<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-09 20:20:24    
په چين کې د همايون نظامي ورځنی ژوند

cri

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې قدرمنو اوريدونکو زه خوشحال تايب مو په سلامونو ستايم هيله ده چې د بشپړې روغتيا په جامه پټ او د خوښۍ شپې ورځې مو په برخه وي،درنو اوريدونکو د بهرنيان په چين کې نننۍ برخې کې به د تيرې اونۍ يعنې د ښاغلي همايون نظامي د مرکې پاتې برخه درواروم،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شی،لکه څنګه مې چې په تيره خپرونه کې درته ويلي وو ښاغلی همايون نظامي د افغانستان اصلي اوسيدونکی دی چې د شاوخوا يوولس مياشتو را په ديخوا په بيجينګ کې په کار او ژوند بوخت دی،دده په تيرو خبرو کې مو واوريدل چې زياتره نورو هيوادونو ته يې سفرونه کړي خو د نورو ټولو هيوادونو په پرتله يې چين ډير خوښ شوی دی،او د چيني خلکو چال چلند ډير تود ورته ښکاري، د ښاغلی نظامي په وينا چين د تاريخي آثارو له پلوه يو بډاي هيواد دی،که څه هم تر اوسه يواځې لږ شمېر سيمو ته تللی خو غواړي چې له لازياتو سيمو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړي دی پدې هکله زياتوي:

ما د شينجيانګ خپلواکې سيمې د ارومچي ځينې برخې ليدلي دي،همدا شان په بيجينګ کې ځينو تاريخي ځايونو لکه د چين لوي ديوال،شاهي ماڼۍ تيان ان مين ډګر او ځينو نورو سيمو ته تللی يم ،ځکه زه لږ څه روغتيايي ستونزه لرم،او ډير ګرځيدای نشم،خو ډيره مينه او شوق راسره شته چې زيات تاريخي ځايونه يې وګورم،ځکه تاسې وينی چې دا هيواد ډير ښکلي او د ليدو وړ ځايونه لري،همدا شان چين ښکلي ښکلي ښارونه لري،چې تر اوسه زه لا پدې نه يم توانيدلی چې ډيرو زياتو ځايونو ته ولاړ شوم،او تر ډيره په خپلو کارونو بوخت يم.

د بيجينګ په ښار کې په زرګونو بهرنيان له خپلو کورنيو سره ژوند کوي،خو بيا د نورو هيوادونو د وګړو په پرتله، افغانان په بيجينګ کې دومره زيات نه ليدل کيږي،ځکه زياتره افغانان د شينجيانګ په خپلواکه سيمه او يا هم په يووو او ګوانجو ښارونو کې په خپلو ورځينو چارو بوخت دي،ولې دلته په بيجينګ کې هم يو کم شمير افغانان شته چې په هغې ډله کې يوه هم د ښاغلي نظامي کورنۍ ده، همايون نظامي وايي دی له خپلې کورنۍ سره چې دده ميرمن،څلور اولادونه او دده مور او پلار پکې شامل دي يو ځای اوسيږي،ده وويل چې د کورنۍ ټول غړي يې که څه هم تل خپل هيواد ، دوستان او خپلوان يادوي خو په بيجينګ کې د ژوند کولو څخه هم ډير خوښ او خوشحاله دي:

وطن خو وطن دی،هر څوک پخپل وطن پسې خفه وي،او خپل وطن يې خوښيږي،موږ چې دلته په چين کې ژوند کوو الحمدالله آرامه او خوشحاله يو،دوه ماشومان مې ښوونځي ته ځي او يو بل يې وړکتون ته ليږم،او يو بل ماشوم مې ډير کوچنی دی چې په کور کې يې پالنه کوو، مور او پلار مې چې زاړه دي هم يو ځای راسره اوسيږي، چې دلته په چين کې له ژوند کولو څخه خوښ او خوشحاله دي،دلته په بيجينګ کې ښکلي پارکونه او د تفريح ځايونه شته، کله چې له خپلې دندې څخه بيرته کور ته ستنيږم هغوي پارکونو ته بيايم،سيل کوي او ټول په ګډه چکر وهو،چې د خوښۍ څخه يو ډک ژوند لرو.

څرنګه چې په افغانستان کې شاوخوا دونيمې لسيزې جګړې روانې وې نو له امله يې بيلابيلو برخو ته سخت زيانونه اوښتي ،چې اوس يې په جوړونه کې زياتره هيوادونو د مرستې لاس وراوږد کړی دی،د ښاغلي نظامي په آند که د چين تاريخ ته وګورو نو دا هيواد هم يو وخت سختو جګړو ځپلی وو،خو خلکو يې په ټينګ هوډ سره وکولای شول چې د پرمختګ اوسنۍ مرحلې ته يې راورسوي،نو موږ هم بايد پدې برخه کې له دوی څخه پند واخلو او د خپل هيواد په بيا آبادی کې پوره ونډه واخلو دی زياتوي:

که د چين تاريخ ته وګورو دوي هم زموږ په شان بدې ورځې تيرې کړي،نو زما له خپلو خلکو څخه هيله دا ده چې سره يو لاس شي،د خپل وطن د بيارغونې لپاره کلکه ملا وتړي،ځکه وخت روان دی او تيريږي،او بيرته نه راستنيږي،نو بايد ټول خپل وخت په صادقانه او ريښتينې توګه په کار او زيار تيره کړي،تاسې چينايانو ته وګورۍ،چې خپل هيواد يې کومې کچې ته رسولی دی،د چينايانو يو بل ښه خوی او خصلت دادی چې په کار کولو هيڅکله نه شرميږي،بلکې وياړ پرې کوي،موږ هم بايد په کار کولو ونه شرميږو او له بيځايه کبر او غرور څخه ډډه وکړو،له خپل ټغر سره برابرې پښې وغځوو او خپل هيواد بيا آباد کړو،

د چين د نړيوالې راډيو محترمو اوريدونکيو دا وې په بيجينګ کې د ميشت افغان ښاغلي همايون نظامي څرګندونې چې تاسو واوريدې او پدې سره د بهرنيان په چين کې اوسنۍ برخه هم پاي ته رسيږي ،تر راتلونکې اونۍ او بل پروګرام پورې مو په پاک او مهربانه څښتن تعالی سپارم ،ښاد او بريالي اوسۍ.