د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د فبروری په دوهمه نيټه په راوالپيندې کې هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې سولی او ثبات رامنځته شي . ده وويل په دغه هيواد کې د وضعې ترينګلتيا له پاکستان سره اړيکی نه لری .
په وروستې موده کې ځينو خواوو دې ته اشاره کړې وه چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو او القاعدی سازمان غړيو د بريدونو د مخنيوی کافي تدبيرونه نه دی نيولي . په دې هکله ولسمشر پرويز مشرف وويل پاکستان له افغانستان سره د پولو په سيمه کې د پلټنې څه دپاسه پوستې جوړې کړي دي . ده زياته کړه پاکستان پريکړې کړې چې له افغانستان سره د پولی په سيمه کې بېلوونکی اغزن سيم وغځوي او ماينونه ښخ کړي .
نوموړي وويل د ترهګرۍ پر ضد مبارزی کې د برياليتوب لپاره پاکستان ، افغانستان ، امريکا او ناټو بايد خپل منځی همکارۍ وکړي او په افغانستان کې د ثبات ساتل د بيلا بيلو خواوو ګډه دنده ده .