<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-31 18:19:17    
د بيجينګ په لوړو او منځنيو ښوونځيو کې په بيلا بيلو ژبو ښوونه پيل شوې

cri

د بيجينګ اولمپيک سپورتی لوبې به چې په ٢٠٠٨ کال کې تر سره شي ، سترې نړيوالې سپورتې لوبې وي او په هغه وخت کې به د بيلا بيلو هيوادونو لوبغاړی او نندارچيان بيجينګ ته راشي . نو د دغو بهرنيانو د هرکلی لپاره د بيجينګ ښاريان د انګريزی ژبی د زده کړی لپاره کوشش کوي او کوچنيان او ځوانان هم د بيلا بيلو ژبو په زده کړی بوخت دی .

اوس نړۍ ته د سلام ويلو تر عنوان لاندی د بيلا بيلو ژبو د زده کړی فعاليت د بيجينګ په لوړو او منځنيو ښوونځيو کې تر سره کيږي . دغه فعاليت د بيجينګ ښاريانو له خوا د بهرنيو ژبو د ويلو په هکله د انتظامی کميټی ، د بيجينګ ښار د پوهنې او ښوونې کميټی او د بيجينګ ښاروالی په اړه د بهرنيو چارو د دفتر له خوا پيل شوی . په لوړو او منځنيو ښوونځيو کې زده کوونکو ته د جاپانی ، فرانسوی ، روسيی ، اسپانيی او کوريايی ژبی زده کړې ورکول کيږي . اوس د دغه فعاليت جوړونکو د بيلا بيلو ژبو د درسونو په هکله کتابونه چاپ کړی او د دغو ژبو د ويلو نرم افزار يې په کمپيوټر کې ثبت کړی چې په وړيا توګه د بيجينګ په لوړو او منځنيو ښوونځيو کې زده کوونکو او هغو ښاريانو ته ورکول کيږي چې په خپله د دغو ژبو د زده کړی توان ولری . په دې هکله د بيجينګ د ښوونې د نړيوال تبادلوی مرکز د مرستيال ښاغلي دينګ شو لين وويل چې نړۍ ته د سلام ويلو تر عنوان لاندی په لوړو او منځنيو ښوونځيو کې د ځينو بهرنيو ژبو زده کړی فعاليت د تير کال د نوامبر په مياشت کې پيل شو او د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو تر تر سره کيدو پوری مخکې به دوام ورکړي . دغه فعاليت به په عمده توګه د لوړو او منځنيو

ښوونيځو د زده کوونکيو تر منځ روان شي، ځکه دوی د راتلونکی اولمپيک په سپورتی لوبو کې د داوطلبانو يوه عمده برخه دي . د فعاليت له پيل راهيسی په زياتو ښوونځيو کې د زده کوونکو فعال غبرګون تر لاسه شوی دی . اوس چاپ شوي دری زره کتابونه او سی دی زده کوونکو ته ورکړل شوی او څه دپاسه زرو تنو زده کوونکيو روزنه منلی دی . د پلان له مخې د روان کال تر پايه پوری به په لوړو او منځيو ښوونځيو کې شاو خوا پنځه ويشت زره زده کوونکيو د بهرنيو ژبو د زده کړی په موخه وروزل شي .د ښاغلي دينګ په اند دغه فعاليت د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د ښه چاپيريال برابرولو لپاره فعال رول ولوبوي . هغه وويل موږ هيله لرو چې نور زيات شمير زده کوونکی د بيلا بيلو بهرنيو ژبو په زده کړو کې ګډون وکړي او د اولمپيک سپورتی لوبو په ترڅ کې د داوطلبانو په توګه بهرنيانو ته خدمتونه وکړي .

په لوړو او منځنيو ښوونځيو کې د زياتو بهرنيو ژبو د زده کړی د فعاليتونو د يوی برخې په توګه د بيجينګ د زده کوونکيو تر منځ د فرانسوی ژبی سيالی څو ورځې مخکې تر سره شوه . په چين کې د فرانسی قونسلګری يوې چارواکې او د دغې سيالی ټاکوونکې ميرمن يوا مارتيم په سيالی کې د ګډون کوونکو له خوا د فرانسوی ژبې ويلو په هکله د ښودل شويو سويې ډيره ستاينه وکړه . د دې په نظر په لوړو او منځنيو ښوونځيو کې د زياتو بهرنيو ژبو د زده کړی فعاليتونه د فرانسوی او نورو بهرنيو ژبو د خپريدو او د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د سالم تر سره کيدو لپاره ګټه لري . له دغې سيالی وروسته زيات شمير برخوالو زده کوونکو وويل دوی غواړی چې د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې د داوطلبانو په توګه خپل رول ولوبوي .