<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-24 20:22:10    
چين په بهرنيو هيوادونو کې د استعداد لرونکو چينايانو د راجلبولو لپاره هڅی کوي

cri

چين په بهرنيو هيوادونو کې له پوهنتونونو څخه د فارع شويو استعداد لرونکو چينايانو د راجبلبولو لپاره يو پلان جوړ کړی او په چين کې د دغو کسانو د کارونو لپاره د ښه چاپيريال برابرولو په موخه کوشش کوي . د چين د کار ګمارنې وزارت يو چارواکي وويل په راتلونکيو څو کلونو کې به چين بير ته خپل وطن ته د هغو کسانو راتګ لپاره زيات تدبيرونه ونيسي چې د بهرنيو هيوادونو له پوهنتونونو څخه فارع شوي . تر ٢٠١٠ کال پوری به په چين کې د بهرنيو هيوادونو له پوهنتونونو څخه د فارغيدونکو کسانو شمير نور ١٥٠ زره يا تر دوه سوه زره تنه زيات شي .

تر ٢٠٠٥ کال پوری د بهرنيو هيوادونو په پوهنتونونو يا ښوونځيو کې د چينی زده کوونکو شمير ٩٣٣ زره تنو ته رسيدلی ، خو يوازی ٢٣٣ تنه له پوهنتونونو څخه له فارغيدو وروسته بير ته خپل وطن ته راستانه شوی . د چين د کارګمارنې وزارت د تخصصی کارکوونکو د اداری مشر وويل چين د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ او له بهرنيو هيوادونو سره د تګ راتګ د ټينګتيا سره په چين کې زياتو استعداد لرونکو کسانو ته ډيره اړتيا لری . په دې حال کې د بهرنيو هيوادونو له پوهنتونونو څخه د فارغ شويو کسانو د راجلبولو چاری ډيرې اړينې دی . هغه وويل د بهرنيو هيوادونو له پوهنتونونو څخه فارع شوی کسان زيات تفوق لری چې په نړيوالو اصولو ښه پوهيږي ، نړيواله لوړ پوړی تکنالوژی کارولی شي ، پراخې نظريه لری او څو اړخيزې ښوونې او تعليم هم منلی دی . د نړيوال کيدو او د نړيوالو سياليو لپاره چين د بهرنيو

هيوادونو له پوهنتونونو څخه د فارغ شويو کسانو د راجلبولو په هکله تدبيرونه او پلان جوړ کړی او په دې چارو کې يې د نورو هيوادونو له تجربو څخه هم ګټې اخيستی دی .

وو شياو دونګ چې د امريکا له ستانفورد له پوهنتون څخه د ډکترۍ درجه تر لاسه کړی او د امريکا په سيليکون والی کې (silicon valley) کې يې د لسو کلونو لپاره کار کړی ، په ٢٠٠١ کال کې بير ته بيجينګ ته راستون شو . له څو کلونو راهيسی هغه په ګرځنده سوداګرۍ کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دی . هغه په دې هکله وويل د چين د اقتصاد پرمختيا د بهرنيو هيوادونو له پوهنتونونو څخه د فارغ شويو کسانو لپاره د پرمختګ ښه چاپيريال او فرصتونه برابر کړی دی ، نو زيات شمير دغه کسان هوډ لری چې په خپل وطن کې کار وکړي . هغه هيله لری چې د ده په شان نور کسان هم چين ته خدمتونه وکړي او خپل ارزښت څرګند کړي .

په وروستيو کلونو کې د چين حکومت په بهرنيو هيوادونو کې د چينی استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو لپاره زيات کارونه تر سره کړي دي . د چين د کارګمارنې او ښوونی وزارتونو په ګډون زيات شمير څانګو په دې هکله ځانګړی پيسی لګولی ، زياتو يونټونو هم د دغو کسانو د راغونډولو لپاره پلان جوړ کړی دی .

د چين حکومت به په بهرنيو هيوادونو کې د چينی لوړ پوړيو استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو لپاره ښه شرطونه برابر کړي ، بيلا بيل کارونه به دغو کسانو ته ورخلاص کړي ، دغو کسانو ته د خدمتونو سيستم او د دوی د کارونو ميکانيزم جوړ کړي او د دوی د ژوند او کورنيو غړيو لپاره انسانتياوی برابر کړي .