګ ته لا زيات فرصتونه برابر کړي ، بلکې د سولې ، دوستی او همغږي پرمختګ په ګډون به د اولمپيک روحيه څه دپاسه يو ميليارډو او دری سوه مليونو چينايانو ته ورکړي .

مېرمن لي په بېجينګ کې د دغې کميټې د جګ پوړې استازې په توګه د منځګريتوب او د اړيکو د ټينګيدو په اړه کارونه کوی . د دې په اند دغه کارونه د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې او د بېجينګ د تشکيلاتي کميټې ترمنځ يو پل دی . نو مېرمن لي په کارونو کی تل په دوو اصولو ټينګار کوی . هغې وويل : لومړی ، زه بايد د اولمپيک روحيه وساتم . دوهم ، زه به د اولمپيک په سپورتي لوبو کې په ګډه توګه د نړيوالې کميټې او چين د ګټو لپاره کوښښ وکړم . اوس د نړيوالې کميټې روحيه د چين د همغږي پرمختګ له نظريی سره سمون خوری . نو زما کارونه په اسانه توګه تر سره کيږی .

د دغې کميټې له خوا لي هوانګ ته د دغې مهمې دندې د ورکولو د لامل د يادونې پر وخت مېرمن لي وويل : يو مهم لامل دا دی چې زه له سپورتي لوبو سره ډېره مينه لرم . په هغه وخت کې چې ما د چينګ هوا په پوهنتون کې زده کړې کولې ، د زده کوونکو په سپورتي لوبو کې مې د څلور سوه او اته سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې لومړی جايزې تر لاسه کړې وې . زه تل په بېلا بېلو سپورتي لوبو کې ګډون کوم . نو زه په پوره توګه د المپيک روحيه درک کوم .

لي هونګ د چينګ هوا په پوهنتون کې هغه ښوونه او نظرونه حاصل کړل چې په پوره توګه د اولمپيک له سپورتي روحيی سره سمون خوری . نو د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې د چارواکو په اند ، په چين کې د اولمپيک د روحيی او نظرونو د بشپړ خپريدو لپاره لي هونګ يوه مناسبه ښځه ده . د ٢٠٠٣ کال له

سپتمبر څخه تر اوسه پوری لي هونګ په ښه او بريالۍ توګه د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې او د بېجينګ د تشکيلاتي کمېټې ترمنځ د منځګړيتوب کارونه تر سره کړی . مېرمن لي هونګ په دغو کارونو کې نه يوازی خپل توان ښکاره کړی ، بلکې ورڅخه خوښه هم ده . هغې خبريال ته وويل چې زه يوه بختوره کورنی لرم او د کورنۍ د ملاتړ پر بنسټ زه تل په ښه ډول کار کوم . لي هونګ د امريکا د هاروارد په پوهنتون کې د زده کړې پر وخت خپل خاوند وپېژاندل . په ٢٠٠٣ کال کې لي هونګ له خپل خاوند سره چين ته بېرته راستنه شوه . په ٢٠٠٤ کال کې دوی د اولاد خاوندان شول او په چين کې ښه ژوند کوی .

که څه هم اوس مېرمن لي هونګ په خپلو کارونو بوخته ده ، خو هغه هره ورځ د ځغاستې او نڅاو په ګډون په سپورتونو ټينګار کوی . هغه د سپورت په ترڅ کې تل استراحت او خوښی تر لاسه کوی .

ګرانو اوريدونکو ، د دې پروګرام په پای کې ستاسو څخه يوه پوښتنه لرم چې مېرمن لي هونګ په کومه کمېټه کې کار کوی ؟ که تاسی په خپلو ليکونو کې دغې پوښتنې ته سم ځواب راکړئ ، نو د يوې مناسبې جايزې ګټونکي به شئ .