<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-26 18:32:14    
د ګيدړو روزونکی ځوان

cri

لي ون جيون شپږ کاله دمخه د شمالي چين د دا ليان ښار د ساينس او مهندسی پوهنتون د غيرمعقولو اموالو له څانګې څخه فارغ شو او په پوهنتون کې يي د زده کړې په فارغ وخت کې کله نا کله فکر کاوه چې په څه ډول پيسې وګټی . له فراغت نه دمخه لي ون جيون د پور په اخيستلو سره د کمپيوترونو يو بار پرانست او د يو کال کوشش له برکته يي څلويښت زره يوانه ګټه لاس ته راوړ چې د پنځه زر امريکايي ډالرو سره برابر دی . کله چې په دوه زريم کال کې د کمپيوترونو بارونه په دا ليان ښار کې ډير زيات شوي دي ، لي ون جيون خپل بار وتاړه او په کور کې پاتی شو . په دې وخت کې هغه نه غوښتل چې کار وکړي . اتفاقا دده د پلار يو ملګری چې د ګيدړو خواړو په پلور لګيا دی ، پلار يي له خپل زوي څخه غوښتنه وکړه چې د ګيدړو خواړو په پلورلو لاس پوري کړي څو چې د پلورنې له ستونزو او مشکلاتو څخه د ژوند تجربې تر لاسه کړي .

لي ون جيون يوازې د يو کال کوشش له برکته د ګيدړو خواړو پلورنې بازار پرانست او يو لک يوانه ګټه يي لاس ته راوړه . په دې وخت کې هغه د ګيدړو روزلو نيت پورته کړ ځکه چې د خواړو پلورنې د يو کال په لنډه موده کې يي د ګيدړو روزلو په هکله مفصلې څيړنې ترسره کړې . په همدې وخت کې دده همصنف ليان دا پن هم له دې چارې سره علاقه درلوده ، نو د دوه زر دوهم کال د پسرلي په موسم کې دوي دواړو په جلا جلا توګه شپږ لکه يوانه واچول او اوه سوه ګيدړې يي وروزلې .

دا ليان ښار د ګيدړو روزلو اډه ده ، خو روزونکي يي متمرکز نه دي . دوي د ګيدړو

خامه څرمنونه په جلا جلا توګه پلوري او د څرمنونو د بيې په هکله يي هيڅ معلومات نه درلودل . د دوه زره دريم کال په دوبي کې لي ون جيون چې يوازي د يو کال لپاره د ګيدړو روزلو په چارو بوخت و ، د روزونکو ټولنې د جوړولو پريکړه وکړه او په نغدي پيسو يي د ګيدړو ډير خامه څرمنونه واخيستل ، خو متاسفانه له بازاري اصولو سره د کمې پيژندنې له امله پنځه لکه يوانه زيانونه رامنځته شول چې په پايله کي يي له بانک څخه د پور اخيستلو او روزل شويو ګيدړو د پلورلوله لارې د ملګرې پانګه ادا کړيده . برسيره پردې د بيچارګۍ له امله د واده لپاره جوړ شوی نوی کور هم وپلورل شو . ورپسې لي ون جيون د راغونډ شويو پيسو او د خپلې ښځې د همکارۍ له لارې څلور زره ګيدړې وروزلې او د دوه زره څلورم کال د اګيست تر مياشتې پورې دده د رزولو پيمانه پراخه شوه او لي ون جيون هم په فيلند کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ چې په نتيجه کې يي د ګيدړو روزلو په ساحه کې بالکل نوې تجربې لاس ته راوړي دي.

په چين کې د ګيدړو خواړه جوار او لوبيا دي . خو لي ون جيون حتی ګيدړو ته د چرګو ښوروا او کبان ورکوي . نور روزونکي ډيرحيران شول ، خو پاخه شوي څرمنونه يي د نورو روزونکو لخوا د پخو شويو څرمنونو په پرتله ډير ښکلي دي . دغه راز لي ون جيون د بدجنس ګيدړو پر ځاي غوره جنس ګيدړې روزي . نن ورځ دده لخوا روزل شوي ګيدړې نه يوازی د شميرنې له مخې بلکې د پخو شويو څرمنونو له لحاظه په چين کې شهرت لری او زيات اخيستونکي راجلبوي . اوس د لي ون جيون په فارم کې هر کال څلور زره ګيدړې روزل کيږي او کلنی ارزښت يي درې مليونه يوانو ته رسيږي .