<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-02 19:10:47    
په چين کې د چاپولو حق په اړه سوداګري ډېره فعاله ده

cri

د دوه زره اووم کال د کتابونو نندارتون په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پاي ته ورسيد او پکې د چاپولو حق په اړه سوداګري ډېره فعاله ښکاريده .د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د چاپولو حق استازيو ، مطبعو اود فلمي او تلويزيونی ډرامو د جوړولو سازمانونو او ډېرو ليکوالو په دغه نندارتون کې ګډون وکړ.د چين د چاپولو حق د ساتنې مرکز مرستيالې مرمين وې هونګ وويل

---اواز ١---د کتابونو د چاپولو حق په اړه سوداګريز نندارتون د ليکوالو او مطبعو ترمنځ د اړيکيو ټينګتيا لپاره د ښې زمينې برابرولو موخه لری. د يوه ليکوال لپاره دا اسان کار نه دی چې د خپلې غوښتنې سره سم مناسبه مطبعه ومومی . همداشان د مطبعو لپاره هم د غوره اثارو موندل مشکل کار دی . نو زما په نظر دغه نندارتون د ليکوالو او مطبعو ترمنځ د پل رول لوبوي.

په دغه نندارتون کې د چين د چاپولو حق د استازيو عمومي شرکت چې په چين کې د دې برخې تر ټولو لوی شرکت دی ، د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه دری سوه شپږ درېش انتخابی اثار غوره کړی او يو لست يي خپور کړی چې د نندارتون په ترڅ کې يې بيلابيلو مطبعو ته برابر کړی دی.دغه لست ه د انېټرنټ له لارې د چين د چاپولو حق په معلوماتی پاڼه کې هم خپور شوی دی.

خبريالانو دا وليدل چې ډېرو ليکوالو د خپلو کتابونو د مسودو په وړلو سره په دغه نندارتون کې ګډون وکړ. يو ښوونکی چې ينګ شينګ شيو نوميږي ، د چين له شمال

ختيځ ولايت هې لونګ جيانګ څخه راغلی وو، خبريال ته وويل

په دوه زره او څلورم کال کې مې د چين د فلسفې په غونډه کې ګډون وکړ او زما د تيزيس د چاپولو حق ددې غونډې لخوا ياد شوی شرکت ته ورکړل شو. نو په انېټرنټ پاڼه کې مې د دغې غونډې په هکله معلومات تر لاسه کړل . اوس دلته راغلم او غواړم چې په دغه نندارتون کې د خپل د کتاب د مسودې د چاپولو په هکله له اړوندو مطبعو سره سلامشورې وکړم.

دغه نندارتون نه يوازی د هېواد په ستره برخه بلکې د نړۍ په نورو هيوادونو او سيمو کې هم زيات شمير مطبعې او اړوند شرکتونه راجلب کړي دي. په شانګهای کې د دا جي په نامه د عکسونو او تصويرونو ديجيتال شرکت يو تايوانی شرکت دی.د دغه شرکت مشر ښاغلی چن ځوه وويل

 زمونږ شرکت په نولس سوه او شپږ اويايم کال کې په تايوان کې جوړ شوچې د عکسونو او تصويرونو په اړه يې د چين د لومړی شرکت په توګه د دېرشو کلونو په موده کې د نورو هيوادونو او سيمو لپاره له سل مليونو څخه زيات عکسونه او تصويرونه چاپ کړي ، نن ورځ د زيرمه شويو عکسونو او تصويرونو په زياتېدو سره مونږ غواړو چې د مجلو او ورځپاڼو په بازار کې خپلو چارو ته پرمختګ ورکړو او هيله لرو چې د کتابونو د نندارتون له لارې زيرمه شوي عکسونه او تصويرونه بېلا بېلو مطبعو ته وسپارو.

په دغه نندارتون کې د روسيې د مهندسی پوهنتون مطبعې د چين د چاپولو حق د استازي له عمومي شرکت سره يو تړون لاسليک کړ.د دغه تړون له مخې به دغه شرکت

په چين کې د هغې مطبعې په استازيتوب د چاپولو په چارو کې ونډه واخلي. د دغې مطبعې مشرې مېرمن نادځدا نوکزدنا وويل

اوس د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د مهندسی په اړه ډېر کتابونه د چين د مطبعو له خوا چاپ شوي دي.روسيه هم دا شان کتابونه خوښوي.نو مونږ هيله لرو چې د چين له مطبعو سره ډېرې راکړې ورکړې ولرو.

د چين د چاپولو حق د ساتنې مرکز د مرستيالې وې هونګ په أند د چاپولو په اړه بېلا بېلې چارې اوس چټک پرمختګ کوي او ښايی چې اړونده سوداګری به ژر په انېټرنټ کې هم تر سره شي.