<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-07 18:49:02    
د سل کلن لوي پندا په باب کيسه

cri

ټولو ته معلومه ده چې لوي پندا د چين يو ملي ګنج ګڼل کيږي ٠ دغه ډول ځناور يوازي په چين کې پيدا کيږي ٠ د چين دجنوب ختيځ د فو جيان ولايت د فوجيو ښار د پنداګانو په يوه ساتونکي طبيعي سيمه کې د باس په نوم يو ښکلې لوي پندا شته ٠ په ١٩٩٠ کال کې د اسيأ د يوولسمې دورې په سپورتي لوبو کې د نيکمرغۍ په نښه سوغات د دغه پندا په بڼه جوړ شوي و ٠ د اړوندو معلوماتو له مخې د پندا عمر د انسان د يو پر څلورمې برخې سره برابر دي ٠ خو په روان کال د باس عمر پنځه ويشتو کلنو ته رسيدلي دي ٠ نو ويل کيږي چې دغه لوي پندا د پنداګانو په منځ کې د سل کلن پندا په توګه ګڼل کيږي ٠

د باس په نوم دغه پندا څه د پاسه شل کاله مخکې د سه څوان ولايت د باو سينګ په ولسوالي کې ميرمن لي سينګ يوي ا پيدا کړ ٠ ميرمن لي سينګ يوي د هغه حالت د يادولو په وخت کې وويل چې د ١٩٨٤ کال د فبروري په يوه ورځ چې هوا ډيره يخه وه او سخت واوره اوريده ، هغې په بهر کې يي د يو سيند په غاړه د سبزيو د کرلو په وخت کې په ناڅاڅه توګه وليدل چې د سيند په اوبو کې يو شي شته چې تور او سپين رنګونه لري ٠ کله چي دغه شي د هغې خوا ته نژدي ورسيد ، نو يو لوي پندا يي تر سترګو شو ٠ نو سم د لاسه دغه پندا له اوبو څخه وژغوره ٠ د ميرمن لي سينګ يوي تر پالنې لاندې د دريو ساعتونو نه وروسته په دغه پندا کې بيا ساه وچليده ٠ په دوهمه ورځ د کليوالو بزګرانو له خوا دغه پندا يو ې ساتونکي طبيعي سيمې ته وليږل شو ، له دي ا مله چه د

نوموړي سيند په غاړه لار باس نوميږي ، نو دغه پندا باس ونومول شو ٠ دروغتيايي معاينې له لارې د اوړوند کارپوه په أند دغه پيندا څلور کلن و ٠

په١٩٨٥ کال کې باس د فوجيو ښار د لوي پندا د څيړنې مرکز ته م وليږل شو او دغه لوي پندا له هغه وخت څخه تر اوسه پوري په دي ځاي کې په ژوند پيل وکړ ٠ د دغه مرکز د روزونکو او اړوندو ډاکترانو تر پاملرنې لاندې د باس روغتيا ډير ژر ښه شو ٠ د دغه مرکز مشر ښاغلي چن يوي څون خبريال ته وويل چې د لوي پندا د روغتيا د معاينې او د ناروغۍ د علاج له پاره پوځي روغتون مونږ ته زياتې مرستې برابرې کړې ٠ د دغه ارزښناک ځناور د ژغورلو په هکله مو له ټولنې څخه هم زيات ملاتړ حاصل کړي دي ٠

په فوجيو ښار کې د روزنې له لارې باس د باسکتبال توپ د اچولو ، د وزن پورته کولو او د نورو لوبو مهارتونه حاصل په لاس کې نيولي دي او له دي امله د باس دغه نوم د ډيرو وګړو پاملرنه ورجلبه کړې ده ٠ دوه کاله وروسته باس د نندارې له پاره باس امريکا ته وليږل شو او په امريکا کې د پندا يوه لويه توده څپه رامنځته شوه ٠ په ١٩٩٠ کال لوي پندا باس په بيجينګ کې د اسيأ د يوولسمې دورې د سپورتي لوبو په يوه هنري فعاليت کې په زړه پوري نمايش وړاندي کړ او دده ښکلي او په زړه پوري بڼه د اسيأ د يوولسمې دورې د سپورتي لوبو د نيکمرغۍ په نښه د سوغات په توګه وټاکل شوه چې پان پان نوميده ، د باس په بڼه دغه سوغات د ټولې اسيأ د خلکو ژوره مينه حاصله کړې ده ٠ ډيرو خلکو له بيلا بيلو لارو له باس سره خپله مينه څرګنده کړې ده ٠ د مکاو د لوي پندا د ساتنې

ټولنې مشر ښاغلي حه وي تيان تير کال په ځانګړي ډول فوجيو ښار ته ورسيد او د باس د زيږيدنې د پنځه ويشتې کاليزې د يادونې له پاره د راغونډ شويو پيسو په استفادې سره يي د لوي پندا ډير ښکلي عکسي او نقشي ألبوم چاپ کړ ٠ هغه وويل چې د لوي پندا عمر يوازي دوو لس کاله وي ، خو د پندا باس عمر اوس پنځه ويشت کلنۍ ته رسيدلي دي او له دي څخه څرګنديږي چې زمونږ هيواد د لوي پندا د ساتنې او څيړنې په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د وحشي ځناورو د ساتنې په هکله يي ټولې نړۍ ته تجربې برابرې کړي دي ٠ د فوجيو ښار اوسيدونکي سپين ږيري ښاغلي لو وي سي د لوي پندا سره يو مينه کوونکي دي ، ډيره کلونه دمخه يي د لوي پندا د نقشۍ په هکله لکه د يادونې ميډال ، پوستي ټکټ او د خط پاکټونو او داسي نور ډول ډول شيان په راغونډولو پيل وکړ٠ هغه وويل چې لوي پندا د چيني خلکو وياړ دي او د سل کلن پندا باس د فوجيو ښار د اوسيدونکو له پاره هم لوي وياړ ګڼل کيږي ٠ زما له پاره د لوي پندا د کلتور تبليغات د ټول عمر هيله ده ٠

د