<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-09 20:02:11    
د چين د پسرلني جشن د لمانځلو لپاره ډرامې

cri

هر کال پسرلني جشن د چينايانو لپاره تر ټولو لوی جشن ګڼل کيږی. که څه هم اوس سږنی پسرلني جشن يعنی د فبروری اتلسمې نېټې لا هم څه وخت پاتې دی.خو د بېجينګ او شانګهای په ګډون په يو لړ لويو ښارونو کې د دغه جشن د لمانځلو لپاره ډېرې ډرامې ښوول شوي دې.د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغو ډرامو په اړه څه معلومات درکړم.

اوس تاسی د ما هوا په نامه د يوې ډرامې ژوندي غږ واوريده.ما هوا سره کړي خواړه دي چې چينايان يې ډېر خوښوي.خو دغه ډرامه له ما هوا سره هيڅ تړاو نه لري. د دغې ډرامې جوړونکی ښاغلی جو دا يونګ په أند د دغې ډرامې يوازنی موخه د نندارچيانو خندول دي.ده وويل

مونږ غواړو چې نندارچيان د دغې نندارې په ترڅ کې تل وخندوو. نو د دغې ډرامې د جوړولو په ترڅ کې مو د فيشنونو،ساعت تيريو او د خلکو د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله ډېر موضوعات غوره کړل. نو ويلی شو چې دغه ډرامه د تېر کال لپاره يو لنډيز دی او د نندارچيانو تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی.

په وروستيو ورځو کې پر ما هوا سر بېره ډېرې نورې ډرامې هم نندارچيانو ته ښوول شوي دي. هغه ډرامه چې د ښار په بېلا بېلو ځايونو کې اهرام شته نومېږي، څو زره کلونه دمخه په لرغونی مصر کې د يوې نجلۍ او يو خطرمنونکی ترمنځ د مينې کيسه ليکلې ده. زما له پخوانی ماينې سره د مينې په نامه ډرامه په خندونکی

ژبو ، طبيعی نندارې او د ژوند په ترڅ کې د ډېرو کوچنيو پيښو له امله د ميړه او ميرمنی ترمنځ د اړيکو د پرې کولو په هکله يوه کيسه نندارچيانو ته وړاندی شوې ده.

د بېجينګ په شان د چين په ختيځ ښار شانګهای کې هم د پسرلني جشن د لمانځلو لپاره يو لړ ډرامې په پرله پسی توګه نندارچيانو ته وړاندی شوې. زما نجلی ژو هوا په نامه يوه ډرامه چې د شانګهای د ډرامې ډلې له خوا وښودل شوه،د دغې ډرامې کيسه داسی ده چې يوه ځوان د انټرنېټ له لارې خپله مينه پيدا کړه او په ترڅ کې يې له ډېرو خندونکيو پيښو سره مخامخ شوی. د دغه ښار د ډرامې هنری مرکز په دي کې د اتلانو کيسې په نامه يوه ډرامه د سټيج پر سر خپره کړه . دغه ډرامه د امريکايي ليکوال جمس شرمان د اثر سره سم جوړه شوې او کيسه يې داسی ده : دوه کورنۍ چې يو له بل سره هيڅ تړاو نه لري،له نابلدو ګاونډيانو څخه په ښو ملګرو بدليږی.بر سېره پردی، مونږ به د لومړی مينې او مينانو په ګډون له ډېرو دغه شان ډرامو څخه خوږې مينې احساس کړو.

د چين د پسرلني جشن د لمانځلو لپاره د ډرامو ښوول يوازی څو کلن تاريخ لري. په دوه زره لومړی کال کې د پسرلني جشن د لمانځلو لپاره د ځانګړو فلمونو په رامنځ ته کيدو سره په بېجينګ کې هم په همدې موخې ډرامې رامنځ ته شوې او ورپسی د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې دغه شان ډرامې په پرله پسی توګه نندارچيانو ته وړاندې شوي دي.داسي ډرامې له دوديزو ډرامو سره توپيرونه لري چې په عمده توګه د ساعت تېرۍ لپاره ليکل شوې او د ځوانانو ډېری خوښي يې تر لاسه کړی دی.د مشهورې ډرام ليکونکې ميرمن چن ني ني وويل

 زمونږ لپاره تر ټولو د پاملرني خبره دا ده چې څومره ټکټونه به

وپلورل شي.او څنګه به د نندارچيانو غوښتنې پوری شي.د دغه شان ډرامو نندارچيان په عمومی ډول له پنځه لس کلنی څخه تر پنځه دېرش کلنې پوری ځانان دي . ځکه چې دوی ژر نوی شيان منی او د اوسنی زمانې استازي دي.

چن ني ني زياته کړه په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد په پرله پسی چټکتيا سره د هنر او کلتور په ساحه کې د وګړيو لګښت هم زياتيږي. ډرامې چې پخوا يې زيات شمېر نندارچيان راجلب نه کړل، اوس د ډېرو کسانو له خوا منل او خوښې شوي او په راتلونکی کې به بېلا بېل پرمختګونه پکې رامنځ ته شي.