<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-04 17:08:41    
د تايوان سندرغاړی فن وی چي

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! په دی وروستيو ورځو کی د تايوان سندرغاړی فن وی چي خپل نوی البوم خپور کړی چی نوم يی دی زمونږ د يادونی ورځ٠ د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته له دغه البوم څخه ځينی سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د فن وی چي له خوا ويل شوی سندره واوريده چی نوم يی دی زمونږ أزاد ٠ فن وی چي يو بيلګه يا موډل وه، دا چی هغی له موسيقی سره ډېره مينه درلوده، له ٦ کلونو مخکی د سندرو په ويلو پيل وکړ٠ تر اوسه پوری يی ٦ البومونه خپاره کړي چی خپل ځانګړی سبک يی رامنځته کړی او زيات شمېر اوريدونکی يی راجلب کړی٠ اوس به مونږ زمونږ د يادونی ورځ په نامه يوه خوندوره سندره واورو چی دغه سندره له نوموړی البوم څخه د لومړی ځل لپاره تاسو ته واړندی کوو٠

( سندره ٢ )

فن وی چي په يو کال کی په چين او د جنوب ختيځی اسيا په هېوادونو کی تبليغاتی فعاليتونه او نندارې اجرا کړی٠ هغی د رخصتی په وخت کی هڅې وکړی او سندری يی جوړ کړی چی ژوند ته يی ډېر ښکلی رنګ ورکړی دی٠ په نوی البوم کی فن وی چي يوه سندره جوړه کړه چی نوم يی دی تور او سپين او په دغه سندره کی هغه د مينی کيسه څرګندوی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د دغې خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!