<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-05 18:25:53    
ٌ مينه لرونکی مور ٌ ريی خان قسيم

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، لږه موده مخکښی د چين د لسو وتلو ميندو د ستايلو په هکله دوهمه ملی غونډه په پلازمېنه بيجينګ کښی ترسره شوه چې د شينجيانګ د ويغوری قوم متقاعده پوهنمله ريی خان قسيم په وياړ سره د دغو لسو وتلو ميندو د جايزې د مستحقينو په ډله کښی شامله شوه٠ له څه دپاسه لسو کلونو راهيسی د ريی خان قسيم په مرسته څه دپاسه زره تنه بی وزلی ماشومان سالمه وده کوی٠ دوی په صميمی توګه هغې ته ٌ مينه لرونکی مور ٌ وايی ٠ شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کښی به د دغې ويغوری سپين سرې په هکله يو لړ معلومات وړاندی شی٠

څرنګه چې ميرمن ريی خان قسيم د چين د لسو وتلو ميندو له ډلې څخه د يوې غړې په توګه افتخاری لقب ترلاسه کړی، نود هغې خپلوان او دوستان ډير خوشحاله وو او په تيره بيا هغو ماشومانو چې د دې مرستې يې اخيستې وې، په خوښۍ سره د ګرانې مور په نامه يوه خوږه ويغوری سندره وويله : ( سندره ) په دغه سندره کی ويل شوی : ٌ اه ، مورې ، ګرانې مورې ، ته پر مونږ باندی ډيره ګرانه يې ٠٠٠ٌ

سپين سرې ريی خان قسيم پخوا د شينجيانګ د نفتو پوهنځی يوه پوهنمله وه چې د يوې ښوونکې په توګه يې په څه دپاسه ديرشو کلونو کښی بی شميره محصلين روزلی او خپلې څلور لوڼی يې هم په استعداد لرونکو کسانو روزلې دي٠ اصلأ سپين سری ريی خان قسيم له تقاعد وروسته په أرامه توګه د خپلې کورنۍ له ټولو غړو سره نيکمرغه ژوند تيرولای شو، خو د يوې اتفاقې پيښې له امله يې پريکړه وکړه چې په خيريه چارو کښی ګډون وکړی٠

د ١٩٩٥ کال په يوه ورځ هغه د سبزيو اخيستلو لپاره په بازار کښی ګرځيدله او و يې ليدل چې څو تنو لويانو دوه ماشومان رټل٠ هغه د پوښتنو له لاری پر دې خبره شوه چې دغو دوو ماشومانو پيسې غلا کړې وې٠ نو هغې په بيړې سره د دغو لويانو د کښنځلو مخه ونيوله او ماشومان يې خپل کور ته بوتلل٠ ريی خان قسيم دغو دوو ماشومانو ته پاکې جامی ورواغوستلې او د دوی لپاره يې خوندورې ډوډۍ ښخې کړې چې دوی په خوند سره وځوړه٠ د سپين سری ريی خان قسيم په نصيحت ماشومانو رښتنی خبرې وکړې: څرنګه چې د بی وزلۍ له امله دوی مجبورأ له ښوونځی څخه وتلی او د ژوند لپاره غله ګرځيدلی وو٠ د ماشومانو خبرو ريی خان قسيم وژړوله او ماشومانو هم وژړل٠ ريی خان قسيم وويل : ( غږ ) ٌ هغه ټوله شپه ويده نه شومه، ځکه چې زما احساسات ښه نه وو ٠ د يوې مور په توګه زما اولادونه لوی شويدي٠ خو کله چې مې پر نوموړو دوو ماشومانو فکر کاوه، زما زړه نه کيده٠ په ټولنه کښی نور يو شمير ماشومان هم د دوی په شان له ښوونځی څخه د وتلو له امله هپ لار کوڅو کښی بيځايه وګرځی، يا غلا ړکړی او يا هم د بدبختو لامل شی ٠ زه يوه مور يم او بايد دوی ته پاملرنه او مينه ورکړم ٠ ٌ

نو ريی خان قسيم پريکړه وکړه چې نوموړی دوه ماشومان په خپل کور کښی وساتی، پر دوی پاملرنه وکړی او دوی ته درسونه ورکړی ٠ دغه دوه ماشومان په بيړې سره له نوی ژوند سره عادت شول او په کوشش سره يې په زده کړو پيل وکړ چې له دی امله ريی خان قسيم ډيره خوشحاله وه ٠ وروسته له هغه چې د دغو دوو ماشومانو خپلوان پرې خبر شول ، ويې غوښتل چې د تحفې په وروړلو سره له ريی خان قسيم څخه مننه څرګنده کړی٠ خو هغې د دوی ښه نيت رد کړی و ٠

دغه خبر ژر خوله په خوله وګرځيده او شاوخوا خلکو په وار سره اووه څلويښت تنه همداسی ماشومان چې د بی وزلۍ له امله يې د زده کړې فرصت له لاسه ورکړی ، د ريی خان قسيم کور ته وروليږل ٠ ريی خان قسيم هره ورځ د دريو ډلو په ويشلو سره ماشومانو ته درسونه ورکول٠ د هغې په پاملرنه او روزنه دغو ماشومانو نه يوازی خپل پخوانی ناوړه خويونه سم کړی ، بلکې له زده کړې سره يې هم ډيره مينه پيدا کړه ٠ د ماشومانو د ودې له امله ريی خان قسيم د زړه له کومی خوشحاله ده٠ هغې وويل :

( غږ ) ٌ زه له زده کوونکيو سره مينه لرم ٠ لومړی _ زه يوه مور يمه او غواړم چې خپله مينه هر ماشوم ته ورکړم ؛ دوهم _ زه يوه ښوونکې هم يمه او د ښوونکی دنده زده کوونکيو ته درسونه ورکول او په بېلا بېلو برخو کښی دوی ته لارښوونه کول دی٠ د دوی پلرونو او ميندو خپل اولادونه زما کور ته راليږلی دی، نو زه بايد د ښوونکی مسئوليت په غاړه واخلم او په ښه شان سره دوی ته پاملرنه او مينه ورکړم٠ٌ

د ريی خان قسيم مهربان عمل د هغې پرملګرو او دوستانو ښه اغيزه کړېده٠ نو دوی هم له بی وزلو ماشومانو سره د نغدی مرستې لپاره هڅې کوی چې په نتيجه کښی د مينه لرونکو ميندو شمير په پر له پسی توګه زياتيږی ٠ هغې وويل: ما له بی وزلو ماشومانو سره د مرستې په بهير کی د ژوند ارزښت احساس کړيدی٠ هدف می دا دی چې هر بی وزلی ماشوم زما د اولادونو په شان د مور مينه ترلاسه کړی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د مينه لرونکی مور ريی خان قسيم په هکله څه معلومات واوريدل ٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د چين ويغوری سپين سری ريی خان قسيم لږه موده مخکښی کومه جايزه ترلاسه کړه؟ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو اوريدونکو ته ښکلی تحفی ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د بری په هيله !