د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدر اعظم شوکت عزيز د جنورۍ په ديرشمه نېټه په برکسيل کې د اروپايی ټولنې او ناتو له مقرونو څخه د ليدنې کتنې پر وخت غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه بايد خپل وطن ته د افغان مهاجرينو د بېرته راستنېدو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.
ښاغلي عزيز د اروپايی پارلمان له غړيو سره د کتنې پر وخت له اروپايی ټولنې څخه غوښتنه کړې چې خپل وطن ته د بېرته ستنېدو لپاره له نژدی دری ميلون افغان مهاجرينو سره مرسته وکړي چې له ترهګرۍ سره د سيمه ايزې مبارزې لپاره ډير زيات اهميت لری.
په همدې ورځ نوموړي هيله هم څرګنده کړه چې له ناتو سره به خبرې اترې او همکاری پياوړی کړي او ور سره به د افغانستان د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ګډ کوښښ وکړي.