<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-27 19:58:18    
چين به په کليوالو سيمو کې د روغتيايی چارو د أبادۍ لپاره ديرش مليونه يوانه ولګوي

cri

د چين د روغتيايی چارو وزير ګاو چيانګ په وروستيو ورځو کې وويل چې د نوی چين له جوړيدو راهيسی به په کليوالو سيمو کې د روغتيا تر ټولو لوی پلان په رسمی توګه پلی شی چې پانګه به يی ٢١ مليارډ او ٦٨٠ مليون يوانو ته ورسيږي .د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د نويو کليو د أبادۍ لپاره د يو مهم پلان په توګه به د روغتيايی پلان د پلی کولو لپاره د مرکزی او سيمه ايزو حکومتونو له خواعمومی پانګه له ديرش مليارډ يوانو څخه زياته شی .

نوموړی په ٢٠٠٧ کال کې د روغتايی چارو په ملی غونډه کې وويل د روغتيايی چارو د اصلاحاتو په بهير کې د ستونزو په مقابل کې چين د عامې روغتيا،په کليوالو سيمو کې د روغتيا او د استوګنې په سيمو کې د روغتيا أبادي پياوړی کړې ،په جدی توګه طبی روغتيايی چارې اداره کړي او د چين د روغتيايی چارو يوه ځانګړې لاره راوګوري.

د چين حکومت د هېواد د ناروغيو د مخنيوي او کنترول او طبی درملنې د سيستمونو جوړولو لپاره ٢٦ مليارډ او ٩ مليون يوانه لګولی چې له امله يی په ښارونو او علاقه داريو کې د روغتيايی چارو شرايط ښه شوی او هم خدمتی سويه يی لوړه شوې او د ښارونو د نوی ډول خدمتی سيستم ګام په ګام جوړ شوی دی .

په همدی وخت کې په کليوالو سيمو کې د همکارۍ د نوی ډول طبی نظام کارونه چټک شوي دي .د تېر کال تر سپتمبر پوری د هېواد په ١٤٣٣ ولسواليو کې د

د کليوالې همکارۍ د نوی ډول طبی نظام ازمويښتي کارونه پيل شوي چې دغه شمير د هېواد د ولسواليو عمومی شمير په سلو کې ٥١اعشاريه ١ نيولی دی .٤٠٦ مليونه بزګرانو په دغه نظام کې ګډون کړی چې شمير يی د بزګرانو د عمومی شمير په سلو کې ٤٥ اعشاريه ٨ برخه نيولې ده .د تير کال له جنوری څخه تر سپتمبر پوری ١٤٠ مليونه بزګرانو له دغه نظام څخه ګټه اخيستې ده .

ښاغلی ګاو وويل دغه نظام په ښه توګه غوره شوی چې له مخې يې د روغتيايی چارو خدمتی سويه لوړه شوې او په دغه برخه کې د بزګرانو دنده کمه شوې او د ناروغيو له امله د رامنځته شويو بی وزليو کسانو شمير هم کم شوی دی . له ناڅاپي روغتيايی پيښو سره د مقابلې لپاره بيړنی سيستم په پر له پسی توګه بشپړ شوی او په دغه برخه کې د اړوندو مسئلو د حل توان لوړ شوی دی .د هېواد د ساری ناروغيو او ناڅاپي روغتيايی پيښو د حل لپاره معلوماتی شبکه ښه شوې چې له مخی يې په سلو کې له ٥٣ څخه د زياتو ولسواليو طبی موسسې او په سلو کې له ٧٠ څخه د زياتو علاقه داريو طبی سازمانونه کولی شی چې د روغتيايی چارو د اړوندو پيښو معلومات د دغې شبکې له لاری وړاندی کړي .

د معلوماتو له مخې د چين د روغتيا وزارت د دغه نظام د چټکولو لپاره کوشش کوي چې په سلو کې ٨٠ ولسوالی ورڅخه ګټه واخلي او په همدی وخت کې به د طبی لګښتونو د اړوندې لايحې جوړولو او تنظيمولو لپاره بيلا بيلو ځايونو ته لارښوونه وکړي او په کليوالو سيمو کې له طبی مرستندويه نظام سره د دغه نظام د يو ځای کيدو لپاره هڅه وکړي چې بی وزلي بزګران ورڅخه ګټه واخلي .