<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-10 19:23:31    
په چين کې د بزګرانو له خوا د کتابونو لوستلو اختر

cri

د بزکرانو د علمی او تختيکی پوهې د زياتوالی له امله د چين د کليوالو سيمو بڼه بدله شوې او د کلتوری پوهې د زده کړې له لاری د بزګرانو د ژوند سويه لوړه شوې ده .په وروستيو ورځو کې د چين د جنوب لويديځ د سی چوان ولايت په نان چونګ ښار کې د بزګرانو له خوا د کتابونو لوستلو په اړه د لومړی دورې فعاليت پای ته ورسيد.

په دغه فعاليت کې داسی يو حالت ليدل شوی چې زياتو سيمه ايزو حکومتونو د کتابونو د اخيستلو لپاره بزګران راغونډ کړي وو.د دغه ښار د هو هوا علاقه دارۍ د مسئولې فونګ مين په مشرۍ څه د پاسه ١٥٠ تنه بزګرانو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ .هغې وويل چې له دی لاری سيمه ايز بزګران شتمن کيدای شی .په دغه فعاليت کې به د ګډون له امله په بيلا بيلو ساحو کې د بزګرانو پوهه زياته شی په تيره بيا دوی به د ژوند ،توليد او د کورنيو مرغانو د روزلو په برخه کې لازيات معلومات ترلاسه کړي .

په وروستيو کلونوکې د چين د کرنې د علمی کيدو بهير د پر له پسی چټکتيا او د ښاری کيدو بهير د دوام له امله ګڼ شمير بزګران د کاری فرصتونو د پيدا کولو لپاره ښارونو ته تللی او زياتره يی په ښارونو کې په ساختمانی چارو بوخت دی .يوه خوا دوی د ساختمانی چارو پوهې ته اړتيا لري بله خوا په خپلو ټاټوبيو کې د کرهڼيز توليد لپاره دوی هم په دغه برخه کې دکتابونو اخيستلو ته هم اړتيا لري .يانګ هونګ جون دغه شان يو کليوال کارګر دی .هغه خبريالانو ته وويل چې دغه فعاليت د بزګرانو لپاره ډير ګټور دی .

چين د کرنې په برخه کې يو لوی هېواد دی او له يو مليارډ او دری سوه مليونو نفوسو څخه يې نژدی اته سوه مليونه تنه په کليوالو سيمو کې ژوند کوي او د دغو سيمو زياتره بزګران د زده کړې هيله لري .خو اوس د چين په دغو سيمو کې يو لړ ستونزې موجودې دي ، د کرنې په اړه د کتابونو شمير لږ او د دغو کتابونو اخيستلو شبکه بشپړه نه ده چې تر يوې اندازې پوری يې د سوسياليستی نويو کليو پر سمسورتيا منفی اغيزه کړې ده .د دغه فعاليت جوړونکی او د چين د ملی ولسی کانګرس د سياسی منشورتې کميټې دايمی غړی او په کلتوری چارو کې د چين د مرستندويه کميټې مشر شيو وی چنګ وويل چې له نن څخه به د چين حکومت بزګرانو ته د غوره کتابونو د برابرولو لپاره ريښتينی تدبيرونه ونيسی مثلأ د بزګرانو د توليد او ژوند لپاره به په هر کلی کې د کتابونو کتلو ځای جوړ کړي .

د دغه فعاليت د تر سره کولو په موده کې د چين حکومتی موسسو او د چاپ سازمانونو په وړيا توګه د دغه ولايت بی وزليو کليو ته د لسګونه مليونه يوانو په ارزښت کتابونه او د کتاب خانې اړوند تجهيزات ور کړل او د کرنې په اړه يې د کتابونو د چاپ او خپرونې په هکله يو سيمينار جوړ کړ.د هېواد د بيلا بيلو ځايونو د کرنې ،د کليوالو سيمو او بزګرانو د مسئلو په اړه کارپوهانو او د کتابونو د چاپ او خپرونې په برخه کې اړوندو مسئولينو د هغو کتابونو د چاپ په باب بحث وکړ چې د بزګرانو د توليد او ژوند له ريښتينی حالت سره تړاو لري .