<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-01 11:19:30    
نړيواله ټولنه به له افغانستان سره لا زياتې مرستې وکړي

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، له افغانستان سره د مرستو په هکله  دوه ورځنی نړيواله غونډه د جنورۍ په ٣١ نېټه په برلين کی پای ته ورسيده٠ د امريکا، أروپايی ټولنې، ناتو بلاک ، نړيوال بانک ، چين، کانادا ، ترکيې، روسيې او ايران استازيو په دغه غونډه کی د افغانستان له بيا أبادۍ سره د نړيوالې ټولنې د نورو مرستو پر تدبيرونو بحث وکړ٠ بېلابېلو خواوو څرګنده کړه چې له افغانستان سره به لا زياتې مرستې وکړی او له جګړې وروسته به د دغه هېواد د بيا أبادۍ لپاره اغيزمن کارونه وکړی٠

د المان د بهرنيو چارو وزير شرانک والتير ستاينمير چې د نوموړی غونډې مشری يې کوله، په خپله وينا کی دې ته اشاره وکړه چې يوازی د پوځی ځواکونو په اتکأ د افغانستان ثبات نشی ترسره کيدای، که پوځی عمليات له اقتصادی بيا أبادۍ سره يو ځای شی، د دغه هېواد رښتنی ثبات به ټينک شی٠

أروپايی ټولنې په غونډه کی ژمنه وکړه چې د افغانستان له سولې او ثبات سره به نورې مرستې وکړی٠ دغه ټولنه به له ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری له افغانستان سره د شپږ سوه مليونو يورو په ارزښت مالی مرستې وکړی ٠

لومړی _ أروپايی ټولنه به د بشپړو عدلی ارګانونو د جوړولو، د غوره قاضيانو او مدافع وکيلانو د روزلو او د وګړيو د قانونی ايډيالوجۍ د لوړولو په برخو کښی به له افغانستان سره مرستې وکړی چې د مرکزی حکومت حيثيت پياوړی شی او له فساد سره اغيزمنه مبارزه وکړی٠

دوهم _ أروپايی ټولنه به د افغانستان په ختيځو او شمال ختيځو سيمو کی د

سالمې کرکيلې ته د پرمختګ ورکولو او د کوکنارو په کرلو باندی د ځايی بزګرانو د اتکا د کمزورولو لپاره زيات کوښښونه وکړی٠

دريم _ د طبی او روغتيايی حالت د ښه کولو لپاره به له افغانستان سره همکاری وکړی٠ أروپايی ټولنه دا پلان لری چې په مداومه توګه په افغانستان کښی پانګې ولګوی او طبی کارکوونکی وروليږی چې تر ٢٠١٠ کاله پوری دغه هدف ترسره شی چې هر افغان اساسی طبی خدمتونو ته لاس رسی ولری ٠

دغه راز امريکا هم څرګنده کړه چې په افغانستان کی لا زياتې پانګې ولګوی٠ د امريکا د بهرنيوچارو د وزارت مرستيال ريچارد بوچير په وينا، دغه هېواد به د پلان له مخی له افغانستان سره د لس مليارډه او شپږ سوه مليونه امريکايی ډالره مرستې وکړی چې له دې جملې څخه اته مليارډه او پنځه سوه مليونه ډالره به د حکومتی پوځيانو او پوليسو په روزلو او مسلح کولو کی ولګول شی٠ ښاغلی ريچارد بوچير دې ته اشاره وکړه چې امريکا هيله لری: د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ له لاری په پسرلی کی د طالبانو د ماتی خوړلی ډلګۍ د احتمالی بريدونو مخنيوی وکړی٠

ناتو بلاک د افغانستان له حکومت ، پوځ او پوليسو څخه د فعال ملاتړ په هکله هيله څرګنده کړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د افغانستان حکومت د هيلو د احترام پر بنسټ د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دغه هېواد د ثبات او بيا أبادۍ لپاره لا بشپړه تګلاره جوړه کړی٠

که څه هم نړيوالې ټولنې زياتې ژمنې وکړې، خو بيا هم د افغانستان له بيا أبادۍ سره د مرستو په برخه کی له زياتو ستونزو سره مخامخ ده٠ د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتير ستاينمير دې ته اشاره وکړه چې اوس د افغانستان د بيا أبادۍ بهير چټک نه دی او په جنوبی سيمو کی يې امنيتی حالات د خرابيدو په حال کی

دی ٠ هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې بايد په جدی توګه د افغانستان د بيا أبادۍ په بهير کی خپل کوښښونه په نظر ونيسی٠ برسيره پر دی د ده په أند نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کی د کوکنارو کرلو مخ په زياتيدونکې مسئلې ته هم پاملرنه وکړی٠

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر اسپنتا په نوموړی غونډه کی وويل: د نړيوالې ټولنې هغه ژمنې چې يو کال دمخه يې په لنډن کی د افغانستان له بيا أبادۍ سره د مرستو په غونډه کی کړي، لا تر اوسه هم ندې پوره شوي او له افغانستان سره زياتې ژمنه شوې پيسی افغان حکومت ته ندی رسيدلی او زياتره برخه يې د منځګړی شرکتونو جيبونو ته تللی دي ٠ ده له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د ژمنه شويو پيسو ادارې پياوړی کړی٠ وزير اسپنتا زياته کړه چې افغانستان د اوږدې مودې مرستو ته اړتيا لری، نو نړيواله ټولنه بايد د دغې مسئلې په هکله يوه هراړخيزه ستراتيژی جوړه کړی٠