د سين هوااژانس د خبر له مخې : پاکستان ته د امريکا له خوا د کوبرا په نامه د لومړيو اتو پوځي چورلکو ورکولو مراسم د فبروری په دوهمه نيټه د راولپيندي د قاسم په هوايی اډه کې تر سره شول .
په پاکستان کې د امريکا قونسلګری د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل دغه پوځی ورکړه د امريکا او پاکستان تر منځ د پنځوس مليونه امريکايی ډالرو په ارزښت د وسلو پلرولو د پلان يوه برخه ده . د دغه پلان له مخې به امريکا د پاکستان پوځ ته شل چورلکې ورکړي .
په پاکستان کې د امريکا سفير ريان کروکير په همدې ورځ په دغو مراسمو کې وويل امريکا به له پاکستان سره د دايمی ستراتيژيکی همکارۍ د اړيکيو نژديوالی لپاره کوشش وکړي .