<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-05 19:39:57    
د چين حکومت د استخدام د زياتوالی لپاره کوشش کوي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د چين نفوس څه د پاسه يو مليارډ او دری سوه مليونه تنه دی چې په نړۍ کې د نورو هېوادونو په پرتله ډير زيات دی ،نو د استخدام مسئله هم پکی مهمه ده .په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د استخدام زياتوالی ته په درنه سترګه کتلی او د کوششونو له لاری په چين کې د بېکارانو شمير تل په ټيټه سويه ساتل شوې دی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين د استخدام په باب معلومات وړاندی کړو .

لی مو هان د چين د بيجينګ د ژبو پوهنتون د څلورمې کچې يوه زده کوونکۍ ده ،که څه هم اوس يې فراغت ته لاهم لږه موده پاتی ده خو د کار په موندلو بوخته ده .لږه موده دمخه هغی د چين د زده کوونکيو د استخدام ويب پاڼې ته اړوند غوښتن ليک وړاندی کړ او يوازی له يوې اوونۍ وروسته يې ځواب تر لاسه کړ دی .(اواز.............) پخوا مونږ د حکومت د بيلا بيلو څانګو په ويب پاڼو کې داسی شرکتونه موندل چې علاقه مو ور سره درلوده ،نو زيات وخت می لګاوه خو اوس يوازی د محصلينو د استخدام ويب پاڼې ته غوښتن ليک وړاندی کوم او ژر به يې په اړه ځواب تر لاسه کړم .

دغه ويب پاڼه د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې ،د پوهنې او د کار او ټولنيز ضمانت د وزارتونو په شمول د پنځو دولتی سازمانونو له خوا جوړه شوې چې موخه يی په چين کې د فارغو شويو محصلينو د استخدام مسئلې حلول دي .د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د چين په پوهنتونونو کې د منل شويو زده کوونکيو شمير زيات

شو چې له امله يی لازياتو ځوانانو په پوهنتونونو کې د زده کړې فرصتونه تر لاسه کړل،خو په همدی وخت کې يې د فارغو شويو زده کوونکيو پر استخدام باندی فشارونه راوړل .سږ کال به د هغو زده کوونکيو شمير چې له پوهنتونونو څخه فارغيږي ،٤ مليونه او نه لکه تنو ته ورسيږي چې د تير کال په پرتله به څه د پاسه اوه لکه زيات شی .راتلونکی کال به دغه شمير له پنځه مليونه تنو څخه هم واوړي .

د چين د کار او ټولنيز ضمانت وزارت چارواکي اين جيان کون وويل د چين حکومت د فارغو شويو زده کوونکيود استخدام لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی مثلأ دوی ته يی ځانګړی خدمتی موسسه او د کار موندلو لپاره غونډې جوړې کړي دي .

په همدی وخت کې د چين په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د استخدام مسئله هم را څرګنده شوې ده .د يوې شميرنې له مخې په ٢٠٠٥ کال کې د چين په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو شمير له ١٢٥ مليونو تنو څخه اوښتی و چې د ٢٠٠٤ کال په پرتله ٧ مليونه او پنځه لکه او پنځوس زره تنه زيات شوی دی .د دغو کليوالو کارګرانو د مرستې لپاره د چين سيمه ايزو حکومتونو دغو کسانو ته په بيلا بيلو ښارونو کې په ټاکلی وخت کې په وړيا توګه د استخدام په اړه د معلوماتو وړاندی کولو يو ميکانيزم او د استخدام ځانګړی غونډې يی جوړې کړي دي .

ښاغلی اين وويل د چين حکومت د کليوالو کارګرانو د فنی سويې د لوړوالی لپاره هم کاری پلان ټاکلی دی .(اواز..........)د تېر کال له پيل څخه مونږ د کليوالو کارګرانود کاری توان د لوړوالی لپاره يو پلان غوره کړی چې له امله به يې له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری څلويښت مليونه کليوال کارګران و روزل شی .

سره بيره پردی د چين حکومت د بېکارانو د بيا استخدام لپاره هم تدبيرونه