<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-07 19:05:08    
چين د هغو کسانو اولادونو ته د ښوونيزو شرايطو برابرولو لپاره هڅه کوي چې د مزدوری لپاره له کليو څخه ښارونو ته ځي

cri

د چين اقتصاد د نژدی شلو کلونو په موده کې چټک پرمختګ کړی او د ښاری کيدو او صنعتي کيدو بهير په دوام سره زيات شمير کليوال د مزدوری لپاره ښارونو ته ځي . خو د دوی د اولادونو د ښوونې په هکله ځينی مسئلی رامنځته شوی ، نو د چين د بيلا بيلو ځايونو حکومتونو د دوی د اولادونو لپاره د ښو ښوونيزو شرايطو د برابرولو لپاره زيات تدبيرونه نيولي دي .

په وروستيو کلونو کې د چين په ځينو ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د اولادونو لپاره ځانګړي ښوونځی پرانيستل شوي چې ځينی يې د دولت له خوا او ځينی يې د شخصي توګه له خوا جوړ شوی دی . خو په ځينو داسي ښوونځيو کې د لګښت او ښوونکو د کموالی له امله د دولتي ښوونځيو پايلی نه شي ترسره کيدای . نو د دغو کوچنيانو لپاره د نورو ښو ښوونيزو شرايطو د برابرولو په موخه د چين د بيلا بيلو ځايونو حکومتونه د دغو ښوونځيو په څارنه بوخت دی چې له مخې به يې هغه ښوونځی وتړل شي چې شرايط يي د دولتي ښوونځيو له اړوندو معيارونو سره زيات توپيرونه لری . د چين د ښوونې وزارت مطبوعاتی وياند وانګ شيو مينګ وويل حکومت به په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د اولادونو لپاره جوړ شوي ځانګړي ښوونځي په ښه توګه اداره کړي .

دوولس کلنی نجلۍ جی مان چې دوه کاله مخکې له پلار او مور سره د چين له منځني ولايت هه نان څخه بيجينګ ته راغلی ، په ياد شوي ځانګړي ښوونځي کې شامله

شوې ده ، د خوښۍ وړ خبره خو دا ده چې سږ کال په يو دولتي لومړنی ښوونځی کې ومنل شوه . هغې وويل چې د نوی ښوونځی ښوونيز چاپيريال د پخوا په پرتله ډير ښه دی . پخوا زموږ په ښوونځي کې د لوبې ډګر د نشتوالي له امله سپورتی درس يوازی په تولګی کې دننه ترسره کيده او يو ښوونکی د څو ټولګيو زده کوونکو ته د درس ورکولو دنده په غاړه درلود ، خو اوس په ښوونځی کې د سپورتی درس په يو لوی لوبغالی کې ترسره کيږي ، نو زه ډير خوشحاله يم .

ځينی کسان د هغو ښوونځيو د تړلو په هکله انديښمن دي چې ښوونيز شرايط يي له ټاکليو معيارونو سره برابر نه دي ، نو د چين په بيلا بيلو ځايونو کې په دې اړه برابر تدبيرونه نيول شوي دي . د بيلګې په توګه د بيجينګ د های ديان سيمی حکومت په دولتي ښوونځيو کې د ودانيو او تعليمي تجهيزاتو د نوښت لپاره ١٣ مليونه يوانه پيسی بيلې کړې چې د کليوالو کارګرانو اولادونه په دغو ښوونځيو کې ښه ښوونه ومنلای شي .

د اړوندو کارپوهانو په وينا په دولتی ښوونځيو کې د کليوالو کارګرانو اولادونو ته د ښې ښوونې ورکول د دغو کوچنيانو د روغتيايی ودی لپاره ګټور دي . د دې تر څنګ په دولتی ښوونځيو کې د کليوالو کارګرانو د اولادونو او د ښاری کوچنيانو تر منځ د هوسا اړيکيو جوړول هم يو ډير مهم کار دی .خو د دغو کوچنيانو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د ښوونيز نظام پر اصلاحاتو سربيره نور اړين تدبيرونه هم بايد غوره شي د بيلګې په توګه بايد کليوالو ماشومانو ته د مساوی ښوونيز چاپيريال برابرول ، د دوي د ځانګړي دود دستور درناوی او د ځانګړي ښوونيز پلان طرح او پلي کول او داسي نور .