<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-26 18:39:55    
له چينی ژبې سره د يوه هندي ځوان مينه

cri

ګرانو اورېدونکو! همدااوسه مو د همټولګيو په نامه يوه چينی سندره واورېدله. له اټکل څخه وتلی خبره خو دا ده چې ويونکی يې يو هندي ځوان چې نوم يې سارفروش دی. نن ورځ د سارفروش په شان ډېر هنديان د چينی ژبې په زده کړې بوخت دي چې د دغې ژبې په وسيله چين په ښه توګه وپېژني او د چين او هند ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره خدمتونه تر سره کړي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغه هندي ځوان په اړه څه معلومات درکړم.

سارفروش د هند د نيحرو پوهنتون د چينی ژبې څانګې د دريم ټولګی زده کوونکی دی. ده خبريال ته وويل

---اواز ١---زما همټولګی له چيني سندرو سره ډېره مينه لري . که څه هم ځينو يي په لومړيو وختونو کې چينی سندره نه شواي ويلی،خو له اورېدلو څخه يي هم خوند اخستی شو ځکه چې د خپلې ژبې تر اغيزو لاندي د چيني ژبې سم تلفظ نشواي کولی ، خو د زياتو کوششونو له برکته مو ورو ورو په سم تلفظ چيني سندرې ويلی شو . زما لومړي چيني سندره د لومړني ټولګی په موده کې د چينايانو د پسرلني جشن د لمانځنې په غونډه کې زده وه . د چيني ژبې د تخصص ټاکنې په مهال کې سارفروش وويل د چين او هند ترمنځ د راکړي ورکړي او همکارۍ له زياتوالي سره سم زياتيدونکي چيني تصدۍ په هند کې پانګونې اچوي او اچلي يي دي . د چيني ژبې ښه کارونه په راتلونکي وخت کې د کار پيدا کولو لپاره ډيره ګټوره ده . ده وويل يوه

ژبه ددې ژبې ويونکي د دولتي ځواک د غښتليتوب له لارې مروج کيږي . په وروستيو څو کلونو کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی چې په له امله يي د چيني ژبې د ترويج لپاره ستر رول لوبولی دی . د زياترو هنديانو لپاره چين يو مرموز هيواد دی او زمونږ لپاره چين د خپلې هيلې د پلي کولو ځای ګڼل کيږي . د نيهرو پوهنتون د چيني ژبې د څانګې پروفيسر مانيک بتچاريا چې له چيني ژبې سره پوره اشنا لری ، وويل

--- أواز٢--- د چيني ژبې د زده کړې په موده کې مې مينه لاس ته راوړه ځکه چې ميرمن می د نيهرو پوهنتون د چيني ژبې په څانګه کې زما همټولګې وه او له شلو کلونو راهيسې موږ تل د چيني ژبې په ښوونې لاس پوري کوو .

مانيک وويل زما د کورنۍ ټول غړي له چين سره مينه لری او هندي زده کوونکو ته د چيني ژبې او د چين په هکله د معلوماتو ورکول زما دنده ده . ده زياته کړه ( أواز ) اوس د چين له کلتور سره د هندي ځوانانو بلدتيا کمه ده او د چيني ژبې د زده کړې له لارې به ددوي أشنا پياوړی شي .

د پروفيسر مانيک په اند چين او هند لرغوني کلتوري دودونه لری او د خپل منځي کلتوري تبادلې په ترڅ کې بايد نوې تازګۍ ولګول شي چې په پايله کې به د دوديزې دوستۍ د ساتلو پر بنسټ دغه تبادله نوره هم ژوره شي . پروفيسر مانيک وويل

--- أواز٣--- د شلو کلونو د څيړنو په موده کې مې د چين په هکله زيات معلومات ترلاسه کړيدي . زما په نظر کلتوري دودونه کله نا کله د ټولنيزې ترقۍ د محدوديت لامل دی ، نو موږ بايدد کلتوري دودونو د ساتلو پر بنسټ نوې هڅې وکړو . چين او

هند د دري زره کلونو لرغوني تاريخ لری او فعال او ګټور کلتوري دودونه بايد ومنل شي او منفی محتويات دی ليري شي .

د يادونې وړ خبره داده چې د پروفيسر مانيک زوي ماهيش هم د چين له کلتور سره ډيره مينه لری او په دې وياړی چې پلار او مور يي د چيني ژبې په ښوونې لګيا دي . هغه هيله من دی چې چيني ژبه په ښه توګه وکاروي او چين ته سفر وکړي .