<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-26 18:07:30    
دافغانستان د مشرانو جرګې مشر وايي چين زموږ ډير ښه ګاونډې هيواد دی:

cri

د چين د نړيوالې راډيو محترمو اوريدونکو زه خوشحال تايب مو په سلامونو او نيکو هيلو ستايم،هيله ده چې د ژمي په دې سړو شپو ورځو کې د مينې څخه ډک او تود ژوند ولری،په همدې هيله راځو د نننۍ برخې وړاندې کولو ته،درنو اوريدونکو په تيره اونۍ کې مې د افغانستان د يو تن جهادي شخصيت،پخواني ولسمشر او د افغانستان په ملي شورا کې د مشرانو د جرګې له مشر پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي سره چې د يو پلاوي په مشرۍ چين ته راغلی د مرکې ځينې برخې در واورولې،او ژمنه مې درسره کړې وه چې د مرکې پاتې برخې به پدې اونۍ کې در واوروم، که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شۍ نو د ښاغلي مجددي پاتې خبرې به هم واوری،

قدرمنو اوريدونکو لکه څنګه مې چې په تير پروګرام کې درته ويلي وو ښاغلی مجددي د افغانستان د مشرانو جرګې د ځينو غړو سره يو ځاي د روان زيږيز کال د جنورۍ په اوولسمه نيټه لمړی د چين د شينجيانګ خپلواکې سيمې مرکز ارومچي او له هغه ځای څخه بيا د جنوري په اتلسمه نيټه بيجينګ ته راورسيد،چې دلته په بيجينګ کې يې د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمې کميټې له مشر وو بانګو او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې له رئيس جياچينګ لين سره په جلا جلا توګه خبرې اتر وکړې، دواړو چيني مشرانو له ښاغلي مجددي سره د خپلو خبرو اترو په ترڅ کې وويل چې چين له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري، او تل د افغانستان د بيارغونې پلوي کوي،چين تل د افغانستان ښه ګاونډی،دوست او همکار هيواد دی،د افغانستان ثبات او پرمختګ د چيني خلکو او ټولنې هيله ده.

ښاغلي جيا چينګ لين له ښاغلي مجددي سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چين د تايوان،بشري چارو او د ترهګرۍ پر ضد د مسئلو په اړه د افغانستان له دريځ او مرستو څخه مننه کوي،چين تل د افغانستان د ملي حاکميت،خپلواکۍ او د خاورو د بشپړتيا درناوی کوي،ښاغلي مجددي وويل چين د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان يو ښه او همکار ګاونډی پاتې شوی دی،او تل يې هڅه کړې چې د افغانستان له حکومتونو او خلکو سره خپلې اړيکې نږدې او دوستانه وساتي،دی زياتوي:

غږ ترک ٦ ثانيه ٢٩

چين دې ته ډير زير دی چې د افغانستان د بيارغونې په پروژو کې مرستې وکړي او زموږ سره يې دا شان مرستې کړي هم دي،چې تر اوسه ددوي له خوا ډيرې پروژې بشپړې او سر ته رسيدلي دي،نو دا چې يو هيواد له خپل ګاونډي سره د ګاونډيتوب او انسانيت حق پر ځاي کړي نو طبيعي خبره چې اړيکې يې لا سره نږدې کيږي.

له ښاغلي مجددي څخه مو وپوښتل چې د چين د نړيوالې راډيو د اوريدونکو لپاره يې ځانګړی پيغام څه دی،نو په ځواب کې يې وويل چې دا مهال د نړۍ په زياتره برخو کې زور زياتی روان دی په اکثرو سيمو کې د بې ګناه خلکو وينې توئيږې ،نور نو نړۍ بايد له دا شان کارونه څخه لاس واخلي،او ټول دې ته پام وکړي چې ټول انسانان تر خپل منځ په صميمت کې سره ژوند وکړو،ښاغلی مجددي وايي اوس بشري نړۍ له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخامخ ده،چې ددې ټولو ناخوالو لاملونه داسې ښيي :

غږ ترک ٧ ثانيه

زياتره دغه اختلافونه،تباهي او وينې تويدنې بشري نړۍ ته د ځان غوښتنې ،دنيا دوستي او قدرت طلبۍ څخه رامنځ ته کيږي،که نړيوال خپل توپيرونه او اختلافونه سره ليرې کړي،ټول په ډيره ارامۍ او سوله سره ژوند کولی شي،له ټولې نړۍ او خلکو څخه مې داهيله او غوښتنه ده چې د دوستۍ،سولې او صميميت په فضا کې سره ژوند وکړي، خپل منځي اختلافونه په خبرو اترو او مفاهمې سره حل او فصل کړي، دا زموږ يواځنی هيله او أرزو ده.

دغه راز ښاغلي مجددي د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې په ځانګړي کتاب کې هم داسې يو ليکنه وکړه:

** بسم الله الرحمن الرحيم **

چين په رښتيا سره يو ستر اوله شان څخه ډک هيواد دی،نه يواځې د چين لوی ديوال ډير ستر او د نړی له عجايبو څخه شمير کيږې بلکې د چين زياتره پروژې او کارونه هم ستر دي،هيله مند يم چې د نړۍ دا ستر هيواد زموږ له ګران هيواد افغانستان سره چې ښې او نږدي اړيکې لري، د زياترو پروژو په کارونو کې پوره ونډه واخلي.

درنو اوريدونکو ښاغلی مجددي له بيجينګ وروسته د هاي نان ،سان یه ولايتونو او د شانګهای ښار ته هم سفرونه درلودل چې له سيمه ايزو چارواکو سره پر خبرو اترو سربيره يې د زياتو تاريخي ځاويونو څخه ليدنې کتنې هم وکړې،

محترمو اوريدونکو د بهرنيان په چين کې پروګرام د نن ورځې وخت پاي ته په رسيدو کې دی نو زه هم ستاسو له درانه حضور څخه اجازه غواړم تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.پاک رب مو مل شه .