<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-12 19:14:21    
د چين د ژوند د بيمې محدود شرکت د کورنيو اسهامو په معاملې پيل وکړ

cri

ګرانو اوريدونکيو ، د چين د ژوند د بيمې محدود شرکت د جنوری په ٩ نېټه په شانګهای کې د اسهامو په معاملې پيل وکړ . دغه شرکت په هانکانګ او امريکا کې د خپلو اسهامو په معاملې له پيل وروسته لومړی ځل د چين دننه د اسهامو معامله پيل کوي .د دوی د اسهامو د معاملې په لومړی ورځ د دغه شرکت د اسهامو بيه لوړه شوه چې له دی څخه د دغه شرکت له اسهامو سره د چين پانګه اچوونکيو زياته علاقه څرګنديږي .د چين د سوداګرۍ او اقتصاد په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين د ژوند د بيمې محدود شرکت د کورنيو اسهامو د معاملې په باب معلومات وړاندی کړو .

 د جنوری په ٩ نېټه په نهو بجو دغه شرکت په رسمی توګه د شانګهای د اسهامو د معاملې په بازار کې د اسهامو معامله پيل کړه .دغه شرکت په چين کې د ژوند د بيمې په برخه کې لومړی لوی شرکت دی او د چين په بازار کې يې د برخې اندازه په سلو کې له څلويښتو څخه اوښتې ده .په ٢٠٠٣ کال کې دغه شرکت په وار سره په نيويارک او هانکانګ کې د خپلو اسهامو معامله پيل کړه او تر اوسه پوری د خپلو اسهامو د ارزښت له پلوه لومړی مقام نيولی دی .

د چين د ژوند بيمې محدود شرکت غواړي چې د يو مليارډ او پنځه سوه مليون اسهامو د خپرولو له لاری ٢٨ مليارډ يوانه راغونډ کړي .د معاملې په لومړی ورځ د دغه شرکت عمومی مدير يانګ چاو خبری رسنيو ته وويل چې دوی د اسهامو له بهرنيو بازارونو څخه بيرته چينايی بازار ته راغلی چې د پانګه اچوونکيو د ګټو د تر

لاسه کولو لپاره هڅه وکړي .

د نوموړې معاملې په ورځ د چين د ژوندد بيمې محدود شرکت اسهامو ته د پانګه اچوونکيو له خوا پاملرنه شوې ده . پانګه اچوونکيو د دغه شرکت د لوړې بيمې له مخې د چين د ژوند د بيمې بازار د راتلونکی پرمختګ په هکله هيله څرګنده کړې ده . د تير کال په اکتوبر کې د چين د بيمې د څارنې او ادارې کميټې له پنځه کلن پرمختيايی پلان سره سم به تر ٢٠١٠ کاله پوری د چين د بيمې د چارو عايدات زر مليارډ يوانو ته ورسيږي چې دغه اندازه به د ٢٠٠٥ کال په پرتله څه د پاسه يو ځل زياته شی .

د چين د خلکو پوهنتون د پولی انستيتيوت مرستيال جاو سی جون وويل د چين د بيمې بازار پر زيات پرمختيايی امکاناتو سربيره په کورنی بازار کې د چين د ژوند د بيمې محدود شرکت ځانګړتيا او تفوق هم د پانګه اچوونکيو له خوا د دغه شرکت د اسهامو اخيستلو يو لامل دی .زمونږ شرکت د چين د بيمې په چارو کې د ملاد تير رول لوبوي او د چين د بيمې چارو د راتلونکي پرمختيا استازيتوب کوي .د پانګونې له پلوه د چين د بيمې چارو د چټکې پرمختيا له امله به يی د اسهامو بيه هرو مرو لوړه شی .

د معلوماتلو له مخې د تير کال د دوهمې نيمې له پيل څخه د چين بانک او د چين نړيوال هوايی شرکت په شمول ځينيو لويو دولتی تصديو د چين د اسهامو په بازار کې خپله معامله پيل کړې چې له امله يی د چين پانګه اچوونکي له اقتصادی پرمختيا او د يوانو د تبادلوی ارزښت له زياتوالی څخه ګټه اخلي او د چين د اسهامو بازار د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور دی . دغه راز به يې له مخې د چين د سهامی شرکتونو کيفيت لوړ او په دغه برخه کې پر کورني بازار باندی د پانګه اچوونکيو باور پياوړی شی .

د چين د ژوند د بيمې محدود شرکت د اسهامو معاملې د پيل په لومړی ورځ د شانګهای د اسهامو د معاملې بازار عمومی مدير جو چونګ جيو وويل بيرته کورنی سهامی بازار ته د ژوند د بيمې د محدود شرکت راتګ د چين د اسهامو د بازار لپاره ډير زيات اهميت لري هغه وويل په ٢٠٠٦ کال کې د چين د پانګونې په بازار کې زيات پرمختيايی فرصتونه رامنځته شوي او د دغه شرکت د معاملې له پيل څخه د اسهامو د بازار ښه راتلونکی څرګنديږي .