د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخی ، د ناتو د دفاع وزيرانو دوه ورځنی نارسمی غونډه د روانې مياشتې په اتمه نيټه د اسپانيا په سويلی ښا ر کی پرانيستل شوه . په دغه غونډه کی به د افغانستان د حالاتو د ترينګلتيا په اړه بحث وشی . که څه هم امريکا له خپلو ملګرو هيوادونو څخه غوښتنه کړې چې افغانستان ته لازيات سرتيری وليږی خو ليدل کيږی چې د اروپا بېلا بيل هيوادونه به په دغه غونډه کی فعال ځواب ورنه کړي .
په تيره مياشت کی د ناتو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته به د دغه تړون د دفاع وزيرانو په غونډه کی د افغانستان د مسئلې په اړه منځګړيتوب وشی . که څه هم دغه نارسمی غونډه کومه ټاکل شوی اجندا نه لری او هم به پکې هيڅ رسمی پريکړه و نه شی خو د امريکا جمهوريت غوښتونکي ګوند په خپل هيواد کی له عمومی ټولټاکنو مخکی غواړی د افغانستان دوضعې د بدلون له لارې د بوش حکومت چې اوس د عراق په مسئله کی له لويې ستونزې سره مخامخ دی، دغې غونډې ته ښه بڼه ورکړي . که امريکا غواړی په افغانستان کی د بيا رغونې لارې چارې پرمختګ کړي بايد ژرترژره د ناتو رښتينی ملاتړ ترلاسه کړي .
له دغې غونډې نه مخکی په افغانستان کی د ناتو د عملياتو لارښوونې او تر سره کونې دنده د امريکايانو په اړه غاړه ده: د ناتو د اروپا د پوځ قوماندان او د امريکا جنرال ابنټنه کرادوک د تير کال په ديسمبر کی په خپل نوی مسؤليت پيل کړی او دغه راز د امريکا جنرال ډان مکنيل د روانې مياشتې په ٤ نيټه په افغانستان کی د ناتو پوځونو قوماندانۍ دنده او دغه راز روبرت ګيټس د دونالد رومسفيلد پر ځای د امريکا د دفاع وزير دنده پر غاړه اخيستی ده . په عادی حال کی نويو چارواکيو نوی تګلارې جوړې کړي خو دغه نوي چارواکي د نويو تګلارو په جوړولو بوخت نه دي . د طالبانو د بريدونو په وړاندی ،د ناتو په ياده شوې غونډه کی مرستې لټون د ګېټس او کرادوک لومړنی دنده ده .
اوس په افغانستان کی حالات ډير ترينګلي دی . په ٢٠٠٣ کال کی په دغه هيواد کی د ناتو له خوا د نړيوال سوله ساتی پوځ د قوماندانۍ له اخيستلو وروسته حکومت ضد بريدونه زيات شوی دي او د طالبانو نظام له را پرزيدو وروسته تېر کال ترټولو زياتې مرګ ژوبلې کېدونکی و. د يوې شميرنې له مخی ، په ٢٠٠٦ کال کی د طالبانو په ګډون وسله والو کسانو د ځانمرګو بريدونو په شمول زيات بريدونه کړي چې د وړم کال په پرتله څو ځله زيات شوی او په نتيجه کی څه دپاسه ٤٠٠٠ تنه وژل شوی دي . د روان کال له پيل راهيسی ددغه هيواد حالات نوره هم سخت شوی . د طالبانو مشر ويلی چې په پسرلی کی به لازيات بريدونه وکړي او څه دپاسه ٢٠٠٠ ځانمرګی بريد کوونکی بريدونو ته چمتو دي . د حالاتو د ترينګلتيا له امله د افغانستان بيا رغونه ځنډول شوې ، په دغه سيمه کی دنشه يی توکيو توليد او پلور هم زيات شوی چې په پايله کې يی بريدونه نور هم ډير شوی دي . څو ورځې دمخه ، طالبانو د هلمند ولايت د موسی کلا سيمه يوځل بيا ونيوله چې د لومړی ځل لپاره يی يو مهم ځای کنترول کړی دی .
څرګنده ده چې په دی حال کی په افغانستان کی ٣٣ زره تنه نړيوال سوله ساتی سرتيری کافی نه دي. د امريکا او ناتو مشرانو څوځله له غړو هيوادونو نه د سرتيرو د زياتوالی غوښتنه کړې خو چا ځواب نه دی ورکړی . د تير کال په نومبر کی د ناتو په سرمشريزه غونډه کی يا تيره مياشت د ناتو د بهرنيوچارو د وزيرانو په نارسمی غونډه کی ځينو هيوادونو يوازی له محتوياتو تشې ژمنې وکړې . د دغه سازمان سرمنشی جاپ دي هوپ دسيفير خبرداری ورکړ چې که ناتو په افغانستان کی د سرتيريو د کمښت له امله ناکامه شی نو افغانستان به د ترهګرانو په يوه ځاله بدل شی . د امريکا د دفاع وزارت د يو چارواکی په وينا د ناتو د اروپا د پوځونو قوماندان کلادوک يادې شوې نارسمی غونډې ته د وړاندی کولو لپاره افغانستان ته د لازيات سرتيرو د ليږلو يو پلان جوړ کړی چې په راتلونکو څلورو مياشتو کی پاکستان ته نژدی د افغانستان په ختيځ کې دوه زره او په جنوبی سيمو کې زر تنه سرتيری زيات کړي چې د هغو امريکايی سرتيرو ځای ډک کړي چې ژر به خپل هېواد ستانه شی.
اوس له امريکا ، بريتانيا او دانمارک نه پرته ډېرو هيوادونو په خپلو هيوادونو کی د عامو افکارو د فشار له امله د سرتيرو د زياتوالی په اړه خپل خوله پټوی او اسپانيا ، هالنډ ، فرانسې ، ايتاليا او ترکيې څرګنده کړې چې په نژدی وخت کی به افغانستان ته نور سرتيری ورنه کړي . که څه هم المان د روانې مياشتې په ٧ نيټه افغانستان ته د څارنې لپاره د شپږو چورلکو د لېږلو ژمنه کړې خو ويلي يی دي چې سرتيری به زيات نه کړي او اوس به د افغانستان په شمال کی خپل سرتيری د دغه هيواد جنوب برخې ته وليږی . له همدې امله امريکا او بريتانيا خپله ناخوښی څرګنده کړه او ويی ويل په دغه حال کې به په پسرلی کی ناتو په افغانستان کی له ډيرو ستونزو سره مخامخ وی . نو ويل کيږی چې په افغانستان کې د جګړو د سختيدو په حال کی به د ناتو تړون د سرتيرو د زياتوالی په اړه لانجې روانې وي .