<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-11 19:32:30    
د بېجينګ د جون ګوان چون علمی سيمه

cri

ټولو ته معلومه ده چی د عالی او نوی تکنالوژی د استعمالولو له برکته د يوه هېواد اقتصاد او ټولنه ترقی موندلی شی٠ په امريکا کی د سيلينيوم ويلی يعنی د سيلينيوم دری په نامه علمی سيمه ډېر شهرت لری، د شلو کالو راهيسی د چين اقتصاد او ټولنی د نړيوالو له خوا د توجه وړ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی دی چی دا هم د عالی او نوی تکنالوژی د استعمالولو سره نژدی اړيکی لری٠ جون ګوان چون د بېجينګ په شمال لويديځ کی پروت دی او ددی ځای په نامه علمی او تخنيکی سيمه د اوو علمی سيمو څخه عبارته ده او مساحت يی دری سوه شپيته مربع کيلو متره دی٠ دغه سيمه ځکه په چين کی تر ټولو لويه علمی او تخنيکی سيمه ګڼل کيږی، علت يی دا دی چی د چين د بېجينګ او چين هوا مشهورو پوهنتونو په شمول نهه دېرش عالی مدرسی پکی پرتی دی چی څلور لکه تنه محصلين پکی زده کړه کوی او هر کال يو لک تنه فارغ کيږی٠ دغه راز د چين د علومو د اکادمی په استازيتوب دوه سوه ديارلس ډول ډول څېړونکی سازمانونه او انستيتوتونه هم په دی سيمه کی واقع دی چی په سلو کی اوه دېرش اکادميک غړی پکی کار کوی او هر کال څو زره ډوله علمی برياليتوبونه اختراغ کوی٠ برسيره پر دی په جون ګوان چون کی د نورو ځايونو نه د انجنيری مرکزونه او د سوفت وير د توليدولو ډېری لويی اډی هم پرتی دی٠ د جون ګوان چون د علمی او تخنيکی سيمی د اداری څانګی مسئولی جان وويل چی په ١٩٨٠ کال کی د جون ګوان چون د علمی او تخنيکی سيمی د جوړيدو مقدماتی کارونه پيل شول او په ١٩٨٨ کال کی په رسمی توګه پايته ورسيدل٠ د پنځلسو کالو راهيسی په دی سيمه کی د تصديو شمېر له پنځو سوو اوه ويشتو څخه دوولسو زرو يو سلو يو شپيتو ته او کارکوونکی يی د لسو زرو تنو نه څلورو لکو تنو ته زيات شويدی، عايدات يی يو سلو اويا چنده، دولت ته د ور کړ شويو مالياتو اندازه يی دوه سوه چنده او صادراتی اندازه يی دری سوه چنده زيات شويدی چی تېر کال دغه اندازه دوو زرو اتو سوو اوه اوياو مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيد٠

اوس په جون ګوان چون کی د نرم افزار يعنی سوفت وير او انتګراتيد سيرکيوت د ډيزاين ، د موبل مخابراتی تجهيزاتو، کمپيوتر، اسکنر ، د راديويی او تلويزيونی خپرونی د تجهيزاتو او د لمر د انرژی د استعمالولو د توليداتو د جوړولو او خرڅولو برخی د نورو ځايونو نه زياتی دی٠ د نړی د مشهورو پنځوسوو لويو شرکتونو څخه نژدی شپيتو شرکتونو مثﻵ ای بی ايم ، ميکرو سوفت او ميسوبيشی نړيوالی شرکتونه په جون ګوان چون کی يو زرو پنځه سوه څېړونکی سازمانونه او سهامی تصدی جوړی کړی او دننه په هېواد کی پنځوسو سهامی شرکتونو لکه ايلينو او ستون شرکتونه هم خپله استازی لری٠ د ايلينو شرکت د ارتباطی څانګی يوی ماموری وويل زمونږ شرکت هر کال دوه مليونه دانی کمپيوترونه توليدوی او د حساب لوی الکترونيکی ماشينونه، ديجيتال کمری، موبل تيلفونونه او نور الکترونکی توليدات د هېواد په دننه او بهر کی ښه بازارونه لری، دغه راز زمونږ شرکت په اوو هېوادونو کی هم استازی لری٠ د جون ګوان چون علمی او تخنيکی سيمی ځکه په لنډه موده کی د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړيدی، علتونه يی ډېر دی، خو ډېر مهم علت يی د حکومت قوی پلوی او امتيازی تګلاره ده چی ددی تګلاره له برکته د تصديو د پرمختګ لپاره ډېره مساعده زمينه برابره شويده٠ لنډه دا چی جون ګوان چون له زياتو فرصتونو او چلينجونو سره مخامخ دی او راتلونکی يی هم ډېره روښانه ده ٠