<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-02 18:58:24    
همايون نظامي ته د ډيرو هيوادونو په پرتله په چين کې ژوند په زړه پورې دی

cri

د بهرنيان په چين کې د برخې درنو اوريدونکو اسلام عليکم،خدای وکړی چې د ژمي په دې سړو شپو ورځو کې ښه تاوده او د بشپړې روغتيا خاوندان اوسی،او همدا شان د خپلو راډيو ګانو تر څنګ ناست او د چين د نړيوالې راډيو د پښتو مطالبو څخه خوند واخلی،درنو دوستانو د بهرنيان په چين کې په نننۍ برخه کې مې له يو تن افغان سره چې دا مهال په بيجينګ کې ژوند کوي يوه مرکه کړې او د هغه د ورځني ژوند په اړه مې ترې پوښتلي دي،چې که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شی نو تاسې به يې هم واورۍ، دغه ځوان همايون نظامي نوميږي،لوړه ونه،تورې غټې او ښکلې سترګې او پراخه سينه دده له ځانګړيتاوو څخه دي،کله چې خبرې ورسره پيل کړی نو زړه مو نه کيږي چې ورڅخه جلا شی،ځکه دومره په مينه، محبت او درناوي له خپل مقابل لوري سره خبرې کوي چې انسان پخپله د ځان خواته ورجذبوي،شاوخوا يولس مياشتې کيږي چې چين ته راغلی،دي وايي ډيرو هيوادونو ته يې سفرونه کړي ،دی وايي هر هيواد خپلې ځانګړيتاوې لري،خو چين پدې بهير کې ده ته ډير په زړه پورې وو:

د چين په ګډون دا ديارلسم هيواد دی چې ما سفر ورته کړی او ژوند پکې کوم،څو کاله مې په کاناډا کې تير کړي،څه عمر مې په امريکې کې تير کړی، او همدا شان په ترکيه جرمني،دوبی،پاکستان،او د لنډو مودو لپاره د منځنۍ اسيا هيوادونو ته تللي يم،دا چې هر هيواد خپلې ښيګڼې او ځانګړتياوې لري،نو چين په هماغه کتار کې راځي چې جالب او ډير په زړه پورې ځايونه لري،او زما ډير خوښ شوی دی.

چين هغه هيواد دی د چې نړۍ په کچه زيات وګړي لري،يعنې اوس يې شمير شاوخوا يو ميليارد او درسوه ميليونو ته رسيږي،چې ددې دومره وګړو کنترول او تر يوه قانون لاندې راوستل هم دومره آسان کار ندی،خو دا ټولو ته په ښکاره توګه جوته شوې چې چيني چارواکو په ښه توګه سره خپلو ټولو وګړو ته پوره پاملرنه کړې،او د کار لازمې زمينې يې ورته برابرې کړيدي،چې په ورستيو شلو کلونو کې يې د خلکو ژوند هم په څرګنده توګه پرمختګ کړی دی،ښاغلي نظامي وايي دا خبره ده ته هم ډير په زړه پورې دی، ځکه هر څه ته چې ګور ي نو په ښه توګه تنظيم شويدي، دی پدې هکله داسې څرګندونې لري:

چين يواځنی هيواد دی چې زما ډير خوښ شوی،د نفوسو له پلوه زښت زيات وګړي لري،خو د ستاينې خبر يې دا ده چې هر څه ددوی په کنترول کې دي،تاسې ددوی ترتيب او تنظيم وګوری،د ليږدونې يا ترانسپورت سيستم يې څومره ښه منظم او تر کنترول لاندې دی،له بل پلوه د چين خلک ډير ښه او ميلمه پال دي،ما ته يې تاريخي ځايونه ډير په زړه پورې دي،او د هغو هيوادونو په ډله کې ګڼل کيږي چې انسان يې په ريښتينې توګه ستاينه کولای شي.

اوس مهال به ښايي په نړۍ کې داسې هيواد،ښار او يا سيمه ډير کم وليدل شي چې هلته چيني توليد شوي توکي موجود نه وي ،يعنې د نړۍ د زياترو هيوادونو بازارونه د چيني توکيو څخه ډک او ښه تود بازار هم لري،دلويې کچې د سوداګرانو تر څنګ يو شمير بهرنيان چين ته د خپل سفر پر مهال خپل د اړتيا وړ لمړني توکي هم پيري، د چين د يو شمير ښارونو په سترو او لويو مارکيټونو کې هر ورځ په زرګونه تنه بهرنيان ليدل کيږي چې د بيلا بيلو توکيو په اخيستلو بوخت وي ،کله مې چې پدې اړه له ښاغلي همايون نظامي څخه پوښتنه وکړه،نو راته ويې ويل کله چې د توکيو د اخيستلو لپاره پلورنځيو ته ځي نو يو شمير هټيوال خپل توکي څو چنده ګران ورته بيه کوي،

خو بيا ډير ژر د خپلو توکيو بيه ورته راټيټوي،چې دا د خلکو د زړونو د پاکوالي او ښه خوي او خصلت استازيتوب کوي دی وايي:

کله چې زه بازار او هټيو ته د توکيو د اخيستلو لپاره ځم،نو دوی ډيره هڅه او کوښښ کوي چې خپل توکي څو چنده لوړ بيه کړي،او دا ماته ډير په زړه پورې او جالب کار دی،ځکه په هر هيواد او ملک کې چنه شته،خو هلته ډيره لږ چنه وهل کيږي،او خلک يې ژر قناعت نه کوي، ده په خندا سره وويل کله چې يو توکی بيه کوم او هټيوال يې بيه راته ووايی نو زه زه هم پوهيږم چې په ځواب کې يې کومه مناسبه بيه غوره کړم دی زياتوي د چين له خلکو څخه ډير زيات خوښ او خوشحاله يم،او تل ښه چلند راسره کوي.

درنو اوريدونکو بايد ووايم چې د چين په اکثره ښارونو او سيمو کې دوه ډوله مارکيټونه يا سوداګريز مرکزونه شته،چې يو ډول يې خلاص يعنې د چنې وهلو امکانات پکې شته،خو په بل ډول کې بيا د توکيو بيې ثابتې او ټاکل شويدي،چې تر ډيره حده د ثابتو بيو درلودونکيو مارکيټونو د توکيو څرنګوالی او کيفيت هم ډير ښه او د اطمينان وړ وي.

د بهرنيان په چين کې برخې درنو او محترمو اوريدونکو د نننۍ برخې وخت پاي ته په رسيدو کې دی،د ښاغلي نظامي پاتې خبرې به په راتلونکې درته وړاندې کړم ، که تاسې پدې اړوند سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې لری نو د خپلو ليکونو په وسيلې زموږ سره شريکې کړی.نور مو په پاک او مهربانه خداي سپارم .