د ٢٠٠٧ کال په پيل کی ملی موزيم اعلان وکړ چی د دغه موزيم رنګارنګ نندارتونونه به د جنوری له يوويشتمې نېټې څخه يو په بل پسې پای ته ورسيږی او د همدې مياشتې تر پايه پوری به يې د پراخوالۍ لپاره تياريانونې بشپړې شي. دا چی د دغه موزيم د بيا پرانستلو وخت نه دی ټاکل شوی، نو له تړلو مخکی ورځو کی ډېروکسانو ور څخه ليدنه وکړه.
ميرمن يو چی له خپل ميړه سره زموږ خبريال ته وويل چی په ورځپاڼه کی د دغه خبر له ليدو وروسته دلته راغلی ده. ملی موزيم ډېر اوږد تاريخ لری. نن ورځ زه نه يوازی د ليدنې بلکه له موزيم سره د مخه ښې لپاره هم راغلې يم.
د چين ملی موزيم چی د تيان ان من ډګر په ختيځ کی پروت دی، په ٢٠٠٣ کال کی د چين د تاريخی موزيم او د انقلابی موزيم لخوا جوړ شوی دی. د چين د تاريخ پر موزيم نوی کاله تير شوی او پکی په مفصله توګه د چينی ملت تاريخ او کلتور څرګندونه کيږی. له لس ګونو کلونو راهيسی لس مليونه تنو نندارچيانو له دغه موزيم څخه ليدنه کړې ده. د ملی موزيم له جوړېدو وروسته، څه دپاسه شپږ لکه هنری اثار پکی شامل شوي او ډېر کورني او بهرنی نندارتونونه پکی تر سره شوی دي. د بېلګی په توګه د مصر د ملي زيرمتونونو او د يونان د هنری اثارو نندارې او داسې نور. د تيرې جنوری په مياشت کې له ځمکې څخه د هو بی ولايت د کشف شويو هنری اثارو نندارې په شمول له ځينو کورنيو نندارو څخه د چين اوږد او رنګارنګ کلتور او هنر ښکاريږی.
ټاکل شوی چی د ملی موزيم د پراخولو پروژه په راتلونکی اپريل کی پيل شي او له دغې پروژې وروسته به د ملی موزيم مساحت يو لک او دوه نوی زره مربع ميترو ته ورسيږی چې په نړۍ کی به تر ټولو لوی موزيم وي.
د ملی موزيم مشر ښاغلي لو جانګ شن د دغه موزيم د راتلونکي په اړه وويل د ملی موزيم د پراخولو پروژه به تر ٢٠١٠ پوری بشپړه شي. په نوی موزيم کی به هغه کورني سامان الات وښودل شي چی د مينګ او چينګ په امپراطوری دورو کې يی رواج درلود. نندارجيان به د چين د لرغونو کورنيو سامان الاتو د هنری راجلبونې احساس وکړي.
د ملی موزيم د ځانګړي جغرافيايی موقعيت له امله، نندارچيان له تيان ان من ډګر څخه د ليدنې تر څنګ له دغه موزيم څخه هم ليدنه کوی. ډېرو نندارچيانو زموږ خبريال ته وويل دوی د ملی موزيم د تړلو په اړه خبر نه وو او ډېر خوشحالی دی چی په وروستی ليدنه کی برخه اخلي.
ميرمن جو يا د ملی موزيم يوه داوطلبه لارښوونکې ده. په وروستيو ورځو کی يې د لارښوونو د بشپړېدو په وخت کی له نندارچيانو څخه غوښتنه وکړه چی خپلو خپلوانو او ملګرو ته ووايی د مخه ښې لپاره له ملی موزيم څخه ليدنه وکړي.
د ملی موزيم يو اړوند مسئول وويل د پروژې په موده کی به دوی د ګرځنده نندارو په شمول د بېلا بېلو تدبيرونو له لارې نندارچيانو ته اثار وښيي.