<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-23 19:06:07    
د امريکا مشهور لوبغاړي ميچيل جونسن

cri

ميچيل جونسن د امريکا د لنډ واټن د ځغاستي مشهور لوبغاړی دی . هغه په اتلانتا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د دوه سوه مترو او د څلور سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل او د دوه سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې يی د نولس ثانيو او د ثانيی په دوه ديرشمه برخه کې نړيوال ريکارډ ټينګ کړ . د سپورتي کارپوهانو په اند ، دغه ريکارډ به له ٢٠٥٠ کال نه مخکې مات نه شی . بر سيره پردی د اتلتيک د نړيوالې ټولنې مشر نيبيولو وويل چې ميچيل جونسن په اتلانتا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو ډېر ستر لوبغاړی دی . پرته له دې نه د امريکا د ناک شرکت په ځانګړي توګه د ميچيل جونسن لپاره د زر رنګ لرونکی دوه جوړه بوټونه جوړ کړل .

رودال __ په تونل کې روزنه تر لاسه کړه .

په اتلانتا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د نارينه وو د اته سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې د ناروې لوبغاړي رودال د سرو زرو مډال واخيست . د ناروې ځمکې چې د کال په زياترو وختونو کې په يخ او واورو پټې وی د ځغاستی د روزنې لپاره مناسبې نه دی . نو رودال له ځايی بريښنايی شرکت سره له مشورې نه وروسته اجازه تر لاسه کړه چې د بريښنايی شرکت له خوا په جوړ شوي هغه تونل کې روزنه تر سره کړه چې اوږدوالی يی يوازی دری سوه او پنځوس متره وو . که څه هم د روزنې زمينه ډېره سخته وه ، خو رودال د خپلو کوښښونو له لارې د اولمپيک په

سپورتي لوبو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .

د سل مترو په واټن د ځغاستی ځانګړي سيالي

ډېرو زياتو مشهورو لوبغاړيو په اتلانتا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د سل مترو په واټن د نارينه و د ځغاستی په سياليو کې ګډون وکړ . لکه : د بريتانيا لوبغاړي کريستي چې د اولمپيک د سپورتي لوبو په تېرې دورې کې يی په دغه سيالي کې د سرو زرو مډال تر لاس کړ . خو په وروستۍ سيالي کې کريستي د دوو ځلو لپاره له ټاکلي وخت نه مخکی د ځغاستلو له امله له سپورتي ډګر څخه وشړل شو . له دې وروسته د بولتون په نامه يو بل مشهور لوبغاړي هم له دې امله وشعرل شو . له دې وروسته د کانادا لوبغاړي پيلي د نهو ثانيو او د ثانيې په څلور اتيايمه برخه کې يی د سرو زرو مډال تر لاسه او نړيوال ريکارډ يی مات کړ . بر سيره پردی دغه سيالي له ١٩٨٠ کال نه وروسته د سلو مترو په واټن د ځغاستې لومړنی هغه سيالي وې چې امريکايی لوبغاړيو پکې هيڅ مډال تر لاسه نکړ .

موسليکه څه هم ټپی شو ، خو په سيالي يی ټينګار وکړ

موسلي د الجزاير په تاريخ کې د نارينه و د ليری واټن په ځغاسته کې ډېر غوره او مشهور لوبغاړي ګڼل کيږی . د دغه دورې د سپورتي لوبو د يو زر پنځه سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې يو لوبغاړي د بی پروايی له امله د موسلي پښه ټپی کړه . موسلي سمدلاسه له سخت خوږ سره مخامخ شو، خو هغه له سيالي څخه لاس وانه خيست او د ټينګې ارادې له لارې يی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .