<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-03 19:11:28    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو ! تاسو به د چين د جغرافيايی حالاتو په اړه ځينی معلومات واروۍ !

چين د اسيا په جنوب او د ارام سمندر په لويديځه غاړه کې پروت دی. له شمال څخه جنوب ته د چين اوږدوالی نژدی پنځه زره او پنځه سوه کيلومتره دی او له ختيځ څخه لويديځ ته د چين پراخوالی نژدی پنځه زره کيلومترو ته رسيږی. د چين د خاورې عمومی پراخوالی څه نا څه نهه مليونه او شپږ لکه مربع کيلو متره دی چې د اسيا د لويې وچې يو په څلورمه برخه او د ټولې نړۍ د لويې وچې يو په پنځلسمه برخه يی نيولې ده او له روسيې او کانادا وروسته په نړۍ کې دريم لوی هېواد دی.

په چين کې زيات شمېر غرونه، کاسې، پراخې دښتې، لوړې دښتې، او بېديا ګانې ليدل کيږی. د چين په سلو کې شپاړس برخه د سمندر له سطحې پنځه سوه متره لاندی ده او د سمندر له سطحې نه د زرو مترو په جګوالي ځمکې د چين په سلو کې پنځه شپېته برخه نيولې ده. په ټوله نړۍ کې د سمندر له سطحې څخه د څه دپاسه اته زره مترو په جګوالي دوولس څوکۍ شته چې اوه غرونه يی په چين کې پراته دي. په نړۍ کې تر ټولو جګه څوکه چې جو مو لاانګ ما يا اېوريسټ نوميږی، د چين او نيپال ترمنځ د پولو په اوږدو کې پروته ده او د سمندر له سطحې څخه يی جګوالی اته زره او اته سوه او اته څلويښت اعشاريه يو دريش متره دی. د چين د شينجانګ د خپلواکې سيمې د تورفان کاسې په شاو خوا ای دين جهيل د سمندر له سطحې څخه په يو سلو پنځه پنځوس مترۍ باندی پروت دی چې د نړۍ تر ټولو ټيټ جهيل ګڼل کيږی.

د سمندر له سطحې د چينګ ځانګ لوړې دښتې منځنی جګوالی څه دپاسه څلور زره متره دی او زيات شمېر جګ غرونه او څوکی پکې ليدل کيږی. دغه لوړه دښته په نړۍ کې تر ټولو جګه لوړه دښته ګڼل کيږی. سره بيره پر دې، چين د داخلی مغولستان، هوانګ تو او يون ګوی په شمول څو لوړې دښتې او د سی چوان، تا لی مو، جون ګه ير او تورفان په ګډون څو مشهورې کاسې لري.

چين د پولو اوږدوالی څه نا څه دوه ويشت زره او اته سوه کيلو متره دی او د ديموکراتيکې کوريا، روسيې، مغولستان، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان، هند، نيپال، ميانمار او ويتنام په شمول پنځلس ګاونډي هېوادونه لری. سر بيره پردې، چين څه دپاسه اتلس زره سمندری پولې او د بو، ژېړ، ختيځ او جنوب سمندرونه لری. د داسی سمندرونو پر مخ د چين ګاونډی هېوادونه په جلا جلا توګه جاپان، د کوريا جمهوريت، فليپين، ماليزيا، اندونيزيا او برونی.

چين څه دپاسه پنځه زره ټاپوګان لری چې عمومی پراخوالی يی اتيا زره مربع کيلومتره دی. په دغو ټاپوګانو کې د تايوان ټاپو تر ټولو لوی دی چې مساحت يی نژدی پنځه ديرش زره او اوه سوه مربع کيلومتره دی. دوهم لوی ټاپو د های نان ټاپو دی چې مساحت يی دری ديرش زره او پنځه سوه مربع کيلومتره دی. نوموړي دوه ټاپوګان په جلا جلا توګه د چين دوه ولايتونه دي. د چونګ مينګ ټاپو په چين کې دريم لوی ټاپو ګڼل کيږی او مساحت يی يو زرو او دری اتيا مربع کيلومتره دی. د چانګشان، مياو داو، جو شان، پنګ هو، دياو يو، دونګ شا، شی شا، جونګ شا او نان شا ټاپوګان ټول د چين پ مهم ټاپوګان دي. له شمالې خوا څخه چين د بو های، تايوان، باشی او چونګ جو څلور خليجونه هم لری.

د بو سمندر، ژېړ سمندر، ختيځ سمندر، جنوبی سمندر او د تايوان ټاپو ختيځ ته ارام سمندر په چين پوری اړه لری.