<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-04 17:06:43    
کاربن دوه اکسايد

cri

کاربن دوه اکسايد د هوا عادی جز او يو ډول معمولی ګاز دی٠ دغه بی رنګ ګاز د حيواناتو، نباتاتو او انسانانو د ژوند لپاره ډېر ضرور دی، خو ددی ګاز د پيژندلو لپاره لازم معلومات په دی ډول دی چی لومړی په هوا کی کاربن دوه اکسايد د ګرم خانی د اثر د راپيدا کيدو سبب دی٠ د ګرم خانی اثر په وروستيو وختونو کی د نړيوالو د توجه وړ مسئله ده او ورته خطرناک اثر هم ګڼل کيږی٠ خو دغه اثر د کلونو کلونو راهيسی پاتی دی او د هغی پديدی نتيجه ده چی په هوايی لايه کی د دو اکسيد کاربين او بخار له خوا جذب شوی حرارت د جدا شوی حرارت نه زياتيږی٠ هم دغه ګاز په ځمکه کی د هوا د حرارت د درجی د ثبات ساتلو او په ځمکه کی د موجوداتو د ژوند لپاره لازم شرط دی ٠ نو د ګرم خانی اثر د انسان په فکر کی شيطان نه دی ، برعکس د وروستيو کلونو راهيسی د نفوسو د چټک زياتوالی او د انسانانو د فعاليتونو د ډېرښت او د ځنګلونو د پری کولو بده نتيجه ده٠ د هغو کسانو په وينو کی زهرچنی مادی محتوی تقريبأ برابر دی چی په منظره داره يا ککړ شوی سيمه کی ژوند کوی ځکه چی د انسان لپاره هره ورځ له اتيا نه تر نويو فيصدو پوری وخت په کوڼو کی تېريږی او د بهر نه په کوټه کی ککړتيا انسان ته ډېر زيانونه رسوی٠ په تازه هوا کی د کاربن دوه اکسايد قوام په کليو کی په زرو کی صفر عشاريه دری او په ښارونو کی صفر عشاريه څلور دی٠ که دغه قوام څلور فيصدۍ ته ورسيږی، سر به خوږيږی، دننه په غوږونو کی به غږ پورته کيږی، نبضونه به بطی کيږی او فشارخون به جګيږی، که دغه قوام اته او لس فيصدی ته ورسيږی، تنفس به مشکل وی او دغه قوام دېرش فيصدۍ ته پورته شی، نو انسان به مړ شی٠ معلومه ده چی د يوه زلمی لپاره چی عمر يی د شپاړسو نه تر نولسو کالو پوری دی ، هره ورځ دوو زرو اتو سوو کيلو کالوری ته اړتيا لری په بله ژبه هره ورځ د ٧٦٨ ګرامو په اندازه د اکسيجن د تنفس په عين وخت کی تقريبأ يو کيلو ګرامه کربنيک ګاز باسی٠ د مثال په توګه په يوه درسی کوټه کی چی پنځوس تنه شاګردان پکی ځاييږی، هر ساعت کم تر کمه څلور ځله هوا تبديليږی٠ نو ځکه مونږ بايد په خپل کور، کلاس ، دفتر، مغازه او نورو عام ميدانونو کی د کاربن دوه اکسايد د ککړتيا د ليری کولو لپاره کوشش وکړو٠ په تېره بيا د منځنيو او کوچنيو سوونځيو زده کوونکی د ودی په حال کی دی، نو د ښوونځيو مشران بايد په کلاس کی د هوا ګردش ته په درنه سترګه وګوری او له زده کوونکو څخه غوښتنه وکړی چی ورزش او نور فعاليتونه وکړی٠ د انسان په وجود کی کاربن دوه اکسايد د تنفس د تنظيمولو رول لری، البته که په وينو کی د کاربن دوه اکسايد زيات شی، د مرکزی اعصابو د سيستم لپاره د مسمويت رول هم لوبوی ٠ له پورتنيو بياناتو څخه څرګنديږی چی په طبيعت کی د حيواناتو او نباتاتو او يا انسانانو په ژوند کی کاربن دوه اکسايد ډېر مهم نقش لوبوی٠ خو د شمېرنی سره سم د صنعتی انقلاب راهيسی په هوا کی د کاربن دوه اکسايد قوام د زياتيدو په حال کی دی ، د نولسمی پيړۍ په لومړيو کلونو کی دغه قوام په سلو کی صفر عشاريه صفر دوه اته څلور و او ددی پيړۍ په پای کی يی په سلو کی صفر عشاريه صفر دوه نهه شپږو ته ورسيد، خو اوس دغه قوام په سلو کی صفر عشاريه صفر دری څلور پنځه دی٠ ددی قوام پر له پسی زياتوالی به ايکولوژيکی توازن مات شی، نو مونږ بايد د خپل ژوند د چاپيريال د ښه والی لپاره ډېره هڅه وکړو٠