<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-07 21:53:54    
انسان نور وتلي او فوق العاده توان خپلولی شي

cri

ځيني ځناور د اوږده مهال تنفس ، په توره شپه کې د شيانو پيژندنه ، نه بيديدنه او يا د راډيواکتيف د مخنيوي توانو لری . ښايي چه په نژدي راتلونکي کې انسان هم داسي وتلي توانونه خپل کړی شي .

سپی د بوي له لارې د شيانو د پيژندنې توان لری ځکه چه دده د شامې حس له انسان څخه له شلو نه تر څلويښتو ځلو پوري غښتلی دی . ايا انسان دا توان لری ؟ د امريکې د فولوريدا ايالت د پوهنتون پروفيسرې فادور وويل چه انسان هم د سپي په شان د شامې غښتلی حس لری ځکه چه دوي يو ډول جين موندلی دی او د دې جين په درلودلو سره د بويولو په مقابل کې د موږک حس له زرو نه تر لسو زرو پوري پورته کيږي ، دغه جين انسان هم لری . د امريکې يو بل پروفيسر وويل چه په فرانسه کې له اوو کلونو ځانګړو روزنو وروسته د عطر بويو پيژندونکي روزل کيږي چه دوي د شپږ سوه ډولونو کيمياوي ترکيباتو ترمنځ توپير کولی شي . د نوموړي پروفيسرپه نظر يوازي د څو ورځو روزنې وروسته مونږ هم د خپلو کورنيو غړيو بدني بوي پيژندلی شو .

که د سلمندر نومي يو ډول شرمښکۍ يوه پښه پرې شي ، څلويښت ساعته وروسته په پرې شوې ځاي باندي د نوي پښې ګوتې ، ورپسې عصبونه ، عضلې او هډوکي او درې مياشتې وروسته نوې پښه رامنځته کيږي . خو انسان داسي توان نه لری ، پوښتنه دا ده چه ولي شرمښکۍ دا عجيب توان لری ؟ ځواب يي دا دی چه د شرمښکۍ پاخه شوي سلولونه په وچو سلولونو بدليداي شي چه دغه وضع عمومأ په جنين کې موجوده وي او په وچو سلولونو کې ژوندي کيدونکي ځانګړی جين د جنين د ودې لارې د ټاکلو لامل دی . خو انسان د شرمښکۍ تقليد نشي کولی ، ځيني

کارپوهان وايي دا شونتيا شته چه د انسان ځيني جهازونه بيا پخپله رامنځته شي . دوي هيله لری چه پاخه شوي سلولونه پيدا شي څو چه د وچو سلولونو له لارې نوي جهازونه پخپله رامنځته شي .

د وړم کال د جون په ديرشمه نيټه د بلجيک يو سړی چه پتريک موسيم نوميږي، د تنفس له کومې وسيلې نه پرته يي د دوو سوو نهو مترو په ژوروالي د سره سمندر په اوبو کې غوټه ووهله چه د غوټې وهلو نوي نړيوال ريکارد يي ټينګ کړ ، خو سمندري خوک د اوبو له سطحې څخه شپږو سوو مترو ژوروالي ته رسيداي شي . انسان د اوو دقيقو لپاره د تنفس نه کولو توان لری ، خو سمندري خوک په اوبو کې نيم ساعت تنفس نه کوي . سمندري خوک په اوبو کې په داسي حإل کې چه زياتره وينې يي دماغ ته بهيږي او اکسيژن يي کميږي ، لا هم ژوندي وي ، لامل يي دا دی چه ددوي په عضلو کې د هموګلوبين زيرمه زياته وي او د اکسيژن د کمښت په حال کې د زيرمې شوي اکسيژن په اتکا خپل ژوند ساتلی شي . د عالمانو په اند که مونږ د درملونو په وسيله او د جين له لارې د انسان په عضلو کې هموګلوبين زيات کړو ، د زړه ناروغۍ د درملنې او د هغه ماشوم د ژغورلو لپاره به ګټورې لارې چارې ومومو چه د زيږيدو په وخت کې د اکسيژن له کمښت سره مخامخ وي .

هر څوک بيديږي . خو ځيني کډوال مرغان او سمندري ژوي حتی څو مياشتې خوب نه کوي . د عالمانو په اند د څو پرله پسې مياشتو لپاره د دغو ژويو له نه بيديدو څخه څرګنديږي ښايي چه انسان د نه بيديدو پټ توان ولری . د عالمانو په نظر که مونږ داسي درمل ومومو چه د انسان په دماغ کې هغه سيمه بيا فعاله کړی چه د مرغانو په دماغ کې موجوده ده او د بيديدو د وخت کمښت زغملی شي ، نو مونږ

کولی شو چه هره ورځ شل ساعته فعاليت وکړو او يوازي څو ساعته خوب وکړو .

سره له دې چه ستاسي د ليدو ځواک ډير غښتلی دی ، خو لا هم د ځينو الوتونکو لکه باز او پتنګ په شان د ليرې واټن ليد نشی کولی . خو د حيرانتيا وړ خبره دا ده چه انسان داسی توان لری . د لندن د ښاري پوهنتون کارپوه داګلاس وويل چه که مونږ يوازي د سترګو په پرده باندي د رڼا د حساسيت په سلولونو کې د ليدو پروتين واچوو ، نو د نورو ژويو په شان د ليري واټن ليد کولی شو . برسيره پردې انسان نور پټ غښتلي او فوق العاده توانونه هم لری . مثلا د غږ نه چټکه څپه اوريداي شي او داسی نور .