<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-31 18:51:24    
چين نوی هوا پيژندونې نوي مصنوعی سپوږمکۍ وتوغوله

cri

تيره مياشت چين په بريالۍ توګه د فون يون دوهمه شميره ( دي ) په نامه د هوا پيژندنې نوې مصنوعی سپوږمکۍ خپل ټاکلي مدار ته وتوغوله چې په پايله کې به يي د ناورينونو د څارنې توان پياوړی شی .

د هواپيژندنې سپوږمکۍ د بيلا بيلو حرکتي مدارونو له مخې په دوو ډولونو ويشل کيږی چې يو ډول يي د ځمکې د دواړو قطبونو چاپير ګرځې او هره ورځ د ټولې ځمکې دوه ځله څارنه کوی او بل ډول يي د استوالي کرښې دپاسه ګرځي او د ځمکې د يو پر دريمې برخې څارنه کوي . د چين لخوا توغول شوې سپوږمکۍ په دوهم ډول پورې اړه لری . مخکې له دې نه چين د هواپيژندنې اوه سپوږمکۍ توغولي او له هغو کم شمير هيوادونو څخه شميرل کيږي چې يادې شوې دوه ډوله سپوږمکۍ يي فضا ته ويشتلي دي .

د چين د هواپيژندنې ادارې مشر يان جيون وويل د فون يون دوهم شميره دي ډول سپوږمکۍ يو زر دری سوه نوي کيلوګرامه وزن لری او د کارونې موده به يي درې کاله وي . په دې سپوږمکۍ کې ډول ډول پرمختللي تجهيزات نصب شويدي چې د هوا ، سمندرونو او هيدرولوژۍ او د لمر د ايکس وړانګو او فضايي تشعشع د څارنې په هکله د معلوماتو ورکولو توان لری . د ښاغلي يان په وينا د نورو دا ډول سپوږمکيو په پرتله د فون يون دوهم شميره دي سپوږمکۍ ځانګړتيا او وړتيا پياوړی شوی ده . مهمه خبره خو دا ده چې دغه سپوږمکۍ د فون يون له دوهم شميره ( سي ) ډول سپوږمکۍ سره يو ځای د چين او شاوخوا سيمو په څارنه کې ښه همکارۍ کولی شي .

د چين د هواپيژندنې ادارې مرستيال يو ژو څون وويل اوس بيلا بيل هيوادونه د هواپيژندنې سپوږمکيو په څيړنې او توغونې بوخت دي ځکه چې دا ډوله سپوږمکۍ د هواپيژندنې د نورو لارو چارو په پرتله ځانګړي ښيګڼې لری ، د بيلګې په توګه دغه ډول سپوږمکۍ د توفان ، سخت باران او د هوا د سخت حرکت په څارنه کې انکار نه منونکي رول لوبوي .

هغه وويل وچو ته د شديد توفان د رسيدو په مهال موږ د رادار په وسيله د توفان څارنه کوو ، خو په ليرې سمندر کې د توفان څارنې لپاره بايد يوازۍ د هواپيژندنې سپوږمکۍ وکاروو .د بيلګې په توګه تير کال د ملغلرې په نامه توفان چې اوولس درجو ته رسيدلی و، د هواپيژندنې سپوږمکۍ له څارنې پرته به يي د وګړيو سر او مال ته بی ساری زيانونه رسولی وای ، خو د سم اټکل له مخې د دغه توفان له رارسيدو دمخه څو مليونه وګړي له ساحلي سيمو څخه نورو ځايونو ته وليږدول شول .

د ناورينونو له څارنې پرته د چين د هواپيژندنې څانګه هر کال د هواپيژندنې سپوږمکۍ په وسيله د اور لګيدنې او د شګو توفان په شمول د سختو ناورينونو څارنه کوي چې د دغو ناورينونو د مخنيوي او د وګړيو د ژغورنې لپاره اړوندو څانګو ته پروخت معلومات ورکړي . د چين د هواپيژندنې ادارې د هواپيژندنې سپوږمکۍ مرکز مشر فان شيان خبريال ته وويل په عمومي ډول د اور لګيدو حالت د سترګو په رپ کې بدليږي او د اور خپريدا لوری څارنه د اور وژلو لپاره ډير اهميت لری چې د مصنوعي سپوږمکۍ په وسيله له هوا څخه د اور څارنه يوازنی لاره ده .موږ د هواپيژندنې سپوږمکۍ له لارې په نيم ساعت کې يو ځل د اور ضد مرکز ته د اور لګيدو پيښې په هکله د وريځو د بدلون نقشې برابروو.

برسيره پردې د هواپيژندنې سپوږمکۍ د اوبو سرچينې د پلټنې ، د ايکولوژيکي چاپيريال او د هوا ککړتيا په څارنه کې هم مهم رو ل لوبوي . د معلوماتو له مخې تازه توغول شوې هواپيژندونکې سپوږمکۍ په عادي توګه په خپل مدار راڅرخي او په راتلونکي وخت کې به يي يو بله دنده دا وی چې په بيجينګ کې د اولمپيک د راتلونکو سپورتي لوبو په موده کې د هوا د بدلون معلومات برابر کړی په تيره بيا د لوبو د پرانستونکيو او پاي مراسمو او لويو سياليو په ورځو کې د هوا وړاندوينه وکړي .

اوس استراليا ، جاپان ، سينګاپور ، ماليزيا ، فيلپين او د کوريا جمهوريت د چين د هواپيژندنې سپوږمکيو له خوا برابر شوي معلومات کاروي . ميرمن وي چاي اينګ چې د هواپيژندنې سپوږمکۍ د څيړنې او جوړونې په کارونو بوخته ده، وايي د ټاکلي پلان له مخې به د چين يوه بله غوره او غښتلې هواپيژندونکې سپوږمکۍ په دوه زره او دوولسم کال کې هوا ته وتوغول شي .