<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-11 16:46:03    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم ! ځينو اوريدونکو له مونږ څخه پوښتنه کړې چې په چين کی خلک په يوه اوونۍ کی څو ورځې کار کوي او رخصتی مو څنګه ده . د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو .

د ١٩٩٥ کال د می د شپږمې او اومې نېټې راپه دی خوا د چين د خلکو لپاره د لومړي ځل لپاره په هره اونۍ کې دوه ورځنی رخصتی وټاکل شوه . تر اوسه پوری څه دپاسه لس کاله تېر شوی او د يو زر يو سل او څلويښت ځلو لپاره له دوه ورځنيو رخصتيو وروسته د چين د خلکو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته شوی دی.

د نوي چين له جوړېدو څخه د شلمې پېړۍ د نهمې لسيزې تر پيل پوری د چين خلکو هره ورځ اته ساعته کار او په يو کال کې يی دوه زره څلور سوه او اته څلويښت ساعته کارونه کول . د ١٩٩٤ کال د می له لومړې نيټې څخه د کار دغه نظام بدل شوچه په هره اونی کې پنځه نيمې ورځې د کار نظام پلی شو چه په پايله کې په هرو دوو اوونيو کې د رخصتۍ بله يوه ورځ هم زياته شوه . د ١٩٩٥ کال د می له شپږمې نېټې څخه د چين خلک په هره اوونۍ کې يوازی پنځه ورځې کار کوی چې دا د چين د ټولنې د پرمختګ يوه نښه ګڼل کيږی.

دغه راز د دوه ورځنی رخصتۍ د نظام له برکته د چين څواړخيزو چارو په تېره بيا د سيلانۍ چارو ډير پرمختګ موندلی دی. په دوه ورځنی رخصتی کې زيات شمېر خلک منظره لرونکو سيمو ته سفر کوی چې د جمعې په شپه له کور څخه خوځيږی او د دو شنبې په سهار بېرته راګرځي .

برسيره پر دې، د هر کال د می له لومړې نېټې څخه تر اومې نېټې پوری او د اکتوبر له لومړې نېټې څخه تر لسمې نېټې پوری د چين د خلکو د رخصتۍ ورځې دی چه درې ورځې يي رسمي او څلور ورځې يي قانونې رخصتۍ دي چې د چين د خلکو لپاره بهر ته د سيل ښه فرصت دی. د تازه شمېرنې له مخې، په تېرو شپږو کلونو کې د کاګرو اختر او ملی جشن په موده کې د سيلانۍ له چارو څخه تر لاسه شوي عايدات څه دپاسه پنځه سوه شپېته مليارډو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی او په منځني توګه د هرې اوه ورځنی رخصتۍ په موده کې د هرې ورځې عايدات يي څه نا څه څلور مليارډه او دوه سوه مليونه ژن مين بی يوانه دی.

د مکاو د اوړوندو څانګو د شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٦ کال د می د اومې نېټې د شپې له دولسو بجو څخه بيا د بلې شپې تر لسو بجو پوری څه ناڅه دوه لکه او پنځوس زرو تنه مکاو ته تللي يا له مکاو څخه وتلي دي چې په دغه جمله کې يو سل څلور ديرش زرو تنو مکاو ته سفر کړی . د روان کال د لومړنې اوه ورځنی رخصتۍ په موده کې مکاو ته د تللو يا له مکاو څخه د وتلو سيلانيانو شمېر اتلس مليونه او شل زرو تنو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږ کم دی.

د معلوماتو له مخې د رخصتيو په موده کې د سيلانۍ چارو د پرمختګ تر څنګ د شيانو پلورلو ارزښت هم لوړ شويدي. د کومی په نامه د برېښنايی الاتو د شرکت د عمومی مينيجر ښاغلي جاو باو مين په وينا د دغو اوه ورځنيو رخصتيو په موده کې د برېښنايی الاتو د پلورلو اندازه د څلويښتو عادي ورځو سره برابره ده په بله ژبه په هره ثانيه کې څه نا څه پنځلس بريښنايی الات پلورل کيږي او د پلورلو اندازه يي د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه سوه اته اويا زياته شويده .