<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-03 18:01:19    
د چين ان هوی ولايت د بزګرانو د ژوند د ښه والی لپاره کوشش کوي

cri

د ٢٠٠٧ کال په پيل کې د چين د ان هوی ولايت حکومت پريکړه وکړه چې د بزګرانو د ژوند د ښه والی لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسی چې د بی وزليو کسانو د بنسټيز ژوند د تامين ،د دغو کسانو د ماشومانو د زده کړې په بهير کې د ستونزو حل ،د طبی بيمې او همکارۍ او له بی وزليو کسانو سره طبی مرستندويه نظامونه بشپړ شی .

خبريال د دغه ولايت د ماليې له ادارې څخه د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې چې دوی په ٢٠٠٧ کال کې د دغو تدبيرونو د پلی کولو لپاره ٦ مليارډ او ٩ سوه مليونه يوانه ولګوي .سربيره پردی به د چين د پرمختګ بانک هم د دغه ګام لپاره يو مليارډ او څلور سوه مليونه يوانه پورونه ور کړي .د اټکل له مخې څه د پاسه څلويښت مليونه تنه به د دغو تدبيرونو له غوره کولو څخه ګټه واخلي .د دغه ولايت حکومت عمده مشرانو په ټينګار سره وويل چې ترخپلې وسې پوری به د خلکو ژوند د ښه والی لپاره کوشش وکړي .

د بی وزليو کسانو د ژوند د ستونزو د حل لپاره به دغه ولايت په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د بنسټيز ژوند د اړتياوو د تامين نظام جوړ کړي او هر کال به د يو مليون او دری لکه او لس زره کورنيو هر تن ته ٢٦٠ يوانه مرستندويه پيسی ور کړي او دغه راز به په ښارونو او علاقه داريو کې د متقاعدو کسانو د بنسټيز ژوند د لګښتونو د تامين نظام بشپړ کړي چې له امله يی ١١٠ زره همدغه شان کسان له دغه نظام څخه ګټه واخلي .

د بی وزليو کسانو د طبی درملنې په بهير کې د ستونزو په مقابل کې په ٢٠٠٧ کال کې

به دغه ولايت په کليوالو سيمو کې د همکارۍ د يو نوي ډول طبی نظام ازمويښتی کارونه ٥٦ ولسواليو ته پراخ کړي چې ديرش مليونه او پنځه لکه او پنځوس زره تنه ور څخه ګټې واخلي ،په همدی وخت کې به په ښارونو او علاقه داريو کې د بنسټيز طبی درملنې د تامين نظام د جوړولو لپاره هڅه وکړي او په راتلونکيو پنځو کلونو کې به په علاقه داريو کې د ١٢٣٠ کوچنيو روغتونونو مساحت پراخ کړي چې په کليوالو سيمو کې د روغتيا خدمتی سيستم بشپړ شی .

د بی وزليو کورنيو د ماشومانو د زده کړې په هکله به دغه ولايت په هر اړخيزه توګه په ښارونو او علاقه داريو کې د نهه کالنۍ اجباری ښوونې او روزنې د لګښتونو د تامين لپاره په اصلاحاتو لاس پوری کړي ،د ٢٠٠٧ کال له پيل څخه به د نهه کالنۍ اجباری ښوونې او روزنې په پړاو کې د زده کوونکيو لګښتونه لغوه کړي او په وړيا توګه به د کليوالو سيمو بی وزليو زده کوونکيو ته د کتابونو برابرونې ته دوام ور کړي .دغه ولايت دا پلان لري چې په راتلونکيو دوو کلونو کې د دری مليونه او څلويښت زره کيلو مترو په مساحت د ښوونځيو کوټې بيا ترميم او جوړې کړي .

دغه ولايت دا پريکړه هم کړې چې په کليوالو سيمو کې د څښناکو اوبو په اړوند پلان چټک کړي چې په وختی توګه ١٦ مليونه او ٢ لکه او ٦٠ زره تنه پاکې اوبه وڅښلی شی .د دغه ولايت حکومت په همدی وخت کې په کليوالو سيمو کې د کورنۍ لارښوونې پلان په اړه د تګلارې ځينی برخې تنظيم کړي .