<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-29 20:42:48    
د چين اقتصادي او عملي هوټلونه چټک پرمختګ کوی

cri

ګرانو اوريدونکيو، په وروستيو کلونو کې د چين اقتصادی او عملي هوټلونو ډيرپرمختګ کړی دی .د دغه ډول هوټلونو معنی دا ده چې د خاوندانو د لګښتونو د سپمولو ترڅنګ د ميلمنو لګښتونه هم کميږي . له دی امله چې دغه ډول هوټلونو په لږه موده کې زياتې ګټې تر لاسه کولی شی ،نو نړيوالو پانګه اچوونکيو ور ته ډيره پاملرنه کړې ده .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين د دغو هوټلونو د پرمختيا په باب معلومات وړاندی کړو .

دغه ډول هوټلونه چې ميلمنو ته پاک چاپيريال او ارام کټونه برابروي ،د تيرې پيړۍ په پای کې لومړی د چين په شانګهای ښار کې رامنځته شوي دي .په وروستيو دوو کلونو کې د چين د دغو هوټلونو شمير ژر زيات شوی دی . د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د تازه شميرنې له مخې د تېرکال تر پايه پوری د دغه ډول هوټلونو شمير ٦٠٠ ته رسيدلی چې د پنځوسو لويو او مشهورو هوټلونو تر ادارې لاندی دی چې د کوټو شمير يی له پنځو زرو څخه زيات شوی دی .

د جين جيانګ جی شينګ په نامه هوټل چې په ١٩٩٦ کال کې جوړ شوی ، تر اوسه پوری په چين کې تر ټولو لويه دغه شان ځينځيری تصدۍ ده .د دغې تصدۍ د بازاری چارو د څانګې عمومی مدير جانګ ځه د اقتصادی او د ټيټ لګښت هوټلونو د جوړولو د موخې د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز.........)په ١٩٩٦ کال کې زمونږ تصدۍ په نورو هېوادونو کې له دغه ډول هوټلونو څخه ليدنه وکړه .له دی امله چې د هېواد په دننه کې زياتره هوټلونه د ستوری په کچه پېژندل شوی او د کوټو بيه يې

لوړه وه نو زمونږ تصدۍ پريکړه وکړه چې د ټيټ لګښت يو ډول هوټلونه جوړ کړي

. له لس کلن پرمختګ څخه څرګنده شوی چې زمونږ پريکړه سمه وه .

د جين جانګ چی شينګ په نامه هوټل د خپل هوټل د اداره کولو په هکله تل پرهغو اصولو باندی ټينګار کوي چې د ميلمنو لپاره د کوټې مساعده بيه او ارام چاپيريال برابروي او د لوبو او ساتيری داسی نور اضافی تاسيسات ليری کوي چې له امله يی نه يوازی د ميلمنو بنسټيزه اړتيا پوره کړې بلکې د خاوندانو لګښتونه يی هم کم شوي دي.

په ١٩٩٧ کال کې دغه هوټل د جوړولو له دريو مياشتو وروسته د هوټل په سلو کی نوی برخه کوټې تری کارول شوي دي .په ٢٠٠٣ کال کې دغه هوټل د شانګهای ښار د سيلانۍ له يوې بلې تصدۍ سره د يو ځای کيدو له امله د جين جيانګ د نړيوالې ډلې په توګه وټاکل شو .تر اوسه پوری په هېواد کې د دغه هوټل د فرعی هوټلونو د کوټو شمير له لس زرو څخه اوښتی دی .

د دغې ډلې د بازارې چارو څانګې عمومی مدير جانګ ځه د دغه هوټل د راتلونکی پرمختيايی پلان د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز.........) د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری به زمونږ د فرعی هوټلونو شمير ٢٥٠ ته او په راتلونکيو پنځو کلونو کې به دغه شمير اته سوو ته ورسيږي .مونږ ميلمنو ته ځانګړی او ښه خدمتونه تر سره کوو.

د معلوماتوله مخې د چين حکومت د دغه ډول هوټلونو پرمختګ ته ډيره پاملرنه کوي .د چين د سوداګرۍ وزارت وايي چې دوی به د دغه ډول هوټلونو د پرمختګ لازيات ملاتړ وکړي .ځکه چې د دغو هوټلونو پرمختګ نه يوازی د منځنۍ او ټيټې

کچې هوټلونو د بازار اړتيا پوره کوي بلکې د استخدام د زياتوالی او د اقتصاد د

سمسورتيا لپاره ګټور دی .د چين د هوټلونو ټولنې مرستيال جانګ مينګ هو وويل

(اواز..........)د چين دغه ډول هوټلونه به د دغو چارو يوه عمده بڼه ده او له لس کلن پرمختګ وروسته يی شمېر په بازار کې په سلو کې له ٧٠ څخه په سلو کې ٨٠ ته ورسيږي .

د يوې شميرنې له مخې د چين په دننه کې دغه ډول هوټلونو چټک پرمختګ کړی او زياتې ګټې يی تر لاسه کړي او له دوديزو هوټلونو سره سخته سيالي کوي .