<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-28 17:49:49    
د شينګجيانګ جهيلونو ته کتنه

cri

وړم کال د چين د هغو کارپوهانو د نظر غوښتنې سره سم چې د چين د ملي جغرافيا مجلې لخوا تر سره شوي ، د چين له شپاړسو جهيلونو څخه پنځه ښکلي جهيلونه وټاکل شول چې لومړنی درې جهيلونه يي د شمال لويديځ چين د چينهای ، د شينګجيانګ د کاناس او د تبت د ناموڅو جهيلونه دي . خو له انتخاب شويو شپاړسو جهيلونو څخه دوولس د چين په لويديځه سيمه کې پراته دي او د هيواد ډير مشهور درې جهيلونه حتی له شپاړسو منتخبو جهيلونو څخه هم بې برخه دي . په تيره بيا د جنوبي چين د هان جو شي هو جهيل چې په دنيا کې د جنت په نامه شهرت لری ، يوازې له يادو شويو پنځو ښکليو جهيلونو څخه وروستی مقام نيسي . د ښکليو جهيلونو د ټاکنې کلی ددوي د طبيعي او همغږ ښکلا ده .

حقيقت دا دی چې په چين کې د جهيلونو لږ دی او د جهيلونو پراخوالی يي هم کم دی . نيمه پيړۍ دمخه په چين کې دوه زره اته سوه داسي جهيلونه وو چې پراخوالی يي له يو کيلومترو څخه اوښتی و چې عمومي پراخوالي يي اتيا زره کيلومترو ته رسيدلی و او دغه پراخوالی يوازی د خزر سمندرګۍ له يو پر څلورمې برخې سره برابر و . خو له نيمې پيړۍ راهيسې په چين کې هر کال شل طبيعي جهيلونه له منځه وړل شويدي په بله ژبه تر اوسه يو پر دريمه برخه طبيعي جهيلونه له لاسه ورکړل شويدي .

پوښتنه دا ده چې ولی په شينګجيانګ کې جهيلونه ډير دي ؟ لامل يي دا دی چې په شينګجيانګ کې د ځمکې کاسې ډيرې دي او په سلو کې څلويښت برخه پراخوالی غرنی سيمې دي چې دغه جغرافيايي بڼه په دې سيمه کې د زياتو جهيلونو د رامنځته کيدو لامل دی . د بيلګې په توګه د تاليمو کاسه پنځه لکه ديرش زره کيلومتره پراخوالی لری .

نيمه پيړۍ دمخه په شينګجيانګ کې يو سل نهه ديرش داسي جهيلونه موجود وو چې پراخوالی يي له يو کيلومترو څخه او عمومی پراخوالی يي له نهه زره اوه سوه کيلومترو څخه اوښتی دی . په بل عبارت دغه شمير د چين د جهيلونو د مجموعی شمير يو پر شلمه برخه وه تر اوسه پورې نژدې د پنځه زره کيلومترو په پراخوالي جهيلونه له منځه وړل شوي ، ددې تر څنګ د دوه زره کيلومترو په پراخوالي څلور سوه اتيا د اوبو کاسې جوړې شويدي چې تر يوې اندازې پورې يي د له منځه وړل شويو جهيلونو لپاره جبران شويدی . خو يو شمير مشهور جهيلونه يي د تل لپاره له منځه وړل شويدي .

په شينګجيانګ کې د جهيلونو د رامنځته کيدو اوه لاملونه شته ، د بيلګې په توګه د ځمکې پوستکې لويدنه ، د يخو سيندونو اوبو حل او د اورغورځونکو غرونو چاودنه او داسي نور .

د اوبو کيفيت د بيلوالي له امله جهيلونه په دوو ډولونو ويشل کيږي چې يو يي د خوږو اوبو او بل يي د مالګينو اوبو جهيلونه دي . په شينګجيانګ کې د بوستن ، کاناس او تيان چې جهيلونه د خوږو اوبو جهيلونه دي . خو په شينګجيانګ کې زياتره جهيلونه د مالګينواوبو جهيلونه دي

نن ورځ په شينګجيانګ کې ښکلي جهيلونه ورځ په ورځ زيات سيلانيان راجلبوي . د تيان چي جهيل چې په چيني ژبه تيان چې د اسماني جهيل مانا لری ، د چين له لسو ښکليو جهيلونو څخه شميرل کيږي او د روايت له مخې أسماني ملکه پکي اوسيده .

د کاناس جهيل د چيني ألپ په نامه او د بوستن جهيل د چيني هاواي په نامه شهرت لری چې دغه درې جهيلونه د چين له ډيرو ښکليو جهيلونو څخه عبارت دي او شاوخوا سيمې يي د سيلانۍ د دولتي سيمو په نامه ټاکل شويدي .