<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-06 17:11:08    
د سلو تنو پوهانو په فورم کې د سيلانۍ لارښوونکې

cri

د چين د پلازمينې بيجينګ په ختيځ کې يوه ولسوالۍ شته چې جون هوا نوميږي او د چين د وروستی امپراطوري دورې د امپراطورانو ، ملکانو او شهزادګانو مقبرې پکې پرتې دي چې دغه مقبرې د دونګ لينګ په نامه ياديږي او دونګ په چيني ژبه د ختيځ او لينګ د مقبرې مانا لری .

په نولس سوه او يو نويم کال کې جاو اينګ جيان د تانګ شان د ښوونکو روزنې ښوونځي د انګليسي ژبې له څانګې څخه تر فراغت وروسته د جون هوا د امپراطوري مقبرو د ادارې لخوا وګمارل شوه . د لرغونو مقبرو اداره کولو دنده دومره ګرانه نه وه ، نو په فارغ وخت کې يی د شاوخوا سيمو د سيل پر مهال له خپلې دندې څخه څه کرکه درلوده . د دندې د پيل تر يوې مياشتې وروسته پر جاو يو کار ډير اثر وکړ چې دوو امريکايي سيلانيانو له ژباړونکي څخه غوښتنه وکړه چې ولی د امپراطورانو مقبرو ته نژدې داسی انګړ شته چې ګونګيان پکې اوسيدل ؟ خو ژباړونکي په پټه خوله ځواب نشو ورکولی ، ژباړونکي چې جاو اينګ جيان وليد ، غوښتل چې دده لپاره دوو امريکايي سيلانيانو ته سم ځواب ورکړی ، خو جاو اينګ جيان هم په دې اړه پوره معلومات نه درلودل . په دې مهال يو امريکايي سيلانی په بی ادبه لهجه وويل چې په دومره عظيم تاريخي ميراث کې ټولټال کارکوونکي ناپوه کسان ګمادل شوی .

له دې وروسته جاو اينګ جيان په فارغ وخت کې په اداره کې ساتل شوي تاريخي سندونه په دقت سره مطالعه کړل چې د مقبرو له ژور کلتوري ارزښت څخه يي ټکان وخوړ او د ادارې له مشر څخه يي د سيلانۍ لارښوونکې دندې د پر غاړه اخيستلو

غوښتنه وکړه تر څو د مقبرو ارزښت لا زياتو سيلانيانو ته وروپيژنی .

يو متل دی چې وايي که نورو ته يوه پياله اوبه ورکوې ، بايد ځان ته يو بيلر اوبه ولری . جاو اينګ جيان به د ورځې لخواد سيلانيانو لارښوونه کوله او د شپې به يي تاريخي سندونه مطالعه کول . ددې لپاره چې سيلانيانو ته د امپراطوري دورې او کورنۍ په هکله لا زيات سم ،خوندور او بشپړ معلومات ورکړي ، جاو اينګ جيان په جدي توګه د رسمي او غيررسمي تاريخ څيړنه پيل کړه او د څيړنې په ترڅ کې يي د مقبرو له پخوانيو ساتونکو سره هم مرکې وکړې چې په پايله کې يي د مقبرو په شاوخوا کې د هرې ودانۍ او سامان په هکله مفصل معلومات تر لاسه کړل ، نو د نورو ملګرو لخوا يي د مقبرو کارپوه وبلله شوه .

له پنځلسو کلونو راهيسې جاو اينګ جيان د مقبرو په هکله له زرو ځلو څخه زيات سيلانيانو ته توضيحات ور کړي ، خو هر ځل نوی محتويات پکې اوريدل کيدل .

د دوه زره لومړی کال د جنوري په مياشت کې د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د دونګ لينګ مقبرو ادارې د غوښتلو بهير حساسې مرحلې ته ورسېد چی د م م کارپوهان شل ورځې وروسته د څيړنې لپاره هلته ورتلل ، هغه انجنير چې د لرغونو ودانيو په هکله يی د توضيحاتو دنده په غاړه درلوده ، د ترافيکي پيښې له امله ټپی شو او روغتون ته واستول شو ، د جون هوا ښاروالي په موقت ډول پريکړه وکړه چې د ټپي شوي انجنير پر ځاي جاو اينګ جيان اړونده دنده ترسره کړي . په همدغو شلو ورځو کې د شپې ورځې تياريانو له امله جاو اينګ جيان د م م کارپوهانو ته د دغو مقبرو په اړه هراړخيز تاريخي معلومات ورکړل چې ددوي لخوا وستايل شوه . د همدې کال د نوامبر په ديرشمه نيټه د دونګ لينګ مقبرې د م م د نړيوالو ميراثونو کميټې لخوا ومنل شوې .

تيرکال د سپتمبر په مياشت کې که څه هم جاو اينګ جيان د ادارې مشره شوه ، خو بيا يی هم د سيلانۍ لارښوونکې په توګه د سيلانۍ لارښوونکو په ملي سيالۍ کې ګډون وکړ او له لسو غوره لارښوونکو څخه وشميرل شوه . ورپسې د سيالۍ مسئول ورڅخه د چينګ د ملکې څشي په هکله د يو لړ تاريخي پيښو په اړه پوښتنې وکړې . جاو اينګ جيان د تاريخي سندونو په وړلو سره سم ځوابونه ورکړل . څو مياشتې وروسته دغه مسئول جياو اينګ جيان ته بلنه ورکړه چې د سلو کارپوهانو په فورم کې د ملکې څشي د مقبرې غوراوي او ددې مقبرې ساختماني رنګ او غلا شويو توکيو په هکله معلومات د تلويزيون له لارې نندارچيانو ته ورکړي . تير کال د نوابر په څلورمه نيټه سهار د سيلانۍ شپږديرش کلنې لارښوونکې جاو اينګ جيان د کارپوه په توګه په دې فورم کې پرته له ځنډ څخه يو نيم ساعته لکچر ورکړ چې د نندارچيانو ستاينه يي تر لاسه کړه ، اوس جاو اينګ جيان ددې فورم له ګډون کوونکو کارپوهانو څخه ډيره ځوانه او ښه لکچر ورکوونکې بلل کيږي .