<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-31 18:45:49    
د چين د شوان سي علاقه دارۍ د بزګرانو د شتمنۍ راز

cri

په دي وروستيو کلونو کې د شوان سي په نوم په يوه علاقه دارۍ کې چې د چين د ختيځې خوا د هان جيو ښار په شاوخوا کې پرته ده ، د سيلانۍ چارو په پرمختيا سره د ځايي بزګرانو ژوند ورځ په ورځ شتمن شوي دي ٠ د شوان سي علاقه دارۍ شاوخوا طبيعي منظره ډيره ښکلي او هوا يي تازه ده ٠ د کليو په وياله کې رڼې اوبه بهيږي ٠ په دي وروستيو کلونو کې په دي علاقه دارۍ کې د سيلانۍ چارې په جم وجوش سره رامنځته شوي ، په دي بهير کې چې کليوال د غوايي ګاډيو په چلولو او د سيلانيانو په وړلو سره د کليو د ښکليو منظرو سيل کوي چې د کليوالو د شتمن کيدو يوه لاره ګرځيدلې ده ٠

ټولو ته معلومه ده چې غوايان پخوا د بزګرانو له پاره په کرلو کې يوه مهمه وسيله وه ، خو په وروستيو کلونو کې د چين په اقتصادي او علمي او تخنيکي چارو کې چټګه پرمختيا رامنځته شوي ، نو اوس په کليو کې د غوايانو پر ځاي له ډيرو ماشينونونو څخه کار اخيستل کيږي او له امله يي د کليو په کرنيزو چارو کې له غوايانو څخه ګټه اخيستنه له منځه تللې ده ٠ لږه موده د مخه د شوان سي په علاقه دارۍ کې د سيلانۍ يو شرکت جوړ شو ٠ له دي امله چې دغه علاقه دارۍ نه يوازي دهان جيو او شانګهاي ښارونو ته ډيره نژدي ده ، بلکې دغه علاقه دارۍ لرغوني تاريخ هم لري ، نو دغه شرکت تر جوړيدو وروسته مخ په زياتيدونکي سيلانيان ځان ته راجلب کړي دي ٠ د يوې اونۍ په پاي کې له شانګهاي

څخه راغلي سيلاني ميرمن جيو ون په ستاينې سره وويل چې د شوان سي علاقه دارۍ په شاو خوا کې نورې جګې جګې وداني نه شته ، منظره يي ټول طبيعي ده ، د ويالې اوبه ډيرې پاکې دي ، نو دي منظرې ته په کتلو سره ډيره ښه احسا مې راته پيدا شوي ٠

د چين په کليوالو سيمو کې د سيلانۍ چارې په رامنځته کيدو سره د کليو ترمنځ سيالي هم زيات شوي دي ٠ نو د شوان سي علاقه دارۍ د سيلانۍ شرکت له اړوندو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د لازياتو سيلانيانو د راجلبولو له پاره نوي لارې او پروګرامونه پيدا کړي چې په دي ترڅ کې بزګر جيان ژونګ ګن د شانګهاي د سيلانيانو نظريې رايادې کړي او ويي ويل چې د شانګهاي سيلانيان وايي دوي ټولو د موټر او الوتکو په سپرليو تللي دي ، يوازي د غوايي ګاډۍ سپرلۍ يي نه ده کړې ٠ نو دغه شرکت د بزګر جيان ژونګ ګن غوايي په اجاره اخيستې او له امله يي دغه بزګر په شرکت کې د کارکوونکي په توګه ومنل شو ٠ له هغه وخت وروسته بزګر جيان او د کلي نورو ډيرو بزګرانو چي په کور کې غوايان درلودل ، نوي کار پيدا کړ ٠ د نوموړي علاقه دارۍ د سيلانۍ شرکت مشر وانګ بانګ لين خبريال ته وويل چې په ٢٠٠٠ کال کې دغه ځاي ته د راغليو سيلانيانو شمير يوازي له لس زرو نه لږ څه زيات و ، خو په وروستيو کلونو کې هر کال څه د پاسه شپږ يا اوه لکه تنه سيلانيان دي علاقه دارۍ ته راځي او له امله يي د بزګرانو عايدات هم ډير زيات شوي دي ٠ د بزګر جيان ژونګ ګن په شان د وروستيو څو کلونو راهيسي د نورو د بزګرانو د پيسو ذيرمې هم زياتې شوې

او ګړندي موټر يي هم اخيستي دي ٠

اوس د جيان ژونګ ګن په شان دغسي بزګران چه د سيلانۍ د کار له لارې يي خپل ژوند بدل کړي ، مخ په زياتيدو دي ٠ ډيرو بزګرانو نه يوازي خپل موټرونه اخيستي ،بلکې ښکلي او نوي کورنه يي هم جوړ کړي دي ٠ اوس په دغه علاقه دارۍ کې د خپل ژوند د ښه کولو په هکله د بزګرانو نورې لارې چارې هم زياتې شوي دي ٠ مثلا بزګر جيان ژونګ ګن په دي وروستيو وختونوکې د خپل کور په شاوخوا کې د ګلانو د نيالګيو د روزلو له پاره د يو باغ په جوړولو او اداره کولو پيل وکړ٠ هغه وويل چې اوس د ګلانو نيالګۍ ډير ښه بازار لري ٠ ځکه د ژوند په شتمن کيدو سره د ژوند په بيلا بيلو برخو کې د خلکو غوښتنې هم زياتې شوي دي ٠ ګلان د کورني ژوند ښکلي کولي شي ، نو تازه ګلانوته د ځايي وګړو اړتيا هم زياته شوې ده ٠