<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-29 19:24:28    
د چين د ويغوری قوم نقاش ياريکون حاجی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو ، شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کښی به يو راپور واوری چې عنوان يې دی د شينجيانګ ويغوری انځورګر ياريکون حاجی د انځورونو په وسيلې د خپل قوم کلتور کاږی٠

نقاش ياريکون حاجی ٤٨ کلن دی ، ونه يا قد يې دومره لوړ ندی او ښه روغتيا لری٠ د ده پلار حاجی احمد هم د شينجيانګ يو مشهور انځورګر دی او په ويغوری قوم کښی د غوړينو نقاشيو د چارو له پرانيستونکو انځورګرانو څخه شميرل کيږی٠ ياريکون حاجی په کوچينيوالی کښی کله نا کله د خپل پلار لپاره د نقاشۍ مودل ؤ ، نو له همدې امله انځورګری د ياريکون په زړه کښی ځای ونيوه٠ په ١٩٧٩ کال کښی ځوان ياريکون د کانکور ازموينې له لاری د چين د شمال لويديځ د قومی پوهنتون د نقاشۍ په څانګه کښی شامل شو او د څلورو کلونو په موده کښی يې د روغنی نقاشۍ زده کړې وکړه٠ د پر له پسی کوششونو له لاری هغه د انځورونو کښلو يو لړ ځانګړی مهارتونه رامنځ ته کړيدی٠ ده وويل :

( غږ ) ٌ په نقاشيو کښی بايد ډير تفصيلات و نه کښل شی او د دی اړتيا نشته چې د نقاشۍ ټول محتويات نندارچيانو ته وښودل شی٠که په يوه نقاشۍ کښی پر محتوياتو پرده واچول شی، نو پس منظر به يې پراخ شی او نندارچيانو ته ځانګړی احساس وروبښی چې دغه راز نقاشی ستر اهميت لری٠

په ١٩٨٦ کال کښی د شينجيانګ د دودونو په اړوند د ښاغلی ياريکون حاجی څو روغنی نقاشۍد چين په پلازمينه بيجينګ کښی د نقاشيو په نندارتون کښی وښودل شوې چې نندارچيانو او مشهورو نقاشانو د هغو ښه ارزونه وکړه٠ د شينجيانګ د لومړی دورې په هنری فيستوال کښی هم د ده اته روغنی نقاشۍ وښودل شوې او د فيستوال له پای ته رسيدو نه وروسته دغه نقاشۍ د هانګ کانګ په چينی هنری مرکز کښی زېرمه شوېدي٠

انځورګر ياريکون حاجی د خپل مهارت د لوړولو لپاره د قزاقستان په شمول د منځنی أسيا په هېوادونو او روسيه کښی هم پر روغنی نقاشيو څيړنې او زده کړې وکړې او په هغه موده کښی يې دا معلومات ترلاسه کړل چې د دغو هېوادونو هنری ټولنې د چين دوديز کلتور ډير خوښوی٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ د دغو هېوادونو خلک غواړی چې د چين دځانګړتيا درلودونکې نقاشۍ وګوری ، هر انځور چې که روغنی نقاشي وی يا ملی دوديز تصوير ، بايد نندارچيان پر دې پوه کړی چې دا يوه چينی نقاشی ده ٠ د نقاشۍ اثار بايد چينی او قومی ځانګړيتوب ولری، که داسی نه وی ، نندارچيان به يې د نورو نقاشانو د اثارو د تقليد په توګه وبولی ٠ ٌ

په بهرنيو هېوادونو کښی د زده کړو له لارې نقاش ياريکون حاجی په دې ښه پوه شويدی چې په خپلو اثارو کښی بايد د خپل ملی کلتور محتويات شامل کړی٠ نو له هغه وخت راهيسی دی په دقت سره د ژوند د تفصيلاتو کتنې ته ستر اهميت ورکوی او حتی کله نا کله په بازار کښی د سبزيو اخيستلو په بهير کښی د يو اخيستونکی د ځانګړتياوو د ليدو لپاره په هغه پسی ډيره ليری لار وهی٠ د شينجيانګ د پامير لوړو غرنيو سيمو د ملی لږکيو هېوادوالو په اړوند د انځور کښلو لپاره په واورو پټ هغه غره ته چې د سمندر له سطحې نه پنځه زره متره لوړ دی، وخوت او هلته يې په دقت سره د زر ګونو کسانو له ځانګړتياوو څخه ليدنې کتنې وکړې، ورپسی يې په خپلو نقاشيو کښی د سترګو ليدلی حال په انځورونو کښی وکيښ ٠

ياريکون حاجی وويل : ( غږ ) ٌ که څه هم طبعيت ډير ښکلی دی، خو هنر ندی٠ د شينجيانګ د ښکلا د ترسيمولو نقاشي بايد د طبعيت کاپی نه وی، ځکه چې دغه ډول انځور جذابيت نه لری٠ انځورګر بايد د زړه له کومی د شينجيانګ ښکلا ترسيم کړی٠ٌ

له څو کلونو راهيسی ، ياريکون حاجی زيات کتابونه لولی او په طبيعت کښی د منظرو نقاشی کوی٠ هغه هيله لری چې د خپلو نقاشيو په وسيله د خپلې خوښۍ له مخی أزاد خيال وښئی ٠ د ده نقاشۍ د شينجيانګ د ملی لږکيو د دودونو څرګندوی دي او څو ځله د هېواد په کچه نندارتونونو کښی وښودل شوې او ډول ډول جايزې او انعامونه يې ترلاسه کړل٠ ځينی أثار يې د جاپان ، امريکا ، قزاقستان او ترکمنستان په نندارتونونو کښی هم ښودل شوې او د بهرنيو ټولوونکو لخوا د کلکسيون په توګه ساتل شوېدي٠ د چين د شينجيانګ يو بل مشهور انځورګر هوانګ جيان سين د ياريکون حاجی د نقاشيو د ارزونې په وخت کښی وويل :

( غږ ) ٌ د ياريکون حاجی انځورونو په ښه شان سره د ويغوری قوم احساسات څرګند کړيدی٠ هغه د زړه له کومی د ويغوريانو د ښايست د خوښۍ په ادراک او نظر باندی پوهيږی٠ نو د ده نقاشۍ د شينجيانګ د ملی لږکيو د پراخې سينې او خوښو احساساتو استازيتوب کولای شی ٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د مشهور نقاش ياريکون حاجی په هکله يو راپور واوريده٠ اوس به ستاسی څخه يوه پوښتنه وکړو چې ياريکون حاجی د کوم هنر په وسيله د شينجيانګ قومی کلتور ترسيموی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی ځواب راکړی٠ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته داسی ښکلی تحفی ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب ولری ٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !