<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-24 20:04:27    
چين د دوديز طب په ساحه کې له نورو هيوادونو سره نژدي همکاری کوي

cri

زيات شمير هيوادونه خپل دوديز طب کاروي . د بيلګې په توګه د چين ، هند او اروپا دوديز طب چې د اوږدې مودې لپاره له ډول ډول ناروغيو سره د وګړيو د مبارزو په ترڅ کې رامنځته شوی يوه ځانګړې او سيستماتيکه علمي تيوري او د درملنې لارې چارې دي ، د ناروغيو په مخنيوي او درملنه کې او د طبي پرمختګ لپاره يي ستر رول لوبولی دی . خو د ډول ډول لاملونو له امله دوديز طب د کمزروتيا او حتی د ورکيدو په حال کې دی .

د علمي او تخنيکي چټک پرمختګ او د ناروغيو او روغتيايي لارو چارو د پيژندنې د نوښت او بدلون له امله انسان په دې پوه شوي چې دوديز طب د هغو ناروغيو د درملنې لپاره ځانګړی او اغيزناک اثر لری چې د معاصر طب لخوا يي درملنه نشی کيداي .نو بيلا بيل هيوادونه د دوديز طب د څيړنې او کارونې لپاره زياته هڅه کوي .

د چين دوديز طب په چين کې د اوږدې مودې لپاره د پاملرنې وړ و او ښه پرمختګ يي کړی دی چې په پايله کې د نړيوال دوديز طب څخه د يوې مهمې تشکيلاتې برخې په توګه وشميرل شو . د چين د دوديز طب او درملونو د ادارې د نړيوالې همکارۍ لوي مدير شن جي شيان وويل په زياتو هيوادونو کې ځانګړی طب مروج دی ، خو د تيوری او عمل له پلوه د چين دوديز طب د نورو هيوادونو پر پرتله نسبتأ سيستماتيک دی او په بهرنيو هيوادونو کې هم په ښه توګه خپريږی .

د دوديز طب په هکله د نړيوالې همکارۍ د ټينګتيا لومړنی کار دا دی چې د چين دوديز طب او درمل د بهرنيانو لخوا ومنل شي . د تيرې پيړۍ له اوومې لسيزې راهيسې د چين حکومت په ملاتړ د چين دوديز طب او طبي بوټي ژر نړيوالو ته وروپيژندل شلو . د لومړنې شميرنې له مخې اوس په يو سل او ديرشو هيوادونو کې د چين پنځوس زره دوديز طبي ارګانونه شته چې يو سل او شل زره تنه ډاکتران پکي کار کوي .

برسيره پردې چين له نورو هيوادونو سره د خپل دوديز طب د څيړنې او د ډاکترانو د روزنې په ساحه کې نژدې همکاری کوي . د يادونې وړ خبره دا ده چې په تيرو کلونو کې له بهرنيو زده کوونکو څخه ډيره برخه د چين د دوديز طب د زده کړې لپاره هيوا ته راغلي دي . دغه راز د چين د دوديز طب لوړو ښوونځيو د نورو هيوادونو له لوړو ښوونځيو سره ډول ډول ښه همکارۍ کړې ده چې له امله يي په دغو هيوادونو کې د چين دوديز طب پوهنځي يا د دغو هيوادونو په پوهنتونونو کې د چين د دوديز طب څانګې پرانستل شويدي . د بيلګې په توګه چين له تانزانيا سره د چين د دوديز طب له لارې د ايدز ناروغۍ او له استراليا سره د وينې ناروغيو د مخنيوي او درملنې لپاره ګډه څيړنه کوي .

د روغتيا د نړيوال سازمان په اند دوديز طب د انساني تمدن ګډه شتمني او ډيره مهمه روغتيايي سرچينه ده . نو د روغتيا نړيوال سازمان د دوديز طب د پرمختګ لپاره کوشش کوي . ددغه سازمان يوې مشرې ميرمن ماليبونا ماسوسو وويل د نړيوال دوديز طب په پرمختيايي ستراتيژۍ کې چې په دوه زره دريم کال کې د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا وړاندي شوې ، د سازمان له غړيو هيوادونو څخه غوښتنه شوې چې د خپل هيواد د دوديز طب د پياوړتياپه هکله دولتي تګلاره طرح کړي . دغه راز په ياده شوې ستراتيژۍ کې هيله څرګنده شوې چې بيلا بيل هيوادونه د خپل هيواد له مشخصاتو سره سم دوديز طب په دولتي طبي سيستم کې شامل کړي .

چين د دويز طب په اړه بشپړ قوانين او اداري لارې چارې ټاکلي دي او له هغو کم شمير هيوادونو څخه شميرل کيږی چې د دوديز طب پرمختګ يي په دولتي طبي سيستم کې شامل کړی دی . نو په دې ساحه کې د چين برياليتوبونه د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا ستايل شوي او نورو هيوادونو ته ورپيژندل شويدي چې له امله يي د زياتو هيوادونو لخوا څيړنيزې ډلې هم د تجربو د زده کړې لپاره چين ته ليږل شويدي .

د چين د دوديز طب او درمل د ادارې مشر لي دا نين وويل چين د نړيوال روغتيايي سازمان د غړي هيواد په توګه دا دنده او توان لری چې د سازمان تر لارښوونې لاندي د دوديز طب د پرمختګ او کارونې لپاره زياته هڅه وکړی او له نورو هيوادونو سره په ګډه له خپلو برياليتوبونو او تجربو څخه ګټه واخلي په تيره بيا هغه مشخصې لارې چارې چې له مخې يي د هيواد له حالت سره سم دوديز طب په دولتي طبي سيستم کې شامل کړی دی ، د نورو هيوادونو د کارولو لپاره برابرې کړي .