<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-30 15:43:42    
د ازادې لامبو لوبغاړی اليکساندر پوپوف

cri

د روسيی لوبغاړی اليکساندر پوپوف چی د ونې جګوالی يی دوه متره او وزن يی نوی کيلوګرامه دی ، د لنډ واټن لامبو وهلو په لوبه کې ډېر شهرت لري . په ١٩٩٢ کال کې يي د بارشلونا او په ١٩٩٦ کال کې يی د اتلانتا د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د پنځوسو او سلو مترو واټن لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو څلور مډالونه تر لاسه کړل . بر سيره پردی پوپوف په اته څلويښت ثانيو او د ثانيی په يو ويشتمه برخه وخت کې د سلو مترو په واټن د لامبو وهلو نړيوال ريکارډ ټينګ کړ .

د چين غوره لوبغاړې وانګ جيون شيا

وانګ جيون شيا په ١٩٩٣ کال کې د ځغاستی او مپر ډګر د نورو لوبو په نړيواله اتلولی کې د لس زره مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه او د اتلانتا د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ګډون په موخه د نيم کال لپاره ورزل شوه چې بيايې د خپل کوښښ له لارې په اتلانتا کې د ځغاستې د پنځه زره او لس زره مترو په واټن سياليو کې په جلا جلا توګه د سرو زرو او سپينو زرو مډالونه تر لاسه کړل

د چين تجربه لرونکی نښه ويشتونکی لوبغاړی وانګ يی فو

د چين نښه ويشتونکی لوبغاړي وانګ يی فو په ١٩٩٢ کال کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه ،خو په ١٩٩٦ کال کې د اولمپيک په لوبو کې د ګډون لپاره د ناروغۍ له امله په څرخی څوکۍ کې الوتکي ته پورته کړی شو .

او دوه ځله بيهوشه شو ، د لوبډلې مشر ترې وپوستل چې په مسابقه کې د ګډون توان لری ؟ وانګ يي فو په ټينګ هوډ ځواب ورکړ چې لوبغاړي بايد د سيالۍ په ډګر کې تر خپلې وروستی سلګۍ پوري مبازره وکړي . د نښی ويشتنې مسابقه په پايلوبه کې نوموړي د ستونزو په ليری کولو سره د صفر اعشاريه يو نمرې په واټن د سپينو زرو ميډال وګاټه ، له سيالۍ وروسته د سرو زرو ګټونکي ايتالوي لوبغاړي وانګ يي فو داسي وستايه چې دې د لومړی لمبرځای رښتينی ګټونکی دی .

د چين د ډايف يا غوټۍ وهلو لوبغاړې فو مينګ شيا

د چين لوبغاړې فو مينګ شيا په بارشلونا کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې له څلي څخه د ډايف کولو يا غوټی وهلو په سياليو کې د سرو زرو مډال واخيست . په اتلانتا کې د اولمپيک په لوبو کې فو مينګ شيا نه يوازی له څلي څخه د ډايف کولو يا غوټی وهلو په سياليو کې ، بلکی له تختی څخه د ډايف کولو په سياليو کې هم د سرو زرو دوه مډالونه وګټل .

د نيجريا د فوټبال لوبډله

نيجريا چی په افريقا کې د ډېر نفوس لرونکي هيواد دی او د فوټبال په لوبو کې هم لوړه کچه لوبغاړي لری . د اتلانتا د اولمپيک له سپورتي لوبو نه مخکی د اولمپيک د فوټبال په سياليو کې د اورپا او جنوبی امريکا لوبډلو تل د سرو زرو مډالونه تر لاسه کول . د اولمپيک په دې دوره کې د نيجريا لوبډلې د مسابقې په نيمه پايلوبه کې د دريو په مقابل کې په څلورو ګولونو د برازيل لوبډلې او په پايلوبه کې د دوو په مقابل کې په دريو ګولونو د ارجنټاين لوبډلې ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يی تر لاسه کړ .