<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-27 19:55:42    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

د شانګهای د همکارۍ سازمان د قزاقستان، چين، قرغيزستان، روسيې، تاجکستان او ازبکستان په شمول له شپږو هېوادونو څخه د ٢٠٠١ کال د جون په پنځلسمه نېټه د چين د شانګهای په ښار کې جوړ شو. دغه سازمان د حکومتونو ترمنځ يو دايمی بين المللی سازمان دی چې پخوا يی د شانګهای د پنځو هېوادونو ميکاونيزم و. د مختلفو خواوو په کوښښونو سره د شانګهای د پنځو هېوادونو ميکانيزم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي چې د چين او نورو څلورو هېوادونو ترمنځ د پولو په هکله يی د پاتی شويو تاريخی مسئلو د حل و فصل بهير پرمخ بيولی او د ټولې سيمې د سولې او ارامتيا لپاره يی خدمتونه تر سره کړې دي. د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو له لارې له ترهګرۍ، بيلتون غوښتنې او تندلارې سره سخته مبارزه شوې او د مختلفو هېوادونو او سيمو د امنيت او ثبات لپاره ګټور دی. برسيره پر دې، دغه سازمان په پر له پسی توګه په نړيوالو چارو کې د مختلفو غړيو هېوادونو ترمنځ همغږ پياوړی کوی او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره يو مهم سيمه ايز ځواک ګرځېدلی دی.

د دغه سازمان موخه: د مختلفو غړيو هېوادونو ترمنځ متقابل باور او دوستۍ پياوړی کول، د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ، پوهنې او تکنولوژۍ، کلتور، ښوونې، انرژۍ، ترانسپورت، سيلانۍ او د چاپيريال ساتلو په زياتو ساحو کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکاری د نژدی کولو د هڅو کول، په ګډه سره د

سيمه ايزې سولې، امنيت او ثبات د ټينګيدو لپاره کوښښ وکړی او د بين المللی سياست او اقتصاد په باره کې د يوه ديموکراتيک، عادلانه او معقول نوی نظام د جوړېدو لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي.

د دغه سازمان تر ټولو لوړ پوړی ارګان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا ده. دغه شورا هر کال يوه غونډه جوړوی چې د دغه سازمان د ټولو لويو او مهمو مسئلو د حل لپاره پرېکړې وکړي. د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو سرمشريزه غونډه هر کال يو ځل جوړيږی او په عمده توګه د دغه سازمان په چوکاټ کې د څو اړخيزې همکارۍ د ستراتيژۍ څېړنه، د اقتصادی همکارۍ په برخه کې اصول او بيړنۍ مسئلې حل او د دغه سازمان کلنۍ بوديجه منظوروی. پر سرمشزيرې غونډې سره بيره په ټاکلی موده کې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو، اقتصاد، ترانسپورت، کلتور، ملی دفاع، د امنيت ساتلو، څارنې او ملکی چارو د اړوندو چارواکيو ترمنځ هم خبرې اترې پکې کيږی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان دوه دايمی ارګانونه لری چې په جلا جلا توګه سکرتريت ( په بېجينګ) او د ترهګرۍ پر ضد سيمه ايز ارګان( په تاشکند) دي.د دغو دوو ارګانونو د اجرائيوی کمېټې مشران د مشرانو شورا له خوا ټاکل کيږی او د ماموريت موده يی دری کاله ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو عمومی پراخوالی ديرش مليونه يو لکه او اته سوه او دری نوی زره مربع کيلومتره دی چې د اروپا او اسيا د لويې وچې پراخوالی دری په پنځمه برخه جوړوی او نفوس يی يو مليارډ څلور سوه پنځه پنځوس مليونه دی چې د نړۍ د نفوس يو په څلورمه برخه يی نيولې ده.

د ٢٠٠٦ کال د جنورۍ په پنځمه نېټه سرمنشی جانګ ده ګوانګ په چين کې د افغانستان له نوی لوی سفير سره وکتل او دواړو خواوو د دغه نړيوال سازمان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ ګروپ په چوکاټ کې د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا په شمول د يو لړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه. د روان کال د جون په پنځلسمه نېټه د دغه سازمان سږنی سرمشريزه غونډه به د شانګهای په ښار کې تره سره شی او د دغه سازمان په بلنه به د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پکې ګډون وکړی.