<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-06 17:12:00    
د اولمپيک په سپورتي لوبو کې له هانګانګ څخه د سرو زرو مډال لومړنی اخيستونکې لي لي شان

cri

د اتلانتا د اولمپيک د سپورتي لوبو د اوبو په مخ د بادی وړی کښی د سکی په سياليو کې د چين د هانکانګ لوبغاړې لي لي شان د سرو زرو يو مډال تر لاسه کړ چې دغه مډال د هانکانګ په تاريخ کی د سرو زرو لومړنی مډال دی . په ١٩٨٨ کال کې لی لی شيان چی د اوبو په مخ د بادی کښتی د سکی له لوبې سره ډېره مينه درلوده د هانکانګ په لوبډله کې يی ګډون وکړ . د ښاغلي ای پي لي د لارښوونې له لارې لي لي شيان په پر له پسی توګه په اروپايی او نړيوالې سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل . بالاخره لي لي شان په اتلانتا کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د سرو زرو مډال واخيست .

د چين د جمناستيک لوبغاړی لي شياو شوانګ

کله چې د جمناستيک مخکبنې درې ډوله لوبې پاي ته ورسيدې ، د نمرې له پلوه لي شياو شوانګ له روسي لوبغاړي نيموف څخه لږ څه مخکې و ، خو د لوبې په څلورم او پنځم پړاو کې له نيموف څخه وروسته پاتې شو ، د خوښۍ وړ خبره دا وه چې په وروستی لوبه کې لي شياو شوانګ د صفر اعشاريه صفر څلور نهه نمرو په تفوق د جمناستيک د شپږو ډولونو په لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه .

د تينس لوبغاړی اندری اغاسی

اندری اغاسی د تېری پيړۍ په نهمه لسيزه کې د سامپراس سره يو ځای د نارينه وو تينس په ډګر کې ډېر غوره لوبغاړی وګڼل شو . اغاسی په اتلانتا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د تينس په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ، نو تر هغه وخت پوری ، اغاسی د تينس په بېلا بېلو نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل .

په سدني کې د اولمپيک د اوه ويشتمې دورې سپورتي لوبې

په شلمې پېړۍ کې د اولمپيک وروستۍ دوره سپورتي لوبې د ٢٠٠٠ کال د سپتمبر له پنځلسمې نېټې څخه د اکتوبر تر لومړی نېټې پوری د استراليا په سيدني کې تر سره شوې . له دوه سوه هېوادونو او سيمو څخه لس زره شپږ سوه او يو پنځوس تنه لوبغاړو د اته ويشتو ډولونو لوبو په دری سوه سياليو کې ګډون وکړ. بر سيره پردی ، د دغه دوری سپورتي لوبو د اصلی پنځه ډوله او د وزن پورته کولو په لوبو کې د لومړی ځل پاره د ښځينه وو تر منځ سيالۍ تر سره شوې . نو د سدني د اولمپيک سپورتي لوبې د اصلی اولمپيک په تاريخ کې ډېره لويه دوره ده چې د ډېرو زياتو هېوادونو او سيمو ډېر زيات لوبغاړی په ډېر زياتو لوبو کې ګډون کړی وو.

د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کمېټې مشر هوان اندونياو سامالنچي

د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کمېټې مشر هوان اندونياو سامالنچي په ٢٠٠٠ کال کې د وروستی ځل لپاره د اولمپيک د سپورتي لوبو مشري وکړه . له ١٩٨٠ کال تر هغه وخت پوری چې د سامالنچي عمر يی اتيا کلونه ته رسيدلی وو تل د خپل کارونو لپاره کوښښ وکړ . د اولمپيک د دغې دورې سپورتې لوبو د

پرانيستونکو مراسمو په ترڅ کې د سامالنچي ښځی د سختې ناروغی له امله له دنيا څخه سترګې پټی کړې . سامالنچی د خپلې ښځې د مړينی تر مراسمو نه وروسته سمدلاسه د اولمپيک د سپورتي لوبو په چارو کې ګډون وکړ . سامالنچی وويل چې په سدني کې د اولمپيک سپورتي لوبې د اولمپيک په تاريخ کې ډېرې ښې سپورتي لوبې وې .