چين به د ٢٠٠٧ کال د مارچ له لومړی نېټې څخه د بشپړو موټرونو د صادراتو په برخه کی د اجازې نامه اداره پلی کړي او يوازی هغه تصدی دغه چارې تر سره کولای شي چی لوړ لياقت او ډېرې تجربې ولری او د توکيو له پلورلو وروسته ښه خدمتونه برابر کړای شي. د کارپوهانو په اند، له دغو مقرراتو څخه څرګنده شوی چی د چين لخوا د موټرونو د صادرولو ميعار لوړيږی او د ټيټو بيو سيالی به بدلون رامنځته شی. کارپوهانو هم وړانديز وکړ چی د موټرونو تصدی دې د خپلو توليداتو د کيفيت په ښه والۍ سره په نړيوال بازار کی د سياليو خپل توان لوړ کړي.
په ٢٠٠٦ کال کی د چين لخوا د صادر شويو موټرونو شمېر درې لکو ته رسيدلی چی تر ټولو زيات و. خو له دې امله چی د توليداتو له پلورلو وروسته د ډېرو تصديو خدمتی چارې کمزورې دي، نو له دغو موټرونو څخه د بهرنيو پلورونکيو پر استفادې او په بهرنيو هېوادونو کی د چينی موټرونو پر وړاندی يې منفی اغېزه کړې ده.
د چين د موټرونو شورا مشر جانګ شياو يو خبريالانو ته وويل د دغو نويو مقرراتو له امله به هغه تصدی د موټرونو په صادراتی بازار کی خپله برخه له لاسه ور کړی چی له پلورلو وروسته يې خدمتونه کمزور وي. هغه وويل د موټر لپاره، پر ښه کيفيت سربيره بايد بشپړ خدمتونه برابر شي. نو چينی تصدی بايد په دغه برخه کی زيات کوششونه وکړي.
اوس د موټرونو په صادراتی بازار کی يوه بله مهمه مسئله دا ده چی د موټرونو د صادرولو تصدی ډېرې زياتې دی او زياتې تصدۍ له مقرراتو څخه پرته سيالي کوی. د شمېرنې له مخی، تير کال په دغه بازار کی د چينی تصديو شمېر يو زر ته ورسيد. پکی يو شمېر تصديو د ګټو د تر لاسه کولو لپاره بد تدبيرونه نيولي و او د بهرنيو مستهلکينو او نورو چينی تصديو ګټو ته يی زيانونه رسولی دي. چين به د دغې مسئلې د حل لپاره، په راتلونکی کی په جدی توګه اداري تدبيرونه ونيسی.
ښاغلي جانګ شاو يو وويل د چين د نويو مقرراتو له امله به د چين لخوا د صادر شويو موټرونو کيفيت لا لوړ شي. اوس د چينی موټرونو د صادرولو ځايونه په عمده توګه ځينی پرمختيايی هېوادونه او سيمې دي ، خو په اروپايی او امريکايی هېوادونو کی ډېر لږ بازار لری. د دغه حالت د بدلولو لپاره چينی تصدی بايد د تکنولوژۍ د لوړتيا په برخه کی ډېر کوششونه وکړي.
ښاغلي جانګ وړانديز وکړ چی چينی تصدی له بهرنيو شرکتونو سره همکاری وکړي چی له سيمه ايزو ميعارونو سره سم خپل توليدات ډيزاين او جوړ کړي. دغه شان توليدات بايد د تکنولوژۍ او شکل په شمول زياتو برخو کی د سيمه ايزو مستهلکينو لخوا د منلو وړ وي. هغه يو بل وړانديز وکړ چی د موټرو چينی تصدی بايد په څېړنه او جوړونه کی ډېرې نوې نظريې ولری او په نړيوال بازار کی د مسابقې توان لوړ کړي. پر دې سربيره، چينی تصدی بايد د خپلو مارکونو رامنځته کولو ته په درنه سترګه وګوری.