<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-24 20:13:16    
د مور سيندد ساتنې داوطلبان

cri

د چين د ژيړ سيند او يانځي سيند چې اوږدوالي يي په چين کې تر ټولو نه اوږد دي ، د چيني ملت نښه ګڼل کيږي او د چين د مورد سيندونو په نوم ياديږي ٠ د زرګونو کلونو راهيسي دغه دوه سيندونه د چين له پراخو خاورو څخه تيريږي او د چين وګړو ته يي ګټې رسولي او رسوي يي ٠ خو په دي وروستيو کلونو کې د دغو سيندونو د اوږدو په دواړو غاړو سيمو کې د اقتصادي پرمختګ له پاره زياتې فابريکې جوړي شوي او په همدي وخت کې يي د چاپيريال د ککړتيا سبب شوي دي ٠ د ١٩٩٩ کال راهيسي په چېن کې د مور سيندونود ساتنې فعاليت رامنځته شوي او په دي بهير کې زر ګونه مليونه ځوانو داوطلبانو د سيندونو د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په فعاليتونو کې ګډون کړي او کوي يي ، وړم کال د چين دغه فعاليت د ملګرو ملتو د لومړي دورې د مځکني کرې د ساتنې جايزه ګڼل کيږي ٠

د مور سيند د ساتنې فعاليت د چين د کمونستي ځوانانود ډلې د مرکزي کميټې او د چين د دولت د چاپيريال د ساتنې ادارې له خوا په ګډه سره رامنځته شوي عامه عمليات دي چې موخه يي د چين د ژيړ سيند ، يانځي سيند او د نورو سيندونو په اوږدو کې د سيمو د ايکولوژيکي چاپيريال ساتل دي ٠ د نوموړي ډلې مشر ښاغلي حه جون که وويل چې د اوو کلونو راهيسي په دغه فعاليت کې څه د پاسه دري سوه ديرش مليونه داوطلب ځوانان راغونډ شوي او د هيواد له کورنيو او بهرنيو ځايونو څخه څه د پاسه دري سوه اتيا مليونه ژن مين بي يوانه

بسپنه تر لاسه شوي چې د چين د لويو سيندونو په اوږدو کې د ځنګونو د جوړولو څه د پاسه دوه زره پروژې بشپړې شوې او د ځنګلونو عمومي مساحت يي دوه لکو يو اتيا زره هکتاره ځمکو ته رسيدلي دي چې له امله يي د ډيرو لويو سيندونو په ايکولوژيکي چاپيريال کې ډير ښه اغيزمن ښه والي رامنځته شوي دي ٠

د اوو کلونو راهيسي ډيرو ځوانو داوطلبانو په دغه فعاليت کې ګډون کړي دي ٠ اته ويشت کلنه ميرمن ما سيو پينګ هم يوه له دوي څخه ده ٠ هغې د چين د شمال لويديځ د چنګ هاي ولايت د دا تونګ په ولسوالي کې اوسيږي چې دغه ځاي د ژيړ سيند په پاسنۍ برخه کې پروت دي ٠ له دي امله چې په دي وروستيو کلونو کې په دي ولسوالي کې ډيرې فابريکي جوړي شوي او زياتې اضافي ککړې شوي اوبو بهر ته ايستل شوي ، نو د ژيړ سيند د فرعې سيند په توګه د بي چوان په نامه په سيند کې د اوبو پر کيفيت سخته بده اغيزه شوېده ٠ د دغه ولسوالي د چاپيريال دڅارنې ادارې د کارکوونکي په توګه ميرمن ما سيو پينګ له نورو کارکوونکو سره هره ورځ د اوبو د کيفيت څارنه کوي ، که چيري کومې فابريکې چاپيريال ته ککړتيا رسولي وي ، دوي د هغه حالت د مخنيوي له پاره فابريکې ته ورځي او د اړوندو مقرراتو له مخې به ور ته سزا ورکړي ٠ ميرمن ما سيو پينګ وويل چې د ژيړ سيند ساتنه نه يوازي زمونږ د ټاټوبي د ساتنې له پاره بلکې زمونږ د ګډې ځمکنۍ کرې ساتنه هم ده ٠ زمونږ د مور سيند ساتنه يعنې زمونږ د مځکنې کرې ساتنه ده ٠

د مغولي قوم د خپلواکې سيمې د دن کو ولسوالي د ژيړ سيند په منځني برخه کې پرته ده ٠ په دي سيمه کې د ژيړ سيند د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې يوه داوطلبانه ډله ډيره فعاله ښکاري ٠ په دي ځاي کې د مځکې د صحرايي کيدو حالت ډير سخت دي ، نو هر کال ژيړ سيند ته داخل شوي شګې نژدي اويا مليونو ټنو ته رسيږي چې له امله يي د ژيړ سيند بستر اوچت شوي او د ځايي وګړو ژوند ته يي سخت ګواښ رامنځته کړي ٠ نو د شګو د اداره کول او د ونو کيښودل د دغه سيند د ساتنې په هکله د داوطلبانو له پاره يوه مهمه دنده ګڼل کيږي ٠ د ځوانو داوطلبانو په ډله کې ديرش کلن ښاغلي ګاو يونګ مشر دي ٠ د هغه تر مشرۍ لاندې ځوانو داوطلبانو د مور سيند د ساتنې څارونکي مرکز جوړ کړي او کال په کال د سيند د اوبو د کيفيت او د شګې د اندازې څارنه کوي ٠ دغه راز هر کال دوي د ډول ډول واښو او ونو په کيښودلو سره د صحرا د شنه کولو له پاره بوخت دي ٠ هغه وويل چې زمونږ داوطلبانو ځکه صحرا او شاړه مځکه په اجاره اخيستي چې له يوې خوا د ځايي ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه کوو او له بلې خوا د نباتاتو د کرلو له لارې اقتصادي ګټې اخلو ٠ د مور سيند د ساتنې مهم ټکي د شګو مخنيوي کول دي چې ژيړ سيند ته پراخ نه شي ٠