<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-12 19:18:04    
ښاغلی دوان چيانګ په پوره توان سره د قرغزی قوم ولسی سندرې ژغوری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدنکو،السلام عليکم!د چين په شينجيانګ کښی د قزلسو په نامه د قرغزی قوم په خپلواکه لويه ولسوالۍ کښی د دغه لرغونی قوم ګڼ شمير هېوادوال اوسيږی٠ دوی له زرګونو کلونو راهيسی په دغه خاوره کښی کوچيانی ژوند تيروی او د ولسی سندرو په برخه کښی يې خپل غنی او رنګارنګ کلتور رامنځ ته کړيدی٠ خو د وخت په تيريدو سره يې زياتې قيمتی ولسی سندرې د له منځه تلو په حال کی دي٠ ښاغلی دوان چيانګ په پوره توان سره د قرغزی قوم د ولسی سندرو د ژغورلو لپاره هڅې کوی٠نو شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د ښاغلی دوان چيانګ په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

ښاغلی دوان چيانګ چې دری اويا کلن دی، په چين کی د قرغزی قوم د ولسی موسيقي د څيړلو په برخه کښی يو مشهور هنرمند دی ٠ هغه په يوه داسی کورنۍ کی چې ګڼه کلتوری فضا يې درلوده، وزيږيده او له کوچنيتوب څخه يې ادبی او هنری ښوونه حاصله کړه٠ په ١٩٤٩ کال کښی هغه د پوځی خدمت لپاره شيجيانګ ته ورسيد او په دوهم کال کی د کانکور ازموينې له لاری د چين د موسيقی په پوهنځی کی داخل شواو له دغه پوهنځی څخه تر فارغيدو وروسته يې د شينجيانګ د کاشغر په سيمه کښی د ملی لږکيو د موسيقو راټولولو په کارونو پيل وکړ٠ هغه وويل: (ٌ ما په ١٩٥٠ کال کښی د شينجيانګ د قومی موسيقو د راټولولو په هکله يو هراړخيز پلان جوړ کړ او وروسته له هغه می په پوره توان سره د شينجيانګ د ملی لږکيو د موسيقي او په تيره بيا ولسی سندرو د راغونډولو او تنظيمولو په کارونو پيل وکړ٠ ٌ

ښاغلی دوان چيانګ د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ اوسيدونکی دی ، نو د ملی لږکيو له هېوادوالو سره د اړيکيو ټينګولو په موخه يې د دوی د ژبو د زده کولو لپاره سخت کوښښونه وکړل او له خپل ځان سره يې هوډ وکړ چې بايد نه يوازی د ملی لږکيو له هېوادوالو سره خبرې وکولای شی ، بلکی په ژوره توګه د يو قوم د تاريځ د پرمختګ په هکله هم پوره معلومات ولری٠ ښاغلی دوان چيانګ د کوششونو له لاری ګام په ګام د ځينو ملی لږکيو ژبې زده کړې او د شينجيانګ له ولسی سندرو سره يې مينه پيدا کړېده٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ د ملی لږکيو د ژبو له زده کولو وروسته له کليوالو سره د خبرو په بهير کښی ژباړی زما لپاره په کار ندی او د ويغوری ليک دود په وسيله د سندرو شعرونه ليکلای او د هان قوم د سندرو شعرونه په ويغوری ژبه ترجمه کولای شم ٠ ٌ

خو په تيره پيړۍ کښی د قرغز قوم په ګډون د ځينو ملی لږکيو د ولسی سندرو د ورکيدو له امله د ښاغلی دوان چيانګ زړه ډير خفه شو٠ نو هغه د قرغز قوم د ورکو شويو ولسی سندرو د ژغورلو لپاره د پامير لوړې غرنی سيمې ته لاړ چې هلته ګن شمير قرغزی هېوادوال اوسيږی٠ هغه وويل:

ٌ زه د قرغزيانو د ولسی سندرو د لټولو په موخه د پامير په لوړه غرنی سيمه کښی د اتو مياشتو لپاره پاتی شوم او د ټايپ ريکاردر په وسيلې می د دغه قوم نژدی ټولې ولسی سندرې ثبتې کړې ٠ د يادونې خبره دا ده چې د دغو سندرو له ثبتولو وروسته سندره ويونکی ټول زاړه هنرمندان مړه شوي ٠ نو ويل کيږی چې د دوی په اواز ويل شوی سندرې قيمی تاريخی مدراک ګرځيدلی دی٠ ٌ

که څه هم د ولسی سندرو راټولول يو ستونزمن کار دی، خو د ښاغلی دوان چيانګ په أند تيرې اته مياشتې د هغه لپاره يوه ډيره خوشحاله موده وه او په هغه موده کښی يې خپل ځان له قرغزی قوم سره يو ځای کړی و٠

دوه کلونه مخکښی اويا کلن سپين ږيری دوان چيانګ د قرغزی قوم څه دپاسه اووه سوه هغه خالصې ولسی سندرې چې پخپله يې راټولې او تنظيمې شوې او د ورکيدو له خطر سره مخامخ شوې ، د قرغزی قوم خپلواکې لويې ولسوالۍ ته د بسپنې په توګه ورکړې او دغه ولسی سندرې د ځايی حکومت لخوا د قيمتی کلتورۍ شتمنۍ په توګه زيرمې شوېدي٠

سپين ږيری دوان چيانګ وويل : زما له عمر څخه دوه پر دريمه برخه په زده کړو او کارونو کښی تيره شوسي او يو پر دريمه برخه د ملی لږکيو د ولسی سندرو په راټولولو او تنظيمولو کښی کارول شوېده٠ زما په أند ژوند ارزښت لری٠ ما د موسيقې د تيورۍ په هکله ځانګړی سيستم جوړ کړی او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د کلتورونو قيمتی برخې مې راټوله کړېدي٠ اوس يو بل پلان هم لرم چې که وخت راسره ياری وکړی ، نو پنځه اړوند کتابونه به وليکم ٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو يو راپور واوريد چې عنوان يې و ښاغلی دوان چيانګ په پوره توان سره د قرغزی قوم ولسی سندرې ژغوری ٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ښاغلی دوان چيانګ په وړيا توګه د قزغزی قوم خپلواکې لويې ولسوالۍ ته د دغه قوم څومره ولسی سندرې د بسپنې په توګه ورکړېدي؟ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی تحفی ورکړو ٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !