د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د فبروری په نهمه نيټه په اسلام أباد کې وويل تير کال له پاکستان څخه د چين د دولت رئيس هو جين تاو ليدنې ستر برياليتوب تر لاسه کړی او پاکستان يې له پايلو ډير خوښ دی . د ليدنې په ترڅ کې د پايلو پلی کولو په موخه دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ، پانګونې ، پولی چارو او د دواړو هېوادونو د وګړيو تر منځ د تګ راتګ په ساحو کې پرمختګونه تر لاسه کړي دي .
شوکت عزيز د چين د بهرنيو چارو وزير له مرستيال څوی تيان کای سره د کتنې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکی کې به يو ځل بيا له چين څخه ليدنه وکړي او د دې فرصت له لاری به د چين د اقتصاد د پرمختيا له تجربو څخه ګټه واخلي .
نوموړي وويل د چين د اقتصاد پرمختيا شاو خوا هېوادونو او نړۍ ته فرصتونه رامنځته کړی او د ټولې نړۍ په ثبات او سمسورتيا کې فعال رول لوبوي .